جمعه, دسمبر 13, 2024
Homeادبلنډه کیسهمنډه || ليکوال: نجيب الله خان

منډه || ليکوال: نجيب الله خان

د سهارني لمر ژېړې وړانګې تتې وې، پارک له انسانانو تش و، هوا یې خوندوره وه.
سمیټي چوکۍ ته ورغلم، سړه وه.څو وچې پاڼې پرې پرتې وې، پاکه مې کړه.
یوه بوډا د چوکۍ په لور سوکه سوکه منډه را وهله، ساه یې تېزه تېزه اخېستله.
سپورټي لباس یې پر تن و، تور نژاده ښکاریدلو.
سلام یې واچوو، د سر څخه يې د ټېنیس والا خولۍ لرې کړه، سپین ويښتان یې خولو کړۍ کړۍ تاوو کړي و.خوا کې مې کيناست.
په لړزانده لاسونو یې ټټر ونیو.
له خولې مې خبره ور وواته— په دې عمر کې منډه درنه څه غواړي؟
بوډا جدي شو، وروځې يې پورته کش کړې، په نرمه لهجه یې وویل : په دې خو پوهېږې چې ورزش د صحت ضامن دی.
بوډا ته ځیر شوم، زما د ځواب په انتظار و ومې ویل : پوهېږم، خو ورزش د ځوانانو کار دی.
بوډا غلی شو، یو اوږد اسویلی یې ویستلو، پر وچه پاڼه يې پښه کېښوده، د پاڼې د ماتیدلو خرپا شوه، پېړې شونډې یې وخوځېدې— ورزش واړه زاړه نه پیژني، که غواړئ، ډېر عمر وکړئ، ورزش اړین دی.
ومې ویل: موږ نو ډېر عمر نه شو کولای.
ولې؟

—جګړې دي.

پلار دې ژوندی دی؟

— هو

بوډا موسک شو — چې ژوند وي، منډې به ټول ورته وهو. لکه چې پلار دې هم ورزش نه کوي؟
خندا راغله: نه

— لامل به هم لري؟

بله چاره نه وه، ومې ویل:
که مې پلار ستا په شان منډې ووهي، خلک ورپورې خاندي ، لیونۍ یې بولي.
بوډا راوکتل، مخ يې سور شو، په مايوسۍ یې وویل: اه ګرانه، ماته خو هیچا هم لیونی ونه ویلو، نه یې راپورې وخندل…
د کوم ځای یې؟

—د افغانستان

بوډا وښورېد، د افغانستان نامه یې څو ځله تکرار کړه، څو شيبې غلی و، بیا پاڅېد، سر یې وښورلو، او په خپله مخه سوکه سوکه روان شو له ځان سره ورو ورو بونګیدلو: که ورزش کوې، نو خلک درپورې خاندي …
لیونۍ دې بولي، اه دا څه ډول خلک دي.
لیونیان خو دوی دي…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب