شنبه, مې 4, 2024
Home+په لنډیو کې د فیمینیزم څرکونه

په لنډیو کې د فیمینیزم څرکونه

لیکواله/ پوهنیاره محموده تقوا میلاد

سریزه: «فیمینیزم د نرواکۍ پر ضد د ښځوغبرګون ته ویل کېږي. فیمینیزم په فرانسوي ژبه کې (Féminisme) د سیاسي، ایډیالوژیکو او ټولنیزو خوځښتونو لید لوری دی چې په سیاسي، اقتصادي، شخصي او ټولنیزو مسایلو کې د ښځو د حقونو د انډول په موخه کار کوي.

د دې اصطلاح په اورېدو د ځینو خلکو غوسه را پارېږي، داسې انګېري چې دا نومَونه د نرینه وو پر وړاندې د ښځو را پارول دي، حال دا چې را پارول نه بلکې د دې اصطلاح بیا بیا کارول او په اړه یې بحث کول په دې معنی دي چې نرینه د ښځو په وړاندې هغه نا دودو ته متوجه شي چې په شعوري او یا په غیر شعوري توګه د ښځو په وړاندې تر سره کېږي. په دې نا دودو کې ډېر داسې څه شته چې تر ښځې نرینه ډېر ورسره  نا موافق او ښکاره ظلم یې بولي. په ۱۸۷۲ کې په فرانسه کې دا غږ پورته شوی خو په اسلام کې دا غږ لا ډېر پخوا پورته شوی کله چې د جهالت پر مهال نجونې ژوندۍ خښېدې اسلام یې پر ضد ودریدو، ښځې په میراث کې شاملې شوې او  د ښځو د اساسي حقونو په تړاو ډېرې بنسټیزې پرېکړې وشوې. غواړم همدا حساسه موضوع د لنډیو په زړه کې وڅېړم. د لیکنې موخه مې په لنډیو کې د فیمینیزم د څرکونو څېړل دي؛ خو د موضوع د ښه درک په موخه لومړی د لنډیو معرفي، تاریخچه، فیمینیزم او بلاخره په لنډیو کې د فیمینیزم  هغه بېلګې را اخیستل شوې؛ چې د ښځو احساسات، ناوړه دودونه او دردونه په کې بیان شوي.

لڼدۍ پرته له مبالغې د پښتو شفاهي ادبیاتو یو بډایه فورم دی، چې په خپل خورا کوچني شکلي جوړښت کې یې یوه دنیا لوړ افکار، ژور خیالونه، د هر جنس انګېرنې، د ژوند بېلابېل اړخونه یې له سیاست نیولې ان تر ټولنیز او کلیوالي ژوند پورې په ډېره هنرمندانه او عیني توګه را اخستي. نوم یې لڼدۍ او جوړښت یې لنډ دی خو معنی په کې خورا پراخه او  فلسفي وي. د جنس له اړخه که نرینه وېلې او که ښځينه د دواړو له احساس څخه یې رښتینې نمایندګي کړې او د انساني ژوند یو بشپړ انځور یې وړاندې کړی. «لنډۍ پر جمالياتي، ارواپوهنيز، ټولنيز او تاريخي اړخ سربېره داسې ډېرې نورې ښکلاوې هم لري، چې د نړۍ په کچه به بل کوم شعري ژانر د خپل جوړښت په پرتله دومره ډېرې لفظي او معنوي ښکلاوې او رنګارنګۍ ونه لري» (بخت يار، په پښتو لنډيو کې پرسونيفيکېشن: وږمه مجله)

لنډۍ د فولکلوريکو ژانرونو له ډلې څخه هغه فورم دی، چې په دوو نامتوازنو غير مقفی مسرو کې يو بشپړ مطلب او یو کتاب خبرې رانغاړي. د مضمون له اړخه یې هره موضوع او سوژه په پوره خوند سره وړاندې کړې، د ټولنې د وګړیو د کړو وړو، راشې درشې، مینې او نفرت، خرافاتو، عقایدو، باورونو او سرپټي فلکلور یوه ارته هېنداره ده. د یوه بې طرفه تاریخ لیکونکي په څېر یې، له نورو برخو سربېره د ښځو محرومیتونه، محدودیتونه، حتی د پښتني فلکلور ځینې  ښکلي او بدرنګ اړخونه یې له ټول زماني او مکاني توپیر سره ثبت او د ولس حافظې ته سپارلي. کونډې په کې ژړېدلي، پېغلې په کې د ارمان لاسونه لپه کړي، مجبورو مینانو د خپلې مینې جنازه په کې کړې، محرومو په کې خپل محرومیت ژړلی، د جبر، رواج او مجبورۍ څپېړو ته یې مخ نیولی، ښکلې او مغروه پېغلې په هېنداره کې خپل یاغي حسن ته زمزمې ویلې او هرې ښځې په کې د ټولنې ظالمانه پرېکړې غندلې او ستړي شپونکي په کې شپېلۍ غږولې، مجبور ځوان په کې د ولور درنې تیږې ته لاس تر زنه لاندې نیولی او بلاخره لنډۍ د ولس د هر فرد د خولې او زړه وینا غږولې.

د لنډیو د ویلو څرگنده ځانگړنه دا ده چې ډېری د ښځې له خوا نرینه ته ویل شوې ځکه چې له یوې خوا د ښځو احساسات تر نرینه وو اغیزمن او خوندورو دي له بله پلوه لنډۍ په موضوعي لحاظ د ژوند ډېرې حساسې، دردمنې او محرومې صحنې را اخلي چې دا نادودې ډېرې له ښځو سره شوې. یا دا چې د ښځې له زاویې یا لوري د لنډیو ویل یا د ښځو احساسات په دغه فورم کې بیانول لا خوندور راځي نو ممکن هر چا به هڅه کړې وي چې د ښځې ژوند او محرومیتونه په کې بیان کړي او د هغې له لوري یې ووايي، زه په دې مسله کې یو څه احتیاط کوم او نه غواړم مطلقه پریکړه وکړم چې لنډۍ چا ویلې؛ نر که ښځې؟

 خو دا په ډاګه ویلی شم چې ډیری لنډۍ د ښځې له زاویې او په ښځینه احساساتو، محرومیتونو او دردونو سمبال دي؛ ځکه چې لا دا نه ده په ډاګه چې لنډۍ څه وخت ویل شوې نو دا به څنګه معلومه شي چې چا ویلې؟ بهتره به دا وي چې په هغه څه استناد وکړو چې په لاس کې مو دي او هغه د لنډیو د راوي یا ویونکي زاویه ده او هغه ډېره سلنه ښځینه ده، له دې به هم سترګې نه پټوو چې ممکن کار سړیو ډېر ورته کړی وي ځکه د لنډیو د تولید په سیمو کې  یعنې د پښتنو په وطن کې د ژوند ټولې اسانتیاوې تل د نر په خدمت کې دي. که ووایو چې لنډۍ د ولس مال دی نو له دې خبرې به هېڅوک خفه او بې برخې نه شي، (نر او ښځه) خپله ولس جوړوي. د بحث لړۍ به په لنډیو کې د فیمینیزم په بېلګو و غځوو.

د سپینې خولې لایق مې نه یې

ورکه پښتو کړې میراثي در پاتې یمه

کله چې په پښتنو کې څوک ورور ونه لري؛ د پلار له مرګ وروسته یې د کور ښځې د مال او غنیمت په څېر د تره د زامنو، تربرو او نورو میراث خورو تر منځ وېشل کېږي او په زور یې ځان ته په نکاح کوي چې پاس لنډۍ یې ښه بېلګه ده.

کارېدونکي ويي: لنډۍ، شفاهي ادب، نرواکي، فیمینیزم.

د لنډیو پېژندنه: لنډۍ د پښتني ټولنې په گړني (شفاهي) ادب کې هغه ولسي لنډکی شعر دی، چې شاعر يې نه دی معلوم، د جنسیت په لحاظ هم ښځینه وو وېلې هم نرینه وو او د دواړو جنسونو د احساساتو او انګېرنو تصویر په کې پروت دی او په خپل ۲۲ څپیز جوړښت کې یې د معنی او محتوا په لحاظ یو لوی سمندر را نغښتی دی. لنډۍ د پښتو شفاهي ادبياتو ډېره لرغونې برخه گڼل کېږي خو دا چې څومره لرغونې ده دقیق څه نشته، د دې برخې هر څېړونکي هڅه کړې چې خپل استدلال تر نورو ښه او قوي وبولي خو حقیقت لا هم تر خاورو لاندې دی.

څېړونکی حبیب الله رفیع د لنډیو د محتوا په اړه وايي: « لنډۍ د پښتنو ټولې غوښتنې منعکسوي، او په لنډيو کې د ژوند ټول حالات را نغښتل شوي دي». د محتوا په لحاظ لنډۍ خورا پراخ مضمون لري او هره سوژه ډېره په زړه پورې په کې وړاندې شوې، که هغه دین که سیاست او یا هم ټولنیز ژوند؛ لنډۍ یې له عهدې وتلې او په ډېر سلاست سره یې بیان کړي، چې له موضوعي پلوه خورا ډېر ډولونه لري لکه مینه یزې لنډۍ، مذهبي لنډۍ، طنزیه لنډۍ او داسې نورې. لنډۍ دوې مسرې لري چې لومړۍ نيم بيتي یې ٩ او دويمه نیم بیتي يې ١٣ سېلابه ده او د اکثرو لنډو د ختم برخه، مینه، اونه، دینه، اومه، وینه، یمه، دي… چې ډېره تکرارېدونکې او مشترکه برخه یې (نه – مه) ده. چې په لاندې څو بېلګو کې ښکاري.

                   د نصیبونو فیصلې دي ــــــــــ د زړه په خوښه یاران چا موندلې دينه

                     کلي کې سخته خاموشي ده ـــــــــ لالی مې مړ دی خلک ما نه خبروینه
                   همزولې ټولې مې واده کړې ــــــــــــــــــــ زه د بابا د کلا برج ولاړه یمه

لنډۍ په موضوعي لحاظ ډېره په داسې کلاسیکو محتواوو یا مضامینو رنګینه ده چې هغه په هر ځای او هر وخت کې هر چا ته ارزښت ولري او دا ځانګرنه یې ولسي توب ښه په ډاګه کولی شي، ځکه په اوس متمدنه ژوند کې ډېر داسې څه شته چې لا یې ټول ولس نه مني؛ نو لنډۍ هم هغه نه را اخلي، که په یو نیمو لنډیو کې لیدل کېږي هغه په دې معنی ده چې هغه د لنډۍ لیکونو یوه کامیابه او پر ځای هڅه نه ده. ځکه په دې وروستیو کې د لڼډیو په نامه ډېر پنډ پڼډ کتابونه چاپ شول، د دې پر ځای چې د فلکور د خوندیتوب په نیت لنډۍ په کې را ټولې شوې وی لنډۍ ورته ولیکل شوې، خو هغه لنډۍ لا د ولس مال نه دي ګرځېدلې، لکه دغه بېلګه چې د پخوانۍ لنډۍ یوه برخه یې اړولې ده:

قبر مې سری کړه حال مې ګوره

  چې مبايل مې اوس آنتن نه ورکوينه

 او هغه به هله د ولس مال ګرځي چې ولس یې چاڼ کړي، او بیرته په انګریزي اصطلاح ریسایکل شي، ځکه په دې لنډیو کې داسې نوې اصطلاوې، لغتونه، فکرونه او مسایل بیان شوي چې لا هغه د ټول ولس مال نه دی او له هغه فکر څخه را جوړه شوې لنډۍ په ولس کې یوه اوږده سفر ته اړتیا لري چې له ولسي چاپېریال سره تطابق وکړي. دا خبره د لنډیو نوموونه ښه په ډاګه کولی شي ځکه چې لنډۍ په هره سیمه کې په مختلفو نومونو یادوي یعنې خلک لنډیو ته خپله خپله نوموونه لري او په هر نامه کې یې خپل خوند او یوه ځانګړې فلسفه یا د تسمیې وجهه پرته ده. لنډۍ ته ځکه لنډۍ وايي چې د سېلابونو له مخې لنډه ده او د معنی له پلوه ډېره اوږده او له تفسیر ډکه ده او يا دا چې لومړۍ نيم بيتي يې له دوهمې نيم بيتۍ نه لنډه ده ځکه ورته لنډۍ وايي. یا دا چې «لنډۍ» د ډېر زهري مار ښځینه ډول دی، چې چيچل یې سړی ځای د ځایه وژني؛ نو د لنډۍ تاثیر هم همدومره دی. مصره هم ورته وايې ځکه چې پخوا د جګړې ابزار توره او ډال وو او ښه توره به په مصر کې جوړېده چې ډېر شهرت به یې درلود هم تېره وه هم ځلانده او ویل کېدل به چې د دې تورې ټپ زر نه رغېږي یعنې سړی د مرګ خولې ته بیايي نو له دې وجهې یې د لنډۍ ټپ د مصرۍ تورې له ټپ سره تشبه کړی او لنډۍ ته یې مصره نوم ورکړی. ټپه هم ورته وايي، دا هم يوه د تسميی وجهه لري ځکه چې د لنډۍ تا ثير د چا په زړه ټپ جوړوي، چې که توره سړی په ښکاره ټپي کوي نو لنډۍ یې د ننه ټپي کوي.( ويکيپېډيا انلاین)

د لنډیو تاریخچه:

د لنډیو تاریخچه لا هم روښانه نه ده چې کومه لنډۍ څه وخت، د چا لخوا او چېرته ویل شوې ده. او نه هم چاته د لنډیو د شمېر پټه لګېږي، ممکن په اړوند یې په سلګونه کتابونه چاپ شوي وي خو بیا هم د شخص مال نه دی او نه یې څوک په ځان پسې تړلی شي. د لنډيو د منځ ته را تگ په باب کو مه خاصه نيټه نه شته؛ ویل کېږي چې له زرو کلونو څخه هم وړاندې لرغونتوب لري، څيړونکي په دې عقيده دي چې ښايي لومړنۍ لاس ته راغلې لنډۍ یا نسبتا پخوانۍ لنډۍ به دغه وي:

سپوږمیه کړنگ وهه راخېږه  //  یار مې د گلو لــَو کوي گوتې ریبینه

مورخ احمد علي کهزاد په خپل اثر افغانستان د تاریخ په رڼا کې په دې اړه وايي: چې د ویدي او اوستا د وخت پخوانیو آریایانو د زردشت (سپیتما) له دین وړاندې یا له میلاد څخه ۶ سوه کاله مخکې د یوه طبیعي بوټي له ګل څخه د سوما یا هوما په نامه له شیدو او شاتو سره ګډ یو شربت جوړاوه  چې په اصل کې سوما د یوه ګل نوم وو چې د شپې لخوا به غوړېده او د لمر په را خټو سره به بېرته غونج شو  یا دا چې نوموړي ګل به یو ډول شیره لرله چې د لمر پر مهال به هغه سمه نه را ټولیده. نو آريايان به د شپې لخوا د سوما د بوټي د رېبلو لپاره غره ته تلل او انتظار به وو چې د څوارلسمې سپوږمۍ راوخېژي چې رڼا شي او دوی د ګلو لو وکړي، له بوتي څخه به یې یو دول شیره را ایستله او له هغه به یې شراب جوړول چې دوی ته په مذهبي لحاظ مقدس وو، دود داسې وو چې یوازې پېغلو کولای شول چې دغه گلان په نیمه شپه کې له دښتو اوغرونو راټول کړي. دا لنډۍ هغه وخت ویل شوې چې د چا معشوقه د سوما ګل د لو لپاره غره ته تللې او مین یې د سپوږمۍ را ختو ته په طمع دی.

د لنډیو د لرغونتوب په اړه ښاغلی حبیب الله رفیع په خپله یوه مرکه کې وايي چې: «د لنډيو لرغونتوب د آريايي سندرو له لرغونتوب سره سم دی» له دې خبرې سره د تاریخپوه علامه کهزاد یوه نظر ته اشاره کوي چې د افغانستان ژوند درې دورې لري يوه تر تاريخ وړاندې دوره ده، يوه د سرودونو او داستانونو دوره ده او يوه هم تاريخي دوره ده. «د سرودونو او سندرو دوره داسې مهال دی چې خط لا ندی رامنځته شوی، ليکن د ولس شعور د شعر په ژبه رامنځته شوی چې هغه لومړۍ ويدي سندرې دي، وېدي ورکې سندرې دي د آريانا ويجه په خاوره کې کابو څلورنيم پنځه زره کاله پخوا ويل شوې دي، بل د ريګويدا ده چې دا هغه مهال دی چې کله له بلخ څخه لېږدېدنې پيل شوې او آريايان له هندوکش نه را واوښتل او پښتانه په موجوده پښتونخوا کې مېشت شول، يوه برخه آريايان پارس ته ولاړل يوه بله برخه هند ته لاړل پدې وخت کې د ريګويدا سرودونه ويل شوي چې پکې د پښتني سيمو د قبيلو او سيمو او سيندونو او ځايونو نوموونه راغلي، په همدې دوره کې د پښتو ژبې کلمې هم ليدل کېږي او دا هغه وخت دی چې پښتو ژبې هم تشکل کړی، او دغه ادبيات پښتو ژبې ته له آريايي ژبو څخه له ويدا او اوستا رالېږدېدلې دي، په دې اساس د پښتو لومړنۍ سندرې د ماشومانو او ميندو سندرې او ورپسې لنډۍ دي»

خو د لنډیو د تاریخچې په اړه ډېرو نورو څېړونکو دغه ټول نظریات رد کړي ځکه چې لا هم داسې شواهد نشته چې هغه په مستنده توګه ښکاره کړي چې لنډۍ دغه مهال ویل شوې. آصف بهاند په خپله یوه مقاله لیکي، چې: « لنډۍ د فلکلورد شعري برخې هغه ستره خزانه ده، چې د پېړیو په اږد و کې د میلیونونو خلکو له خوا رامنځته شوې ده، داسې چې همدا ټول خلک یې خاوندان دي، خو یو یې هم د ملکیت دعوا نه شي کولای.» (بهاند، د پښتو لنډیو ډېره سلنه د ښځو تخلیق دی: ۲۰۲۱)

فیمینیزم:

فیمینیزم چې په انګریزي کې feminism  او په فرانسوي کې (Féminisme) لیکل کېږي، له female  یا له لاتینې کلمې فیمینا څخه اخیستل شوی چې د ښځې یا مونث معنا لري. د فیمینیزم مکتب د ښځو د مساوي حق د غوښتنې په موخه رامنځته شوی.

«د ښځو لپاره د حق غوښتنې مبارزې ته په لوېدیځ کې فیمینیزم وايي» (ښکلی،۱۳۹۹: ۳۲)
د ښځو په وړاندې د نرینه د ظلم په تړاو په لوېدیځ کې هر وخت اعتراضونه کېدل او د فیمینیزم په نامه به خلکو غږ اوچتولو خو دغه خوځښتونو په ۲۰ پېړۍ کې نوم او سمون وموند. فیمینیزم په اصل کې یو مکتب دی چې له ۱۸ پېړۍ را په دېخوا یوه ډله فرانسوي سیاستوالو را منځته کړ، د شلمې پیړۍ د شپږمې لسیزې په پاى كې په یوه منظم حرکت بدل شو.

«ټولې هغه ډلې چې د فیمینیزم تر نامه لاندې په كار بوختې دي، دا باور لري چې ښځې په ټولنه كې له يو ډول بې عدالتۍ او تیريو سره مخ دي چې د یو آزاد انسان په توګه ژوند کول یې ورته ستونزمن کړي او تل تر تله د نرواکۍ په محدوده کې ژوند کوي» (عزیزي، فیمینیزم څه دی؟: ۲۰۱۹)

فیمینستان په ډاګه کوي چې فیمینیزم له نرینه څخه کرکه او د نرینه په وړاندې د ښځو پاڅون او مقدم والی نه دی د فیمینیزم یو مقصد دا دی چې د هرې ښځې د حق لپاره مبارزه وشي څو څنګه چې غواړي ژوند وکړي. د فیمینیزم فلسفه دا ده چې ښځه هم انسان ده؛ باید دانسان په سترگه ورته وکتل شي. فیمینستان وايي چې له نوم اېښودلو تر سیاسي او حتی ټولنیز دریځ پورې له ښځو سره هر لوری تبعیضي او توپیري چلند روان دی حتی تر دې چې یو شمېر ښځو ته هم دغه فکر ور پېچکاري شوی. له یو شمېر تاریخي موندنو داسې ښکاري چې ښځه له اوله محکومه نه وه بلکې ښځه حاکمه وه، له کله نه چې کرنیز انقلاب راغی نو سړیو بهر کارونه په غاړه واخستل او ښځه په کور شوه او ورو ورو دا په یوه مفکوره واوښته او د ټولنیزو دودونو بنسټ کېښودل شو. نارینه د ځمکو څښتن شول او د ځمکو د ساتلو لپاره د واده او نسل طمعه پیدا شوه او دا چاره په ښځو کېده چې نرینه وو ته بچي و زېږوي چې د نرینه وو د مال میراث خور شي. په ټول تاریخ کې د ښځې نوم د ښځې په توګه نشته ځکه چې تاریخ نر لیکلی دی او ښځه یې د یوه داسې منفعل په توګه په کې ذکر کړې، چې ده غوښتي. له دې سربېره ښځې په تاریخ کې تل قرباني ورکړې خو ګټه یې نر ته رسېدلې، نرینه قتل کړی ښځه یې د سولې او پخلاینې په موخه په بدو کې ورکړې، نرینه بد کړي ښځه یې ننواتي ته ور لېږلې. کله چې بابر په سمرقند کې وو دښمن یې چې شیباني نومېدو د ده سیمه یې محاصره کړه، ده د ځان د خلاصون په خاطر خپله خور ورکړه، په افسانو کې ښځه د وحشي ښامار مړۍ شوه چې نور کلی نجات پیدا کړي، چې سیند به طوفاني شو نو ښځه به یې ور غورځوله، په جګړه کې به  د یوه لوري د ماتې په صورت کې ښځه د مال په څېر غنیمت وړل کېده او د وینځې په توګه به کار ترې اخستل کېدو، په دوه طرفه مینه کې به ښځه بدلمنې او نرینه سپېڅلی بلل کېدو، په داستانونو کې بوډۍ د مکر او فساد سمبول وه خو نرینه تل اتل وو، په داستاني ادبیاتو کې ښځه تل احتیاج وه او هر وخت یې نرینه نجات ته راغلی، نر ته احتیاج، په کور کې ناستې او تابعداره ښځې ته د ښې او په خپلو پښو ولاړې، بهر ته تلونکې یا د خپل حق غوښتونکې ته د بدې ښځې صفت ورکړل شوی، که یې نسل تولید کړی د کار او که وچه وه نو بېکاره یا بې ګټې بلل شوې او بدیل یا بنه ور باندې راوړل شوې.

په هر کتاب کې ښځه په څو څېرو راغلې، چې د اتلې او لومړۍ درجه کس په توګه ډېره لږه تر سترګو کېږي، د مور په توګه محترمه، د خور په توګه قرباني شوې او د ښځې په توګه لاسپوڅی څرګنده شوې. دا هر څه د فیمینستانو غوسه را وپاروله او په وړاندې یې غبرګون وښود، او د دې توپیرونو پر علتونو یې فکر وکړ، چې کوم علت ښځه د کور او نر د بهر کړ. اساسي ټکی د ښځې کمزوری جسم وو، ځکه چې نرینه داسې فکر کوي چې ښځه فطري کمزورې او تر نرینه ټيټه ده.

«نو په دې توګه له ښځو سره د دویمې درجې چلن د مدنیت زېږنده دی، او دا مدنیت چې وروسته وروسته خپور شوی  او بدوي قبایلو ته رسیدلی، سړیو د ښځو په اړه په خپل چلن او فکر کې توپیر احساس کړی او دا په داسې یوه واقعیت اوښتی، چې اوس ترې بغاوت اسانه نه دی.» (خان، ۲۰۰۸: ۲۶)

په لنډیو کې د فیمینیزم څرکونه:

که څوک وغواړي چې د پښتنو بلخصوص د ښځو نفسیات، تعریف او تشخیص کړي نو په ادبیاتو کې لنډۍ هغه صنف دی چې دا ځانګړتیاوې په کې موندل کېدی شي. کله چې په ادب کې د ښځې په اړه څه لولو او په اړه یې فکر کوو موږ ته ښځه نه بلکې د ښځې یو مصنوعي تصویر لاسته راځی ځکه چې دا مصنوعي تصویر موږ ته له دویم کس یعنې هغه چا څخه لاس ته راځي چې د ژوند د ټولو ابزارو په شان ادب هم د هغه په ولکه کې دی. د همدې مصنوعي ادب له لارې د ښځې واقعي څېره مسخه شوې او مستوره  وړاندې شوې. د ښځې لپاره مشروع او مثبت کارونه حتی لکه شاعري هم ستر عیب بلل شوی، خو د ادب یوه برخه چې هغه لنډۍ دي او په غالب ګمان یې ښځې په ایجاد کې لوی لاس لري او د ښځو رښتیني او بې سانسوره احساسات، محرومیتونه، تریخ ماضي، غوښتنې او رښتینې څېرې په کې وړاندې شوې؛ له نېکه مرغه له هر ډول استعمار او لاسوهنې خوندي پاتې دي او د یوې نرواکې ټولنې ټول جبر او ظلمونه یې ډېر بربنډ  او مستند په کې وړاندې کړي.

په نيمه شپه سوې نارې شوې

مورله لورانو بېلوي کوکې وهينه

دا لنډۍ د یوې پښتنې کونډې حال بیانوي، په کلیو کې به معمول وه چې کله به د کونډې د کور خلکو له یو چا سره د کونډې له خوښې پرته د هغې د ودولو جوړ جاړی وکړ نو هغه به یې د شپې لخوا ور سپارله، ځکه کونډې به نه غوښتل چې له خپلو یتیمانو بېله شي او حتما به یې په تلو کې چیغې او فریادونه کول نو د دې صحنې په لیدو ممکن کوم زړه سواند د هغې ګاښ کړی وای؛ نو د همدې لپاره یې هغه د شپې ودوله او په تلو تلو کې به یې په کلي کې په توره شپه کې د مور او یتیمانو د چیغو او فریادونو غلبلې اورېدل کېدې چې دا لنډۍ یې ډېر ښه تصویر وړاندې کوي. لنډیو دې مسلې ته ورته په لسګونو مستند تعبیرونه په خپل دې کوچني بدن کې ځای  پر ځای کړي. لکه لاندې موارد:

له خوښې پرته ودول:

خرڅه د کړم ښاده د نه کړم

کور د ویران شه خپله پلاره لور د ومه

***

صورت مې خپل واک یې د بل دی
صورته خاورې شې چې بل د واک لرینه

پاس دوې لنډۍ یو درد بیانوي، پښتنه پېغله د خپل مېړه د انتخاب حق نه لري، که پلار یې ژوندی وي او مشر ورور ولري یا بل هر نرینه چې د دې مشري ور د غاړې وي دا پرېکړه د پېغلې له خوښې پرته کوي. د پیسو په بدل کې یې چې هر چاته ورکړه بخت او طالع؛ خو کله کله د ځینو پېغلو بخت دومره خوار وي چې په پچه یې د نیکه په عمر سړی وخېژي.

په رڼا ورځ یې درنه یوړم
پلار مې ظالم شو په بوډا یې خرڅه کړمه

په دې لنډۍ کې یوې مجبورې پېغلې خپل مین ته ګیله کړې چې ته دومره بې غیرته وې چې زه مې پلار د پیسو په بدل کې سپین ږیري بوډا ته ورکړم او په رڼا ورځ  یې درڅخه یوړم خو تا ونه ګټلم.

خاونده بیا د ماسختن کړ
د نا رضا کټ نه مې رېږدي اندامونه

دلته هم پېغله په زور واده شوې، مېړه یې که هر څوک دی خو د دې نه دی خوښ، چې حتی نه غواړي په یوه کټ کې ورسره پرېوځي. وايي نرینه له هرې ښځې سره جنسي اړیکه غواړي خو ښځې یې یوازې له هغه نرینه سره غواړي چې زړه یې وغواړي، دا د ښځې فطرت دی.

جانانه ویښ یې که ویده یې

ستــــا تر کوټې مې لاس تړلې تیروینه

دا لنډۍ هم د داسې یوې پېغلې د ژوند او مجبوریت تصویر وړاندې کوي چې په زور یې ودوي، او د هغې د مین له وېرې یې لاس تړلې د شپې په لاس ورکړې؛ چې هسې نه هغه خبر شي او مخه یې ونیسي.

زه به دې مورته زاري وکړم
پلار دې ظالم دی د ولور تمه کوینه

دلته یو دوه اړخیز مجبوریت ليدل کېږي، نجلۍ د خپل مین د تر لاسه کولو لپاره خپله اقدام نشي کولی او دا اختیار نه لري، او مین یې هم بې وسه دی. یوه بله عاطفي ښځه چې مور ده د درېیم ګړي په توګه یاده شوې، خو پلار د جابر او واکدار په توګه تصویر شوی چې لور په پیسو خرڅوي.

بلبلان ټول په ژړا ژاړي
بورا په توره خولګۍ وخوړل ګلونه

دلته دوه هدفه نغښتي لومړی دا چې په سمبولیکه بڼه داسې یوه محرومیت ته اشاره شوې چې ښځې ځان له ګل سره تشبه کړی او هغه څوک چې واده یې ورسره شوی او دا یې خپل سیال نه بولي له تور بورا سره تشبه کړی، خپل وړ او سیال ځوانان یې له بلبلانو سره تشبه کړي، چې ګویا د یوې پېغلې واده له داسې ناسیال سره شوی چې ټول  سیال یا قابل ځوانان یې ورته خفه دي. خو دویم تصویر بیا هم د یوه دویمې درجې او منفعل انسان دی چې هغه ګل دی، ګل یو بیواکه شی دی او د بورا یا بلبل لپاره پیدا شوی او تل د هغوی د خوشګزرانۍ لپاره د هغوی په خدمت کې دی.

له ناسیال سره د ښځې واده:

سره له دې چې دا مورد هم له پاس مورد سره اړیکه لري خو پاس په زور او جبر واده شوې او دلته له هغه سربېره ناسیال ته واده شوې.

اصیله وم کم اصل یوړم
 کم اصله داسې مې ساتې لکه مغله

***

پلاره کوډله دي ایره شه
سورکۍ مڼه دي په کارغانو وخوړمه

***

نیستي د خدای له لوري راغله

موزي په ما منت کوي چې خوار د کړمه

***

قسمت یوه کړه او ما بله
خیالي اوربله په دووس دې خورومه

***

دلاله فکر په کښي وکړه
چې شال شړۍ سره یو ځای نه کړې مینه

په لنډیو کې مېړه تل واکمن او لومړی درجه کس معرفي شوی، او ښځه د یوه لاسپوڅي او منفعل په توګه چې تل باید د لوښي یا شي په توګه د نرینه په خدمت کې وي، د هغه طابع داري وکړي، په کور کې یې د وینځې رول ولوبوي، د جنسي خواهشاتو لپاره یې چمتو وي، د نسل تولید وکړي خو بیا د بچیو په برخلیک او نور ژوند کې اختیار ونه لري. که مېړه هر ډول وي ښځه باید سر ور باندې تیټ کړي خو که د مېړه ښځه نه وه خوښه یا یې بله خوښه شوه هغه ته دین دا ازادي ورکړې چې بله وکړي، لومړۍ یا وساتي یا یې طلاق کړي، هره پرېکړه چې د هغې د برخلیک لپآره کېږي هغه به د مېړه خوښه وي نه د ښځې، هر مېړه خپله ښځه یوازې ځان ته په اخلاقي لحاظ پاکه غواړي خو خپله دی د څو نورو ښځو هم وي ځکه نر دی.

د بنې غږ را باندې وشو
لکه ډوډۍ په تناره کې وریته شومه

بې وسي:

په لاندې لنډیو کې ډېره بې وسي انځور شوې ده خو اکثر موارد یې د واده په برخه کې د ښځې بې اختیاري ده. دا مورد هم له پاس دوو مواردو سره اړیکه لري، پېغله پکې خپل مجبوریت خپل مین ته په ډاګه کوي چې ممکن ته له ما د ملتیا هیله ولرې خو زه څه نشم کولی ځکه دا اختیار نه لرم.

له مانه ولې مــــــــــــرور یې

کم عقله یاره په پردي اختیار کې یمــه

***

ستـــــــــا به له مانه ګیله کیږي
زما د کور په خلکو نه رسي لاســونه

***

تاته مې نه در کـــــــــــوي یاره

ماته په لویه لار کې مه ژاړه میٔنــه

***

څوک مې له حاله خبر نه دي
لکه د نم دړه په زړه چاودلې یمه

***

کتاب تمام طالب روان شو
ترحجره ګرده تاويدم په لمبو سومه

«په لنډیو کې لا تر اوسه د ښځې د محکوم او ذلیل اجتماعي موقعیت څخه را زېږېدلي فریادونه او نارې له لرغونو څخه پخوانیو ته او له پخوانیو څخه موږ ته را رسېږي او لکه نری رنځ د پښتون ملت د حافظې په پېچومو کې له یوه نسل څخه بل ته درومي او د زمان د نا اټکل شویو پوړیو پر لوري ور بهېږي.» (ښکلی، ۲۲۰، ۱۳۹۹)

د واده شوې ښځې مجبوریتونه:

په ډېری کورنیو کې له ښځو سره د وینځو په څېر چلند کېږي خصوصا له واده وروسته. کله چې ښځه واده شي د خاوند په کور کې یې هر څوک له هغې بېله طمع لري او هر څوک یې د اعمالو په اړه قضاوت کوي او د کور هر کس ترې د خدمت او اطاعت طمع کوي، پښتنه ښځه مجبوره ده له واده وروسته له خپل مېړه سربېره د خپل خسر، خواښې، لېورونو، ندرندو، یوڼو او بل هر چا خبرې په ځان ومني او په وړاندې یې چپتیا غوره کړي. په پښتني ټولنه کې د ښې ښځې لپاره تعریف دا دی چې تل خوله پټه ونیسي، د چا خبره ور غبرګه نه کړي، د ټول کور اطاعت او خدمت وکړي خو خپل حق ونه غواړي که هر څه ورباندې راځي په پټه یې وزغمي؛ لاندې لنډۍ د همداسې یوه وضعیت بېلګه ده.

په سر نری پړونی نه وړم

ستا د دادا درنې درنې خبرې وړمه

***

پر مخ مې مه وهه ظالمه

د اوښکو ډکې سترګې چاته واړومه

 

پایله:

لنډۍ هغه ښکلی ژانر دی، چې اکثره د پښتنو پېغلو، ځوانانو او په مجموع کې د ټول ولس د ژوند د خوالو او ناخوالو کیسې او تصویر په کې وړاندې شوی. په پښتني ټولنه کې ډېر داسې رواجونه شته چې د نړۍ له هېڅ ډول قانون سره اړخ نه لګوي؛ کله، چې څوک دردمن شي، نو د زړه د تشولو لپاره ډېری وخت شعر او ټپو ته پنا وړي خصوصا هغه کسان چې د پښتنو بدو عادتونو یې خولې ور ګنډلې وي.

لکه چې وايي:

د نيمې شپې ټپې را وکړه

داغلي زړونه به دعا درته کوينه

***

د نیمو شپو سندرې خوند کړي

څوک به میٔن وي څوک به ورک له ملکه وینه

بلاخره د دې لیکنې پایله دا را وځي چې: لنډۍ په لویه کې دولسي ادب منظومې ویناوې دي چې په یو ټاکلي وزن کې خبرې د هنر په ګاڼه ښایسته کوي، کوم اعجاز چې په لندیو کې نغښتی دا دی په خپل کوچني جوړښت کې لویه فلسفه تشرېح کوي او د پښتني  کلتور بېلابېلې برخې راپېژني، او داسې مسایل په کې وړاندې شوې وي چې نور قومونه اصلا نشي پرې پوهېدی؛ خو په ډېر مهارت سره د پښتني ټبر یو بشپړ ثقافت په ډاګه کوي. لنډۍ زیاتره مهال د ښځینه وو احساسات او د ژوند ډېرې برخې څرګندوي او هغه سرپټې خزانې دي، چې د ډېرو نورو پوهنو لپاره په خپله ځولۍ کې پوره خام مواد لري. چې دلته يوازې د فیمینیزم له اړخه څېړل شوې دي او هغه بلاتکلیفه ژوند او د محرومیت تېر تاریخ چې ښځې ورسره لاس او ګرېوان وې یا دي، یا هغه پېچلې لاره چې ښځو له یوې تاریخي پېړۍ نه بلې ته پرې کړې ده، یوازې یې په لنډیو کې ځان څرګند کړی دی. که لنډۍ په هر لحاظ ښې وسپړل شي، د تاریخي بشپړتابه په بېلا بېلو دورو کې د پښتنو ښځو د ټولنیزو موقعیتونو د څرنګوالي د کره درجه بندۍ په هلکه ډېر څه په کې موندل کېدی شي.

ماخذونه:

  1. بهاند، آصف. (۲۰۲۱ز)، د پښتو لنډیو ډېره سلنه تخلیق د ښځو دی، انلاین مقاله، افغان جرمن انلاین.
  2. بخت یار، میوند.(۱۴۰۱ل) په پښتو لنډیو کې پرسونیفیکېشن، وږمه مجله، درېیمه دوره، پنځمه ګڼه.
  3. خان، خالد. (۲۰۰۸ز) خوشحال خان د خولې په ستاینه کې. اباسین(خوشحال خان خټک نمبر). اسلام اباد: ډایرکټوریټ جنرل فلمز و مطبوعات، وزارت اطلاعات و نشریات.
  4. سلام زوی، عبدالحق.(۲۰۱۸ز)، پښتو لنډۍ او فیمینیزم، د ادبکدې لسم ادبي بحث، انلاین راپور، کابل: تاند وېبپاڼه.
  5. ښکلی، اجمل. (۱۳۹۹ ل). بېواکه صورتونه، کابل: سمون خپرندویه ټولنه.
  6. عزیزي، عبدالله. (۲۰۱۹ز)، فیمینیزم څه دی؟ د فاریاب پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي فیسبوک پاڼه.
  7. نورزی، راز محمد. (۲۰۱۶) لنډۍ، مصرۍ، ټپې، کابل: راز محمد پرلیکه وېبپاڼه.
  8. هیوادمل، زلمی. (۱۳۷۹ل)، د پښتو ادبیاتو تاریخ، لرغونې او منځنۍ دوره، لومړی ټوک، کابل: دانش خپرندویه ټولنه.
  9. هارون حکیمي او حبیب الله رفیع. (د پښتو لنډیو په اړه ځانګړې مرکه): بي بي سي پښتو یب پاڼه، ۲۰۰۹).
  10. لایق، سلیمان. زیار، مجاور احمد (۱۳۶۴) پښتو لنډۍ، کابل: د افغانستان د علومو اکاډمي.
  11. یون، آرین. (۱۳۹۳)، لنډیو ته یوه لنډه کتنه، کابل: د افغانستان ملي تحریک فرهنګي څانګه.

2 COMMENTS

  1. خوندوره او معلوماتی لیکنه ده.
    فیمینیزم یو اجتماعی – فکری مکتب دی چی نورو فکری مکتبونو غوندی مثبت او منفی ټکی لری. هسی خو فیمینیزم د نر او ښځی د خلقت او پیدایښت له لومړی ورځی څخه خپل حال د حال په ژبه بیان کړی دی.
    د ښځو د حقوقو د تأمین د لاسته راوړلو لپاره د هغوی سالمه مبارزه د تائید او ملاتړ وړ ده خو په ځینو تاریخی مقاطعو او ځینو ټولنو کی فیمینیزم د خپلو سالمو او مطلوبو او معقولو اهدافو څخه انحراف کړی دی او ځینو زن ځپونکو نرانو غوندی ئی د افراط څخه کار اخیستی او حتی د ” نر ” د انسانی او اجتماعی دریځ او مؤقعیت څخه د انکار په لټه کی دی ( په حقیقت کی ئی د خلقت د قاعدی سره جګړه پیل کړیده ).
    زما مسکین پیشنهاد دا دی چی زموږ غوندی ټولنو کی باید د فیمینیزم د اصطلاح او عبارت د کاروَلو پر ځای د 《 ښځو حقه حقوقو ته پاملرنه 》 اصطلاح او عبارت وکارَول سی.
    هم فمینیزم ( خصوصاً غربی لیبرال فیمینیزم ) او هم د سُنتی ټولنو مکروه نر سالاری د بشری ټولنی هر اړخیزی سلامتیا ته زیان رسوی او ممکن د بشری نسل موجودیت او بقاء ته خنډونه او خطرونه را منځته کړی.

    • مننه ښاغلی غلام حضرت ورور،
      ډېره مهرباني چې د یادې لیکنې لوستو ته مو وخت ورکړی او خپل پر ځای نظر مو راسره شریک کړی، خدای پاک د اجر درکړي.
      له نظر سره مو بالکل موافقه یم چې تر ننه څومره فکري مکتبونه په هره برخه کې را منځته شوي خپل ښه او بد اړخونه یې لرل او همدا وجه وه چې ځینو یې مخالفت کولو او ځینو منل، فیمینیزم هم لدې حساسیته لرې نه دی او د نورو لاملونو تر څنګ یې یو لامل د ځینو انسانو افراطي چلند دی چې له یاد مکتب سره یې کړی او دا کار یې د دې لامل شوی چې هر څه د ښه والي پر ځای لا خراب کړي.
      په هر صورت نوې نومونه مو هم پر ځای ده خو په کار ده چې د فیمینیزم تر څنګ ډېر وخت مزل وکړي څو حد اقل زموږ په ټولنه کې عامه شي که ما سم د لاسه کارولې وای ممکن هغه څه چې زما موخه وه ډېره به نه وم په کې بریالۍ شوې خو خیر په ټوکه کې به یې ووایم چې شکر ما په دې نظریه کې ډېر احیاط او حاشیوي چلند کړی او تر دې نظریه لاندې مې حقایق را اخستي.
      په درنښت
      اباد اوسې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب