جمعه, نوومبر 29, 2024
Home+د نړۍ تر ټولو دنګې او ټیټې ښځو سره ولیدل

د نړۍ تر ټولو دنګې او ټیټې ښځو سره ولیدل

تاند (جمعه، د لیندۍ/ قوس ۹ مه) د نړۍ تر ټولو لوړې او تر ټولو ټیټو ښځو، رومیسا ګلګي او جیوټي امګي په لندن کې سره ولیدل او د ګینس نړیوالو ریکارډونو د کتاب د ۷۰مې کلیزې په ځانګړې نسخه کې د ایکنونو په توګه ونازول شوې.

د نړۍ تر ټولو لوړه ښځه، رومیسا ګلګي، او د نړۍ تر ټولو ټیټه ښځه، جیوټي امګي، د ګینس د نړیوال ریکارډونو د ۲۰۲۴ د ورځې د نمانځنې په ویاړ په لندن کې د ماسپښین چای یو ځای وڅښه.

رومیسا ګلګي، چې ۲۷ کلنه ده، د ترکیې یوه څېړونکې او ویب ډیولپره ده او د هغې ونه (قد) ۲ متره او ۱۵.۱۶ سانتي‌ دی. په مقابل کې، جیوټي امګي، چې ۳۰ کلنه ده، د هند یوه اداکاره ده او ونه یې ۶۲.۸ سانتي‌متره ده.

دا د ریکارډ ماتولو ځانګړې غونډه د لندن په مشهور او پرتمین ساووي هوټل کې ترسره شوه، او دواړه ښځې د ګینس نړیوال ریکارډونو په کتاب کې د ایکنونو په توګه شاملې شوې.

د ګینس نړیوال ریکارډونو عمومي مدیر کریګ ګلنډې وویل: “د ګینس د نړیوالو ریکارډونو ایکنونه هغه ریکارډ لرونکي دي چې د GWR روحیه په بشپړه توګه منعکسوي. دوی له مختلفو برخو لکه ساینس، ټکنالوژي، ورزش، هنرونو او رسنیو سره تړاو لري، او هغه کسان هم دي چې کلونه ځانونه وقف کړي دي.”

رومیسا ګلګي د وِیوِر سینډروم په نوم یو نادره روغتیايي حالت لري، چې وده په نانورمال ډول چټکوي او هډوکي غیرمعمولي جوړښتونه رامنځته کوي.

هغې وویل: “دا زما لپاره حیرانوونکې وه چې له جیوټي سره مې په لومړی ځل ولیدل. زموږ لپاره د یو بل سترګو ته کتل (د سترګو اړیکه نیول) ستونزمن و ځکه زموږ د قدونو توپیر ډېر دی، خو بیا هم دا تجربه ډېره ښه وه.”

هغې زیاته کړه: “موږ ځینې ګډې خوښۍ او د دلچسپۍ وړ شیان هم لرو، لکه له میک‌اپ سره مینه، ځان پالنه، او د نوکانو جوړول.”

یادونه: د نړۍ تر ټولو لوړ ژوندی کس سلطان کوسن دی، چې په ترکیه کې کروندګر دی او قد یې ۲ متره او ۴۶.۵ سانتي‌متره دی، په داسې حال کې چې تر ټولو ټیټ ژوندی کس افشین اسماعیل غدرزاده دی، چې د ایران دی او ونه یې ۶۵.۲۴ سانتي‌متره ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب