سه شنبه, اپریل 23, 2024
Homeادبروماني کره کتنه کله او ولې پیل شوه؟

روماني کره کتنه کله او ولې پیل شوه؟

ژباړه: ساجد بهار/خوست

رومانټس د الماني ژبې ویوکی دی، چې د ویرانې، خرابې، بیابان او ځنګل مانا لري .
د وخت په تېریدو سره ددې کلمې په مانا کې تغیر راغی، فرانسې ته دا لفظ شاوخوا ۱۶۷۵ م کال ور ورسید ، په ۱۸۷۸ م فرانسوي اکاډمۍ د خپل لغات په توګه ومانه او په لاندې مانا یې تر خلکو ور ورسوه، رومانټیک د هغو ادیبانو لپاره دوی وضع کړ، چې د کلاسیکو ادیبانو لخوا د جوړ شویو اوصولو او قواعدو څخه په سر غړونې لیکل وکړي او کله چې دا لفظ تر انګلستان ورسید ، دوی د پخواني عشقیه داستان په مانا واخیست.

 په ادبي اصطلاح کې بیا رومنیت لوی او پراخ مفهوم لري او تر شا یې یو ستر پس منظر پروت دی.

په ادب کې د رومانیت تحریک د کلاسیکیت د تحریک ضد عمل دی .
دهغه بنسټ د اصلاح له تحریک وروسته کېښودل شو، مونږ ولیدل چې صنعتي انقلاب او د رومانیت تحریک د یوه ذهني کېفیت زیږنده دي ، د ساینسي لیدلوري د غوړیدا په پایله کې ډیری پخواني عقاید له منځه ولاړل، د ټولنې او د ژوند د اړتیاوو ډولونو هم تغیر وخوړ.

کلاسیکي اوصول پای ته ورسیدل، فلپ، سډني او بولو په دغو اوصولو کې د ځینو بدلونونو په راوړلو د ژوندي ساتلو ډیرې هڅې وکړې ، لیکن د تغیر عمل په هیڅ ډول ونه دریده.


د انګلیسي ادب په ۱۵ مه پیړۍ کې د ځینو بدلونونو نښې تر سترګو کیږي، له هغه وروسته ډرایډن په ښکاره ډول د پخوانیو یوناني اوصولو د تنقید معیار له منلو انکار وکړ، د مذهبي پابندیو څخه یې د راویستو هڅې هم وکړې ، دا کار ورته ستونزمن تمام شو ، ځکه د مذهب اغېز په ټولنه زیات وارد و ، هماغه وو چې په پایله کې شاعري په نښه شوه او سر سختې نیوکې پرې وشوې.

 لنډه دا چې بې کارو ته کار پیدا شو ، د فرانسې انقلاب د ژوند نور اړخونه هم اغیزمن کړل او په همدې سره روماني ادب منځ ته راغی .


رومانیت داسې یو څه دي چې انسان له خپل شاوخوا څخه مطمین شي او په خپل زړه او مرضۍ د خیالي نړۍ جوړول پیل کړي.


ددې تر شا د روسو دا مشهوره خبره بسنه کوي چې: (انسان آزاد پیدا شوی دی خو بیا هم هر ځای په زنځیرونو تړل شوی دی )


د رومانیت څپو یو وخت ټوله اروپا په سر اخیستي وه ، په شاعرۍ کې ورډزورټ، کالرج، شیلي او کېټس په خپلو نظمونو کې د طبیعت ښکلا د رانغاړلو هڅې پیل کړې ، ساده او سلیسه ژبه یې د ادب معیار وباله او د پخواني کلاسیک انداز د ختمولو په لټه کې شول.


به ادب کې د بدلون رامنځ ته کیدو سره په تنقید کې هم روماني نظریې شهرت پیدا کړ او د منلو وړ وګرځید.
ورډزورټ او کالرج د روماني تنقید بنسټ کیښود. 

ورډزورټ د فرانسې د انقلاب پرمهال فرانسه کې اوسیده او هر څه یې په خپلو سترګو لیدل، کله چې انګلستان ته راغی کالرج سره یې لیدنه وشوه ، خپل کتاب لایریکل بالاډز د دویم چاپ په دیپاچه کې یې د روماني تحریک منشور طی کړ، هغه ولیکل چې شاعري یوازې د پاچاهانو او امیرانو لپاره نه ده بلکې نن سبا د عامو وګړو ژبه او موضوعات هم د شعر د معیار برخه ګرځیدلې. د شعري ژبې په لړ کې ورډزورټ د کلیو ژبه معیاري او موزونه بلله ، دده په وینا چې ددغو وګړو لهجه طبیعت ته زیاته نږدې ده، هغه په شاعرۍ کې په ژبه او اسلوب ټینګار کاوه، فطرت او پنځګر ته یې په یوه سترګه کتل ، د فطرت په څېر یې سیده، ساده او تصنع نه پاکې ژبې خپلول غوښتل.

 هغه یقین درلود چې د عامه وګړییزه ژبه زمونږ د جذباتو او احساساتو د بیان غوره وسیله ده ، فطرت ته نږدې اوسیدونکی انسان یې بهتر باله، خو ددې دا مانا نه وه چې ورډزورټ د کلیوالي سولیدلي ژبې د استعمال هم پلوی و.
هغه د ځینو ګوتو په شمېر نظمونو ور اخوا په نورو نظمونو کې یې د ځایي ګړدودونو او محاورو هیڅ څرک نه تر سترګو کیږي.

 له دې مالومولی شو چې هغه یوازې د روزمره ژبې د کارولو مخالف و، تر کومه چې د عمومیت خبره ده ، باید وویل شي چې پخوانیو د لومړي ځل لپاره په زیاتو برخو کې شاهکارې پنځونې وکړې ، اوسنیو ته پکار دي چې د نوي شي په ایجاد او خپلې جلا لارې پیدا کولو کې له یوې نوې جادو او هنره کار واخلي.


ورډزورټ فطرت پرست و د همدې لپاره هغه خوشالي د ذهن لپاره غټه سرمایه بلله او د هغه د ابلاغ لپاره یې یوازیتوب مهم باله.


د هغه له انده کومه لیکنه چې د طبیعت سره د اړیکې په پایله کې پنځول شوي وي، تر ټولو د زیات ارزښت درلودونکې ده ، د همدې لپاره به ورډزورټ دا هم ویل چې شاعري د شخصیت د اظهار یوه بنیادي وسیله ده .


ژباړه: ساجد بهار /خوست 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب