شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهیوناما : د هلمند د دوشنبې د برید پړه پر افغان دولت...

یوناما : د هلمند د دوشنبې د برید پړه پر افغان دولت واچوله

تاند (چهارشنبه د سرطان ۱۱) د هلمند د دوشنبې برید او د یوناما څېړنه، د دې سازمان موندنې ښيي چې د هلمند برید افغان پوځ د طالبانو د یوې حملې په ځواب کې کړی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) پرون پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د دوی څېړنې ښيي چې، د دوشنبې د ورځې مرګونی برید د ملي اردو ځواکونو د طالبانو د یوې حملې په ځواب کې کړی.

یوناما دا نه دي ویلي چې په دې برید کې څو کسان مړه او ژوبل شوي دي، خو تېره ورځ د هلمند د ایمرجنسي روغتون وویل چې، پدې پېښه کې ۳۰ کسان مړه او په لسګونه نور ژوبل دي.

ډاکټرانو د یو شمیر ټپیانو حالت د اندیښنې وړ بللی او ویلي یې دي، چې ممکن د وژل شویو کسانو شمېر زیات شي.

دغه سازمان ویلي، دوی تیار دي چې له حکومت سره په ګډه دا پېښه وڅیړي.

پرون (دوشنبه د سرطان ۱۰) په هلمند کې یو شمېر ولسي خلکو او د مدني ټولنې غړو د دغه ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د وروستیو خونړیو بریدونو پر ضد لاریون وکړ او د جنګ له دواړو غاړو یې وغوښتل چې د ملکي خلکو له مرګ ژوبلې څخه لاس واخلي.

د هلمند د والي له دفتره ویل شوي وه چې لومړی څو راکټونه د سنګین ولسوالۍ د زاړه بازار په مېله ځای توغول شوي، خو دا یې دي ویلي چې راکټونه د افغان پوځیانو لخوا توغول شوي.

عبدالولي احمدزی په هلمند کې د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندان ویلي چې برید قطعاً ددوی له خوا نه ده ترسره شوی.

بلخوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دې برید اصلي عاملین د ۲۰۵ اتل قول اردو ځواکونه بللي دي.

د یوناما او د بشر حقونو د خپلواک کمیسیونو دفتر د وروستیو راپورونو شمېرې ښيي، چې په دې وروستیو کې د ملکي وګړو مرګژوبلې کچه تر بل هر وخت لوړه شوې ده.

1 COMMENT

  1. په هرحالت سره ، زمونږ د بېګناه هېوادوالو د وژلو او ټپیانول پړه د ټالب پر غاړه ده ، ځکه دوی د افغانستان له دولت سره لاتراوسه اوربند ندی کړی ، د خلکو له کورونو او مسکونې سیمو پر دولتي پوستو بریدونه کوي چې په متقابل برید کې نورو ملکي کسانو ته زیان رسیږي. دوی د الله ج د پاک کلام آیتونه سرچپه تعبیروي ، یعني له کفارو سره دوستي او له مسلمانانو سره کینه ، عداوت او قساوت .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب