یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهزلمی خلیلزاد، د جنوبي او مرکزي اسیا د پرمختګ لپاره یو سوله...

زلمی خلیلزاد، د جنوبي او مرکزي اسیا د پرمختګ لپاره یو سوله ییز افغانستان ته اړتیا ده.

تاند (چهارشنبه، سرطان ۱۱) د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیل‌زاد د منځنۍ اسیا هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د افغانستان د سولې او ثبات پر موضوع خبرې کړي.

زلمي خلیلزاد پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي « ما په تاشکند کې ښه ملاقاتونه لرل، ورځ مو له باندنیو چارو وزیر کاملوف او ځانګړي‌ استازي ارګاشف سره پیل کړه او بیا د سي ۵+۱ له پاتو باندنیو چارو وزیرانو (تاجیکستان، ترکمنستان، قزاقستان، قیرغیز جمهوریت) سره یوځای شوو»

خلیلزاد زیاته کړې چې هلته یې پر بېلا بېلو مهمو مسایلو خبرې کړي دي.

دی وايي، امریکا ددغو هېوادونو له خپلواکۍ ملاتړ کوي او هڅه یې داده چې، په یادو هېوادونو کې سترې انکشافي پروژې پیل کړي.

زلمی خلیلزاد وايي، چې د مرکزي اسیا د پینځو هیوادونو په دې غونډه کې یې د بهرنیو چارو له وزیرانو سره خبرې کړي دي.

خلیلزاد ویلي چې باثباته افغانستان د مرکزي او جنوبي اسیا لپاره خورا مهم او د پله حیثیت لري او که افغانستان امن کېږي نو سیمه به د پرمختګ او سولې شاهده اوسي.

هغه له دغو هېوادونو غوښتي څو له افغانستان سره د اقتصادي ودې او پرمختګ برخه کې هکاري وکړي

1 COMMENT

  1. زلمی خلیل زاد درسته خبره کوی چه د جنوبی او مرکزی اسیا د پاره یو با امنه افغانستان ضروری دی : خود با امنه افغانستان د پاره لازمی ده چه باید د تروریزم سرچینه وچه کړل شی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب