Homeخبرونهولسمشر غني د لوګر مرکز پل عالم ښار ته ورسید

ولسمشر غني د لوګر مرکز پل عالم ښار ته ورسید

تاند (چهارشنبه، سرطان ۱۱) ولسمشر غني د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په ملتیا لوګر ولایت ته ورسید.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ولسمشر محمد اشرف غني د یو لوړپوړي دولتي پلاوي په ملتیا نن سهار د لوګر ولایت د عمومي وضیعیت د ارزونې په موخه د یاد ولایت مرکز پل علم ښار ته ورسید.

ټاکل شوې ولسمشر غني په دغه سفر کې د لوګر ولایت د عمومي وضیعیت ارزونه وکړي.

په پام کې ده چې ولسمشر غني به د لوګر ولایت له ملکي نظامي مسؤلینو سربېره له یو شمېر قومي مشرانو، علماوو، مېرمنو، ځوانانو او د بېلا بېلتو ټولنو له استازو سره لیدنه وکړي او د دوی غوښتنې او وړاندیزونه به هم واوري.

ولسمشر غني داسې مهال دې ولایت ته سفر کوي چې په هېواد کې ورځ تر بلې د هوا په ګرمېدا سره جګړه زور اخلي او په یو شمېر ولایتونو کې جګړه ډېره په تېزۍ سره روانه ده.

پدې ورستیو کې د لوګر امنیتي وضیعیت خراب شوی.

دغو جګړو د انساني تلفاتو سربېره د خلکو د ژوند ډېرې برخې له ستونزو سره مخ کړي.

خلک هم وخت ناوخت په حکومت او وسله والو ډلو نېوکې کوي او له ښکلیو خواوو د ملکي تلفاتو د ودریدو غوښتنه کوي.

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...