یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد ننګرهار اوسیدونکي:د کرنې او مالدارۍ ریاست د شاتو مچیو تاریخ تیر...

د ننګرهار اوسیدونکي:د کرنې او مالدارۍ ریاست د شاتو مچیو تاریخ تیر درمل پرې ویشلي

خبریاله: عاقله اسد (چهارشنبه، د سرطان ۱۱) د ننګرهار ولایت د یو شمیر اوسیدونکو په وینا د دې ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د شاتو مچیو روزونکو ته تاریخ تیر درمل ورکړي دي.

د ننګرهار یوه اوسیدونکي ګل محمد تاند ته ویلې، په ننګرهار ولایت کې تیره اونۍ د کرنې او مالدارۍ ریاست دوه ډوله د شاتو مچیو درمل ویشلي چې یو یې په پاکټ او بل یې په بوتلونو کې و چې د ځینو درملو تاریخ تیر شوی و.

هغه زیاته کړه د کرنې او مالدارۍ ریاست دې د شاتو مچیو د تاریخ تیرو درملو ویش بند کړي او پر ځای دې سم او مناسب درمل پر خلکو وویشي.

د شاتو مچیو کارو باریان وایي که دوی تاریخ تیر درمل خپلو مچیو ته ورکړي نو دا کار به یې مچیو ته ډیر زیان ورسوي او له ګڼو مالي ستونزو سره به یې مخ کړي.

دوی د کرنې له ریاسته ګیله لري او وایي، ډیر کله یې یاد ریاست غږ نه اوري خو کله یې چې اوري بیا تاریخ تیر درمل ورکوي.

د شاتو مچیو روزونکي وایي دوی تاریخ تیر درمل بیرته ریاست ته سپارلي دي.

د روزونکو په وینا، دا یې په تیرو لسو کلونو کې لومړی ځل و چې دې ریاست د شاتو مچیو له کاروباریانو سره مرسته وکړه.

هغوی وویل، دا ستونزه یې د کرنې له ریاست سره شریکه کړه خو هغوی پرې هیڅ غوږ ونه ګراوه.

بل لورته د کرنې ریاست مسولین هم مني چې دوی په خلکو د شاتو مچیو تاریخ تیردرمل ویشلي دي.

د یاد ریاست ځینې مسولانو ویلي، درمل تاریخ تیر دي خو په خبره یې، د کرنې وزارت له لوري دوی ته ویل شوي چې دغه درمل چې تاریخ یې تیر دی یوکال نورهم کارکوي.

نوموړی وایي دوی د دې درملو د ویش لړۍ درولې او دا ستونزه یې بېرته د کرنې او مالدارۍ وزارت سره شریکه کړې ده خو زیاتوي له وزارت څخه یې تراوسه هیڅ ځواب نه دی ترلاسه کړی.

بل لورته ځینې کروندګر بیا د کرنې ریاست په بې غورۍ تورنوي او وایي پر دې سربیره ډیر نور کارونه یې هم ګډووډ او اغیزمن نه دي.

یاد کروندګران په ډیرو برخو کې له ستونزو سر ټکوي.

کروندګر زیاتوي، هیڅکله د کرنې ریاست ورسره پر وخت مرسته نه ده کړې او نه یې هم ستونزو ته چا پاملرنه کړې ده.

د خلکو پر وینا باید اړونده ادارې  د شاتو مچیو د روزونکو ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي ځکه دوی په خپله برخه کې تر خپلې وسې ډیره پانګونه کړې ده او زیاتې ستونزې یې ګاللې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب