Homeخبرونهپه کونړ کې کروندګرو له هندواڼو۴۰ ملیونه افغانۍ عاید ترلاسه کړی

په کونړ کې کروندګرو له هندواڼو۴۰ ملیونه افغانۍ عاید ترلاسه کړی

تاند (چهارشنبه، سرطان ۱۱) د کونړ ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسولان وايي، د دې ولایت کروندګرو سږکال د هندواڼو له حاصلاتو شاوخوا ۴۰ میلیونه افغاني عواید ترلاسه کړي.

د کونړ د کرنې او مالدارۍ رئيس نجیب الله وایي، سږکال د دې ولایت په خاص کونړ، څوکۍ، نرنګ او سرکاڼو ولسوالیو کې په څه باندې ۱۰۰۰ جریبه ځمکه کې هنداوڼې کرل شوي دي.

نوموړی زیاتوي، سږني حاصلات یې د تېرو کلونو په پرتله ډیر زیات وو او بزګران هم خوښ دي. د کونړ ولایت د کرنې رئیس زیاته کړه، سږکال په دې ولایت کې له ۱۰۰۰۰ نیولې تر ۱۲۰۰۰ ټنو هندواڼې تولید شوې دي. هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه، د کونړ هندواڼو اخیستلو ته له لرې پرتو ولایتونو خلک هم ورځي. کروندګر هم خوښ دي چې سږکال یې د هندواڼو حاصلات تر بل هرکال ډیر دي او ډیره ګټه یې ترې ترلاسه کړې ده. خو دوی د کرنې له ریاسته په کرنیزه برخه کې د مرستو غوښتنه کوي او وایي که پر وخت یې لاسنیوی وشي نو په هره برخه کې به یې حاصلات تر نورو ډیر وي. ځايي خلک هم د نورو سیمو په پرتله کونړۍ هندوانې خوندورې بولي او له دولت او پانکوالو غواړي چې د باغدارۍ سکتور په لا پیاوړتیا پانګونه وکړي. کرنیز پوهان هم په دې باور دي چې اوسمهال د ډيرو خلکو پام باغدارۍ ته اوښتی او د کرنې ریاست ته هم په کار ده چې په دې برخه کې له دوی سره مرسته وکړي.

په کونړ کې د نارنج، لیمو، مالټې، زردالو او الوچو ترڅنګ اوس د چهارمغزو او شفتالو په باغونو کې هم میلیونونه افغانۍ پانګونه شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...