شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبلیکوالي څه شی!؟ / حامد حقمل

لیکوالي څه شی!؟ / حامد حقمل

لیکوالي له لیک څخه اخیستل شوې او د لیکنې او مفهوم وړاندې کوي، لیکوالي چې له نوم څخه یې له ورایه ښکاري د پاڼې پر مخ د خپل فکر انځورول دي!

ډیری د ادب پوهان په دې باور دي، چې لیکوالي هغه یو ځانګړی مهارت دی چې د هغه په واسطه یو شخص وکولی شي، د ټولنې شته ناخوالې او دردونه په هنري بڼه وړاندې او د ټولنې حقیقتونه وسپړي.

د دې مسلک پر مټ انسان کولی شي، لوړ معنوي ارزښتونه تر لاسه کړي. لیکوالي د یو انسان په یوه بډایه ذهن او د هنري قلم پر مټ تر سره کېږي.

قلم  هغه پاک او سپېڅلې اله ده چې الله ج پرې قسم خوري چې پرې لیکل د لیونیانو کار نه دی؛ نو په سیاسي ، اقتصادي، ادبي او نورو ټولنیزو چارو کې چې یو څوک غواړي خپل مطلب او مفهوم تر نورو ورسوي؛ نو د لیکوالۍ پر مټ دا چاره شونې ده.

که یو ویناوال یو ښه لیکوال ونه اوسي، هغه نشي کولی خپل مفهوم او پیغام تر نورو سم ورسوي.

لیکوال یو حساس او ځیرک انسان وي، د ټولنې دردونه او ناخوالې هر څوک ویني او ګوري خو څومره چې لیکوال ورته متوجه زیاته وي هغسې بیا د ټولنې نور وګړي متوجه کېږي نه.

نو لیکوال باید په داسې بڼه خپل پیغام ولس ته وړاندې کړي چې ولس له خرافاتي عقیدو را وګرځوي او یو سم لوري ته یې ورکړي.

د وخت له نوې تکنالوژۍ سره د هغوی احساسات او عواطف را ژوندي کړي یو ملي احساس ورکړي د ټولنې ناسمې په داسې بڼه ټولنې ته وړاندې کړي، چې څنګه اړین او لازم وي.

په ټوله کې ویلی شو چې لیکوال دنده د حقایقو تر څنګ یې د حللارو وړاندې کول هم دي.

لیکوال باید لاندې ټکو ته جدي پاملرنه وکړي!

۱ـ لیکوال چې کوم څه لیکي باید مفهوم یې ډير روښانه وي، ځکه د یوې ښې لیکنې یو اساسي ځانګړنه ښه انشا‌ء ده چې ګونګ والي او پیچلتا ونه لري.

۲ـ له پیچلو او سختو اصطلاحاتو ډډه وکړي، له داسې کلمو کار واخلي چې ښه مفهوم وړاندې کړي او ښه مفهوم په ښو الفاظو کې وړاندې شي.

۳ـ سلاست او رواني د یوې لیکنې بله ځانګړنه ده، چې لیکوال یې باید د لیکوالۍ پر مهال په پام کې ونیسي.

۴ـ لیکنه باید جذابیت ولري.

۵ـ د لیکوال لپاره چې تر ټولو زیات اړین دي، هغه په لیکنه کې ګرامري اړخونه دي، چې په لیکنه کې ښه ژبه وکاروي، لیکنه یې باید پر ګرامري اصولو ( صرف او نحوه، نحوي ترکیبونه او د جملو جوړښت، مبدا او خبر… ) په ښه شکل په پام کې نیولی شي.

۶ـ لیکوال چې لیکوالي کوي باید په معیاري ژبه یې وکړي او لهجوي لاړ نه شي، هره ژبه بېلا بېلې لهجې او ګړدودونه لري خو د لیکنې لپاره بیا په هره ژبه کې یوه لهجه غوره کېږي هغه لهجه چې د هېواد په هره برخه تاثیر ولري.

نو په نتیجه کې ویلی شو چې لیکوالي یو ستونزمن مسلک دی، په لیکنه کې باید هر مهال خپل مخاصبین په پام کې ونیول شي، یعنې د هغوی له پوهې او درک سره سمه لیکنه وشي.

په درنښت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب