پنجشنبه, مې 15, 2025
Home+پوښتنه/ د اسیه محرابي شعر

پوښتنه/ د اسیه محرابي شعر

دا د دوو ښځو ميړونه ډېر قوي دي؟
باوقاره، غيرتمن يا که تنکي دي؟

د فېسبوک د شاعرانو بد مستۍ کې
يا مدهوشه، لیونۍ شي يا ياغي دي

اې، دې لوستو ليسانسو ته چې زه ګورم
د نالوستو پسمانده وته ستي دي

د حيثيت، نوم او نښان له حلقې ووځي
اما خيال کوي چې دوی ډېرې نامي دي

رنګ او خوند له ها غزل نه څنګه واخلم؟
چې د ښځو په نوم ليکي، خو سړي دي؟

له يوې خوا د ښځې حق له واکدار غواړي
بيا همدوی پر بنو ورشي، عُقده يي دي

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب