تاند (سې شنبه، د غويي/ ثور ۲ مه) د پاکستان د کورنیو چارو وزارت نن (سې شنبه) وویل چې په تېرو درې اوونیو کې تر ۱۰۰ زره زیات افغانان له پاکستانه وتلي دي.
پاکستان د اپرېل پر ۱مه د افغانانو د جبري ایستلو پراخ کمپاین پیل کړ او هغوی یې “ترهګر او مجرمان” وبلل.
د فرانس پریس اژانس د راپور پر اساس شنونکي وايي، پاکستان د دې لپاره دافغان کډوال باسي چې پر ګاونډي افغانستان فشار واچوي، ځکه اسلاماباد تور پورې کوي چې طالبان د ټي ټي پي د جنګیالیو ملاتړ کوي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت فرانس پرېس خبري آژانس ته ویلي: «یوازې د اپرېل په میاشت کې ۱۰۰۵۲۹ افغانان له هېواده وتلي دي.»
د اپریل له پیله، هغه مهال چې د وتلو وروستۍ نېټه ختمه شوه، د افغان کورنیو کاروانونه د تورخم پر لور روان شوي. دوی افغانستان ته ستنېږي، چې له بشري بحران سره مخامخ هېواد بلل کېږي.
۲۷ کلن ځوان الله رحمان، چې د شنبې په ورځ یې په تورخم کې له فرانس پریس سره خبرې کولې، وویل: «زه په پاکستان کې زېږېدلی یم او هیڅکله مې افغانستان نه دی لیدلی. وېرېدم چې پولیس به ما او زما کورنۍ سپک کړي. اوس له بې وسۍ بېرته افغانستان ته ستنېږو.»
د افغانستان د طالبانو د حکومت ريیس الوزرا ملاحسن اخوند د شنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر اسحاق ډار سره د هغه د لنډ سفر پر مهال، د اسلاماباد دا “یواړخیز اقدامات” وغندل.
اخوند له پاکستاني چارواکو وغوښتل چې «په عزت د افغان کډوالو بېرته ستنیدو شرایط برابر کړي او شرایط ورته اسانه کړي.»
د پاکستان په سند او پنجاب ایالتونو کې میشتو افغانانو ویلي، له څو اوونیو راهیسې د پولیسو له لوري ځورول کېږي، نیول کېږي.
که څه هم ډېری خلک په خپله خوښه وځي چې له جبري ایستلو بچ شي، خو د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمېشنري UNHCR ویلي، یوازې د اپرېل په میاشت کې په پاکستان کې ۱۲،۹۴۸ تنه کډوال نیول شوي، چې دا د تیر کال تر ټول شمېر ډېر دی.
ماشومان هم اخراجېږي
د پاکستان امنیتي ځواکونه ډیورند کرښې ته نژدې له پراخو فشارونو سره مخامخ دي. دا فشار یوازې د ټي ټي پی له لوري نه دی بلکې بلوڅ بېلتون غوښتونکي هم پر پاکستاني پوځیانو خونړي بریدونه کوي.
تېر کال په پاکستان کې تر ټولو وژونکی کال و، چې په تېرو لسو کلونو کې یې ساری نه و.
د پاکستان حکومت زیاتره وخت افغان کډوال په بریدونو کې ښکېل ګڼي او پر کابل تور پورې کوي چې وسلهوالو ته پناه ورکوي، هغه تورونه چې طالبان یې ردوي.
په تېرو څو لسیزو کې میلیونونه افغانان د جګړو له امله پاکستان ته کډه شوي دي، او له ۲۰۲۱ کال راهیسې چې طالبان بېرته واک ته ورسېدل، سلګونه زره نور هم ور زیات شوي دي.
په پاکستان کې یو شمېر خلک د افغان کډوالو له زیاتوالي ستړي شوي، په ځانګړي ډول چې امنیتي او اقتصادي ستونزې ډېرې شوي دي.
۴۱ کلن سلماني، تنویراحمد، قرانس پریس ته وویل: «هغوی دلته پناه اخیستې وه، خو کارونه یې پیل کړل، کاروبارونه یې جوړ کړل. دوی د پاکستاني خلکو کارونه واخیستل، هغه خلک چې له مخکې نه له ستونزو سره مخ دي.»
د UNHCR د معلوماتو له مخې، له پاکستانه په ایستل شویو افغانانو کې تر نیمایي زیات ماشومان دي.
هغه ښځې او نجونې چې افغانستان ته ستنېږي، هلته له ثانوي ښوونځي وروسته تعلیم ته اجازه نه لري او په ډېرو برخو کې کار ته هم نه پرېښودل کېږي.
په ۲۰۲۳ کال کې د اخراج په لومړۍ پړاو کې سلګونه زره بې اسنادو افغانان په څو اوونیو کې له پاکستانه وشړل شول.
په مارچ میاشت کې د اعلان شوې دوهمې مرحلې له مخې، د پاکستان حکومت د ۸ لکه افغانانو د اقامت اسناد لغوه کړي او له لسګونو زرو نورو کسانو یې غوښتي چې د اپرېل تر پایه باید وځي.
یوه دوکاندار چې نوم یې نه دی اخیستل شوی فرانس پریس ته ویلي: «افغانان هغه کارونه کوي چې پاکستانیان یې شرموونکي بولي، لکه د کثافاتو ټولول. هغوی چې لاړ شي، دا کار به بیا څوک کوي؟»