پنجشنبه, مې 22, 2025
Homeخبرونهولسمشر ټرمپ یوه افغان الاصله امریکايي د افغانستان د چارو مشره وټاکله

ولسمشر ټرمپ یوه افغان الاصله امریکايي د افغانستان د چارو مشره وټاکله

تاند (سې شنبه، د غويي/ ثور دوهمه) ولسمشر ټرمپ مریم کبیر سراج بی‌شاپینګ، چې ۳۳ کلنه ده او د افغان شاهي کورنۍ اولاده ګڼل کېږي، د افغانستان لپاره د متحدو ایالتونو د باندنیو چارو وزارت مرستیاله وګومارله.

بی‌شاپینګ به د خپلې نوې دندې له مخې د جنوبي او منځنۍ آسیا د چارو ریاست تر چتر لاندې د امریکا د افغانستان د پالیسۍ څارنه کوي.

دا د ولسمشر ټرمپ له خوا د افغانستان لپاره لومړنۍ سیاسي ټاکنه ده. مریم بی‌شاپینګ په کلیفورنیا کې زېږېدلې او لویه شوې ده، او نژدې دوه اوونۍ مخکې یې خپله نوې دنده پیل کړې ده.

تر دې وړاندې هغې د امریکا د استازو جرګې د بهرنۍ اړیکو کمیټې د مشرې د مشاورې او د یوې فرعي کمېټې د رئیسې په توګه کار کړی. په دغه رول کې هغې له افغانستان څخه د ۲۰۲۱ کال د امریکا وتلو په اړه د کمېټې څېړنې هم رهبري کړې وې.

تر کانګرس مخکې، بی‌شاپینګ د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي سلاکار په دفتر کې د حقوقي سلاکارې په توګه دنده ترسره کړې وه. هغې همداراز د امریکا د استیناف محکمې د درېیمې حلقې له قاضي کینټ جوردن سره د قانوني مرستیالې په توګه کار کړی، او د نیویارک په دوو سترو حقوقي شرکتونو Gibson, Dunn & Crutcher LLP او Weil, Gotshal & Manges LLP کې یې حقوقي عملیه ترسره کړې ده.

بی‌شاپینګ د ویرجینیا پوهنتون د حقوقو له پوهنځي څخه د حقوقو ماسټري (J.D.) او په لاس انجلس کې له کلیفورنیا پوهنتون څخه د لیسانس سند لري.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د ژوند ۶۶ کاله پوره او اوه شپیتم کال پيل شو

شاه‌محمود میاخېل زما د کلیزې ورځ په روغتون کې وه. یو وړوکۍ د سرعملیات مې درلود او اوس ښه یم. د یوې اوونۍ نه زیاته...