څه موده پخوا مې د کاندید اکاډمیسین “محمد انور نومیالي” د شوروي اتحاد یونلیک (هغه پلا او دا پلا) ولوست، ډېر جالب او خوندور راته ښکاره شو، وروسته مې یو ملګري ته د دې کتاب یادونه وکړه، هغه سمدستي راغبرګه کړه: لېواله! انور نومیالی مه لوله، عقیده در خرابوي!
محمد انور نومیالی د پښتو ژبې محقق، شاعر، لیکوال او ژباړن و، دی په 1928م کال کې په کندهار کې وزېږېد. محمد انور نومیالي خصوصي تحصیلات او دینې زدکړي د دستار تړلو تر درجې پورې بشپړې کړې دي او په ځوانۍ کې د یو ځیرک ملا په توګه پیژندل شوی و.
څه موده وروسته حوادث داسې راغلل چې ملا نومیالي د ملایي لنګوټه لرې وغورځوله او د فلسفې او عصري علومو لور ته یې مخه کړه. ده په فلسفه، ټولنپوهنه او ادبیاتو کې پراخه مطالعه وکړه او روسي، انګلیسي، عربي او ډنمارکي ژبې یې هم د مورنۍ پښتو او ملي فارسي ژبو په شان زده کړې.
د ښاغلي انور نومیالي دغه یوناڅاپي تغیر ډېر کسان زما د ملګري په څېر بدګومانه کړل، چې تر اوسه د نومیالي افکارو او نظریاتو ته د شک په سترګه ګوري.
خدای شته زه مې د ملګري پورتنۍ خبرې حیران او خپه کړم، خو د نومیالي صاحب د نورو اثارو لوستلو ته مې تلوسه لا زیاته شوه.
انور نومیالی د ګڼ شمېر اثارو خاوند دی، مقالې یې لیکلې او له نورو ژبو یې خورا پخې، درنې او علمي لیکنې پښتو ته را ژباړلې دي.
له بده مرغه زه یې د نورو اثارو په موندلو کې پاتې راغلم، خو ځینې خورې، ورې مقالې او د “انسانستان” په نوم یوه د مقالو کوچنۍ ټولګه مې ومونده، چې په 2012م کال په کوټه کې پښتو ادبي غورځنګ خپره کړې وه.
د دغو مقالو له لوستو وروسته زه په دې یقیني شوم چې له نومیالي صاحب سره د ده د لیکنو له امله نه، بلکې د ده د شخصیت له امله مېرنی چلند شوی دی.
زموږ د کره کتنې یو منفي اړخ دادی چې تر ډېره د شعر او لیکنې پر ځای، په شاعر او لیکوال خبرې کوو، که یو څوک د بلې عقیدې، یا بل ګوند سړی وي، نو په همدې خاطر یې شعر یا لیکنه غندل کېږي.
د پښتو ژبې د یو بل شاعر و لیکوال ارواښاد لایق صاحب ځینې پلویان او خواخوږي تر اوسه په دې باور دي چې له لایق سره مېرنی چلند کېږي او هومره څه لا د ده په ژوند او فن نه دي ویل شوي، څومره چې باید ویل شوي وای.
زما په اند که د انور نومیالي خواخوږي هم، د لایق د پلویانو غوندې ګیله وکړي، نو ګیله به یې تر ډېره په ځای وي.!
په هر حال د انور نومیالي شخصیت په خپل ځای، خو د نوموړي لیکنې د اوچتو او عالي لیکنو په ډله کې راځي.
د نومیالي صاحب یوه ښه ځانګړنه داده چې پر نویو موضوعاتو لیکل کوي، مسایلو ته له نوې زاویې ګوري، د نورو خبرې نه تکراروي او معمولاً نوې خبرې کوي.
پوهان د ښه لیکوال یوه ځانګړنه دا یادوي چې باید صادق او رښتینی وي، د زړه خبرې وکړي. د دوی په اند لیکوال دا حق لري چې د ځینو اجتماعي یا شخصي مصلحتونو په خاطر ځینې خبرې و نه کړي، خو دا حق نه لري چې کومې خبرې کوي، هغه یې د زړه خبرې نه وي.
انور نومیالی د ښه لیکوال پورتنۍ ځانګړنه هم لري، دی معمولاً هغه خبرې کوي، چې د ټولنې خیر پکې ورښکاري او د ده د زړه خبرې وي.
بله دا چې نومیالی صاحب له خپلو لیکنو د ځان لپاره د تبلیغاتو ذریعه نه جوړوي، مطلب دا چې ځان په خپلو لیکنو کې د ځینو لیکوالو غوندې پوه، هوښیار او نېک نه معرفي کوي.
نوموړی چې کله روسیې ته سفر وکړي، هلته په هوټل کې اطاق نیسي، په اطاق کې یو ډېر نازک چپرکټ وي(البته نازک ښکاري) دی لیکي چې خورا په احتیاط به په دې چپرکټ کښېنستم او ویدېدم چې مات نه شي.
بله ورځ ځینې ملګري اطاق ته راغلل او ټول په دې چپرکټ ناست و، ما هره شېبه فکر کاوه او بېرېدم چې اوس به ماتېږي، اوس به ماتېږي، خو هغه تر پاته مات نه شو…
یو بل ځای لیکي:
“روسۍ ښځې راته وویل چې “ابایا” پېژنې؟ ما په ځواب کې ورته وویل هو! ځکه ما داسې فکر وکړ چې ښایي د ختیځ پیژندنې هغه عالمه میرمن به راښيي چې “ابایوا” نومېدله. ښځې زیاته کړه چې سبا به هلته راشې او خپل صحي معاینات به تکمیل کړې. زه اریان سوم چې دا اوس څه وایي او زه په کوم چورت کې یم. زما انډیوال بېرته خپلې کوټې ته ولاړ او روسي ښځه ما اطاق دننه راوبلله.
تر څو سمو او ناسمو جملو وروسته رامعلومه سوه چې ابایا د یوه سړک نوم دی او هلته یو پولي کلنیک واقع دی او زه په دې محکوم سوی یم چې هلته باید صحي معاینات تر سره کړم.”
انور نومیالی د دغسې ګڼو ځانګړنو تر څنګ یوه بله ښه ځانګړنه دا هم لري چې په خپلو لیکنو کې ډېر جالب طنز کاروي. نوموړی ځینې وخت په بعضي څېزونو، اشخاصو او موضوعاتو ډېرې عمیقې نیوکې په داسې طنزي ژبه کوي چې په لوستونکو بدې نه لګېږي او آن د خندا باعث یې ګرځي.
دی د “خرکډو” تر عنوان لاندې مقاله کې یو ځای په هغو ژبپوهانو چې د ژبې نوې کولو ته سخت لېواله دي او هڅه کوي چې هر څه ته باید ژر په خپله ژبه کې یو بدیل پیدا کړي، داسې نقد کوي:
“ښځمنې باید شکر وکاږي چې زموږ د خروکډوانو له خوا څخه د “خرې کډۍ” ترکیب لا تر دې آنه د ژبې بهیر ته نه دی راغلی. خدای دې د ژبې ډاکټران په دې نیمګړتیا باندې نه خبروي، ولې که یې ورپام سو، نو چې مخ را اړوې بیا به یې د بي بي سي له لارې د ویندویانو د وچ تکرار په زور پښتو ته ورننباسي.”
له بده مرغه د پښتو ژبې د دغه محقق، شاعر، لیکوال او ژباړن له ژوند و فن سره لا ډېر خلک نااشنا دي. د پښتو ژبې د قلم خاوندانو ته بویه چې د نومیالي صاحب اثار ولولي او د نوموړي له فکرونو او نظریاتو سره عام لوستونکي بلد کړي.
Facebook
Twitter
LinkedIn
E-mail