لیکنه: سید خان
که اصل ته وکتل شي نو سوداګري او اقتصاد یو له بل سره لازم او ملزوم دي او آن په ځينو برخو کې يې توپير هم نشي کېدای او کارونه يې سره مشترک او یا دومره نږدې وي چې تفکیک يې ګران وي.
د هر شخص چې سوداګري ښه ده نو اقتصاد يې هم پياوړی او ښه دی او برعکس د هر شخص چې سوداګري خرابه وي نو اقتصاد يې هم خراب وي.
په هېوادونو کې هم همداسې ده، یعنې د هر هېواد چې سوداګریزې تګلارې ښې او بریالۍ وي نو په هماغه اندازه يې اقتصاد هم پياوړی وي.
تجارت اوسنۍ یا عصري زمانې ابتکار نه دی، بلکې له لرغونو زمانو او آن د بشر له پیدايښت سره سم انسانانو د خپلو اړتیاوو د پوره کولو په موخه پيل کړی خو د نوې ټکنالوژۍ په ایجاد سره يې ډېر پرمختګ موندلی دی.
که پخوا تجارتي مالونه له یوې سیمې بلې سیمې ته د اوښانو یا نورو حیواناتو په وسیله انتقالېدل، نن دغه توکي په بېړیو، الوتکو، موټرو او اورګاډیو کې لېږدول کېږي.
دغه راز که پخوا راکړه ورکړه د جنس په مقابل کې کېدله نو نن د پیسو په وسیله کېږي او آن په داسې وسیله کېږي چې فزیکي پیسې پکې لاس په لاس نه کېږي، بلکې د بانکونو له لارې لېږدول کېږي.
که پخوا بشر پردې باور و چې د یوه ملک اقتصاد د تجارتي مالونو د لېږد رالېږد په وخت کې د ګمرکي مالیو په اخیستلو سره قوي کېږي، خو اوس چین یو نوښت کړی او پر ډېری هېوادونو يې ګمرکي تعرفې لغوه کړې نو دې کار بشپړ اړ کړی چې د تجارت د ښه کېدو په اړه د پخوانۍ تګلارې د بدلون په اړه غور وکړي او په دې فکر کې شي چې ګمرکي تعرفو لغوه کېدل د ګمرکي تعرفو په نسبت پياوړی کوي.
د نړۍ د ستر اقتصادي قدرت په توګه د چین له خوا په دې وروستیو کې د لسګونو وروسته پاتې هېوادونو ګمرکي تعرفې لغوه اعلان کړې او دا اقدام د پورته ذکر شوې خبرې د تایید ښه ثبتوت دی چې اوس ګمرکي تعرفې د تجارت لپاره ګټه نه لري خو یو شمېر هېوادونه په قصدي ډول د خپلو سیالانو د ضعیفولو په موخه لا هم له ګمرکي تعرفو څخه د ګټې اخیستو په لټه کې دي.
څه موده مخکې (د ډسمبر په ۱۱مه او ۱۲مه په پلازمېنه بېجینک کې د «چین د مرکزي اقتصادي چارو غونډه» جوړه شوه چې پکې پر ځينو جالبو او د پام وړ مسایلو بحث وشو.
د «Kärcher » نړیوال شرکت د چین څانګې رییس تانګ شائودونګ د دې غونډې په اړه ویلي، په دې کنفرانس کې د چین د اقتصاد د تلپاتې ودې پر ساتلو ټینګار وشو او دې پر ما ډېره اغېزه وکړه.
دی وايي، په لا بشپړه او فعاله توګه د سترو سیاستونو اجرا کېدل او د داخلي تقاضا زیاتېدل او پراخېدل هغه څه دي چې په چین کې د بهرنیو شرکتونو پانګونې لپاره ډېر اهمیت لري.
دی وايي، خلک له نړیوال منظره دا ښه درک کوي چې یاد کنفرانس نه یوازې خپله د چین د داخلي چارو لپاره ګټور دی، بلکې په نوي کال کې به د نړیوالو لپاره د مشتریانو د پراختیا په برخه کې هم فرصتونه رامنځته کړي.
بهرنۍ رسنۍ پردې باور دي چې چین به په ۲۰۲۵ میلادي کال کې اقتصادي ننګونو ته ځواب ووايي او اقتصادي وده به په یوه لا مثبته دیدګاه سره وساتي، داسې چې د چین پر اقتصاد او آن نړیوال بازار به ژور تاثیرات ولري.
دغه راز د «ZEISS » نړیوال شرکت د چین څانګې رییس ماکسیمیلیان فارست هم ویلي چې چین به په نړۍ کې پر یوه ستر ثروت ایجادوونکي په توګه بدل شي او په وینا يې چې د چین بازار دومره لوی او متنوع دی چې سترګې نشي ورباندې پټېدای.
نو د اقتصاد په برخه کې د چین ځایګاه ته په پام سره ویلای شوو چې نړیوال په ځانګړې توګه وروسته پاتې او مخ پروده هېوادونه د تجارت په برخه کې د دغه هېواد له تجربو څخه زده کړه کولای شي.