تاند (په جرمني کې څېړونکي په یوه تازه څیړنه کې د حافظې په پیاوړتیا کې د ژور خوب پر کلیدي رول پوه شوي دي. د دې څیړنې پایلې چې په “نیچر کمیونیکیشن” خپرونې کې خپرې شوې دي، ښيي چې د ژور خوب په مرحلو کې جوړېدونکي ورو مغزي څپې کولای شي د مغزي حجراتو (نیورونونو) ترمنځ اړیکې قوي کړي او معلومات د اوږدې مودې لپاره حافظې ته ولیږدوي.
د برلین د طبي پوهنتون په شاریته انسټیټیوت کې د نیوروفیزیولوژۍ رییس پروفیسر یورګ ګایګر، چې د دې څیړنې له لیکوالانو څخه دی، وايي: «موږ کلونه وړاندې پوه شوي وو چې ورو څپې د حافظې په جوړولو کې مرسته کوي، خو موږ تراوسه نه پوهېدو چې دا څپې دا بهیر څنګه پرمخ وړي.»
دا څیړنه ټینګار کوي چې د خوب په ترڅ کې مغز پر ورځنیو پیښو بیاکتنه کوي او معلومات د لنډمهاله حافظې له مرکز (هیپوکامپ) څخه د اوږدمهاله حافظې مرکز (نیوکورتکس) ته لیږدوي.
پروفیسر ګایګر او د هغه ډلې په دې څیړنه کې د انسان د مغز له سالمو انساجو څخه، چې ډېره نادر دي، کار اخیستی دی د هغو پروسو د روښانولو لپاره کار اخیستی چې اختمالاً د ژور خوب په ترڅ کې د حافظې په جوړولو کې رول لري.
د څیړونکو په وینا، ورو بریښنايي څپې د سیناپسي اړیکو په قوت اغیزه کوي او په پایله کې د هغوی د جذب ځواک زیاتوي.
په دې څیړنه کې، څېړونکو د ۴۵ ناروغانو له مغزي نسجونو څخه کار واخیست، چې دا نسجونه د میرګي یا د مغزي تومور د درملنې لپاره له جراحۍ وروسته ترلاسه شوي وو. دا نسجونه تر ۴۸ ساعتونو پورې په لابراتوار کې وساتل شول، او څېړونکو په هغوی کې ورو مغزي څپې تقلید کړې.
څیړونکو وموندله چې د مغزي حجراتو ترمنځ اړیکې د ولټاژ د نوساناتو په ځانګړي وخت کې خپل اعظمي ځواک ته رسیږي.
د شاریته انسټیټیوت څیړونکی او د دې څیړنې مخکښ لیکوال فرانتس زافر میترمیر، وايي چې په دې لنډه دوره کې، د مغز قشر په خپل اوج کې وي. که مغز په همدې وخت کې یوه خاطره بیا رابرسېره یا راپه یاده کړي، هغه خاطره په ډېر اغېزمن ډول اوږدمهاله حافظې ته لیږدول کیږي.
پروفیسر میترمیر زیاته کړه: «له همدې امله ژور خوب د دې لنډو دورو لپاره د مغز قشر په چمتو کولو سره د حافظې په جوړولو کې مرسته کوي.»
ساینسپوهان هیله لري چې د دې څیړنې پایلې به د حافظې د تقویه کولو د درملنې په پرمختګ کې مرسته وکړي، په ځانګړې توګه د زړو او هغو کسانو چې د حافظې نیمګړتیا لري.