Homeخبرونهد ځمکو د غصب کمېسیون یوه میاشت کې له ۲۰ زره جریبه...

د ځمکو د غصب کمېسیون یوه میاشت کې له ۲۰ زره جریبه زیاته ځمکه له غصب راګرځولې

تاند ( چهارشنبه د لیندۍ ۲۸مه) د طالبانو د حکومت ‏د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې په کندهار، کندوز، جوزجان، غور، خوست او پنجشېر ولایتونو کې ۲۰ زره ۳۷۶ دولتي ځمکه له قانوني پړاو وروسته را ګرځولې ده.

د طالبانو د عدلیې وزارت وایي، د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې تر ټولو زیاته را ګرځول شوې ځمکه په کندهار ولایت کې وه چې ۹ زره ۶۱۰ جریبه ځمکه پکې شامله ده.

یاد وزارت وایي، دغه راز د ځمکو له غصب څخه تخنیکي غړو د یادې میاشتې په اوږدو کې نږدې ۳۱۷ زره جریبه دولتي ځمکه د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې تثبیت کړې او تر ۳۷۵ زره جریبه نوره ځمکه په ۳۱ ولایتونو کې تر څېړنې لاندې نیول شوې ده.

سرچینه زیاتوي،چې د حاکمیت له پیل څخه یې تر دې دمه په هېواد کې د غاصبینو له منګولو میلیونونه جریبه دولتي ځمکې را ګرځول شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د يوويشتمي پېړۍ ليڪ | زهير سپېڅلی 

"د يويشتمې پېړۍ ليڪ" فقط يو ليڪ نه دی، يو ناول دی. ښاغلي محبوب شاه محبوب ليڪلی دی. مومند خپرندويي ټولني په لومړي ځل...