Homeخبرونهافغانستان له ازبکستان سره د برښنا قرارداد تمدید کړ

افغانستان له ازبکستان سره د برښنا قرارداد تمدید کړ

تاند ( چهارشنبه د لیندۍ/ قوس ۲۸مه) د طالبانو د حکومت د برېښنا شرکت عمومي اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالباري عمر او ورسره مل پلاوي ازبکستان ته د سفر پر مهال د دې هېواد د انرژۍ وزیر سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې له ازبکستان څخه افغانستان ته د برېښنا لېږد د ۵۰۰کیلو ولټ مزي په اړه تر خبرو وروسته هوکړه شوې، چې د تر یوه بشپړ تخنیکي بحث وروسته به یې چارې پیل شي.

دغه راز د دې سفر پر مهال ازبکستان سره د ۲۰۲۵ کال لپاره د برېښنا د پېرودلو تړون هم لاسلیک کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو حکومت ادعا کوي، چې په تېرو درېیو کلونو کې یې په هېواد کې د ننه د اړتیا وړ برېښنا تامین او دې برخه کې یې یو شمېر پروژې هم پیل کړي، څو افغانستان له وارداتي برېښنا خلاص او په خپل ځان بسیا شي.

عام افغانان هم تمه لري، چې د طالبانو حکومت به له خبرو تر عمله د برښنا ستونزه حل کوي او پر داخلي سرچینو به پانګونه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...