یکشنبه, اپریل 28, 2024
Home+لپاره | اسدالله غضنفر

لپاره | اسدالله غضنفر

دغه وییکی چې (د پاره) او(له پاره)هم لیکل شوی دی، نن سبا په افغانستان کې معمولا (لپاره)لیکل کېږي. (لپاره) په جمله کې له یوه بل وییکي یعنې (د) سره په شریکه راځي: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازی، د خلکو لپاره کار… د دال او (لپاره) ترمنځ یو اسم یا اسمي عبارت وي.

(د….لپاره) جوړه د کومو معناوو په لېږدولو کې برخه اخلي؟ معادلې بڼې یې کومې دي؟ د غیرضروري او ناسم استعمال مثالونه یې کوم دي؟ دا لیکنه همدې پوښتنو ته د ځواب یوه هڅه ده.

                  ———–

(۱) د څومره وخت لپاره رخصتي غواړې؟

(۲) د یوې ورځې لپاره.

(۳) څومره وخت رخصتي غواړې؟

(۴) یوه ورځ.

ایا په لومړۍ او دویمه جمله کې(د…لپاره) داسې څه معنا رسوي چې په درېیمه او څلورمه کې نشته؟ (د… لپاره) چې د وییکو جوړه ده، طبعا مستقله معنا نلري خو دا ویلای شو چې دلته د زمان اندازې ته اشاره کوي او څرنګه چې (څومره وخت) او (یوه ورځ) د زمان اندازه راښیي، نو د دغو وییکو له شتونه پرته هم معنا بشپړه ده.

په (۱) او(۲) جمله کې چې د زمان اندازه معلومه وه، (د…لپاره)غیرضروري و خو په ځینو نورو جملو کې یې که وغورځوو، معنا نه رسېږي:

(۵) زه د یوې ورځې لپاره کندز ته ولاړم.

(۶) زه یوه ورځ کندز ته ولاړم.

د پنځمې جملې په ځای داسې هم وایو:

(۷) زه د یوې ورځې په مخه کندز ته ولاړم.

د(یوه) په ذریعه اسم نکره او نامشخص کېږي نو چې (یوه ورځ) وایو، مخاطب ورنه د نامعلومې ورځې معنا اخلي، خو که (د یوې ورځې لپاره) وایو، د هغه وخت د اندازې معنا ورنه راوځي چې کندز ته تللی وم.

په رپورټونو کې اورو:

(۸) دلته د دریو ساعتونو لپاره لاره بنده وه.

چې بدرنګه جمله ده، ځکه (لپاره) پکې بې ضرورته راوړل شوې ده. بهتره ده ولیکو:

(۹) دلته درې ساعته لاره بنده وه.

په لومړۍ او دویمه جمله کې د (د…لپاره) جوړه دومره بدرنګې نه ښکاري لکه په اتمه جمله کې، ځکه چې د رخصتي د مودې معلومول بنیادي مفهوم و نو (د…لپاره) پر همدې مفهوم باندې له تاکید سره مرسته کوله خو په اتمه جمله کې بنیادي مفهوم د لارې بندېدل دي.

کله کله په مطبوعاتو کې داسې جملې هم لولو:

(۱۰) د څووم ځل لپاره سېلاب راغی.

حال دا چې د ولس په ژبه کې اورو:

(۱۱) په څووم ځل سېلاب راغی.

د (په) وییکي په مختلفو نقشونو کې یو دا دی چې په ځینو ځایونو کې د (لپاره) معنا رسوي. په لنډیو کې اورو:

چې مازدیګر شي، ښکته لمر شي/ په چا اختر شي، څوک د غم ژړا کوینه

دلته( په چا اخترشي) د (د چا لپاره اختر شي) معادله معنا ښندي.

          —————————-

د وخت او مودې د مفهوم په رسولو سربېره د (لپاره) وییکي بل نقش دا دی چې د ځانګړي کولو، تعلق لرلو، اختصاص او مالکیت معنا ښندي.

(۱۲) دا قلم مې ستا لپاره اخیستی دی.

(۱۳) دا بایسکل د ده لپاره دی.

په دستارنامه کې لولو: «هر چه بې سړیه چې پیدا دي،همه واړه د سړي د پاره دي.»

کله چې یو څوک یا یو شی له یو چا یا یو شي سره اړوندوو، د (دال) په مرسته یې کوو: د احمد کتاب، د نرګس کمپیوټر… د (د…لپاره) په جوړه کې هم د (دال) دا نقش د دې جوړې په پېژندلو کې بنیادي اهمیت لري.

د تېرو پیړیو په آثارو کې د (لپاره) په ځای (لره) وییکی زیات راغلی دی چې زما په ګومان د (لرلو) له فعله راوتلی وییکی دی او په اوله کې به یې شاید همدا د اختصاص او تعلق معنا رسوله خو وروسته وروسته یې د (لپاره) ځینې نور نقشونه هم په غاړه اخیستي دي. د اختصاص او تعلق لرلو د معنا په نقش کې:

هر بیمار لره دارو په جهان شته دی

دارو نلري بیمار د دې دنیا

                          (رحمن بابا)

مونږ اوس وایو چې:« ښار ته ولاړم.» په تېرو پېړیو کې د (ته) دغه نقش ډېر ځله (لره) ترسره کړی دی. رحمان بابا فرمایي:

چې وحشي مجنون یې شهر لره راوست

د لیلا د زلفو هسې غړوندی دی

یا:

ګومان مه کړه چې بیا سترګو لره درشي

هغه اوښې چې له سترګو شي جدا

                 ——————-

د (لپاره) وییکي بل نقش دا دی چې د موخې او مقصد د معنا په رسولو کې پکارېږي.

(۱۴) زه دوکان ته ورغلم چې سودا واخلم.

(۱۵) زه د دوکان لپاره ورغلم چې راباندې خرڅ یې کړي.

په څورلسمه جمله کې (ته) د تلو ځای راښیي خو په پنځلسمه جمله کې (لپاره) د تلو موخې او هدف یعنې د دوکان رانیولو ته اشاره کوي.

(۱۶) زه ستا د لیدلو لپاره اکاډیمي ته ولاړم.

 (په وجه)،( په علت)، ( له کبله)…. چې (لپاره) ته نژدې عبارتونه ښکاري، ممکن د (لپاره) معادل وګڼو او اشتباه وکړو.

 (۱۷) زه د جګړې له کبله له وطنه ووتم.

(۱۸) زه د جګړې لپاره له وطنه ووتم.

په اوولسمه جمله کې له جګړې په تنګ او په اتلسمه کې یې پلوی یم.

موږ داسې نه وایو چې د (د لوبو د سیل په علت میدان ته لاړو) بلکې وایو چې (د لوبو د سیل لپاره میدان ته لاړو.)

که زیاته ګرمي وي او زه بازار ته ولاړ نه شم نو وایم به چې د ګرمۍ له لاسه، له کبله، په وجه… بازار ته نه ولاړم خو داسې نه وایم چې د ګرمۍ لپاره نه ولاړم. زموږ هدفونه او مقصدونه طبعا زموږ په طبعه برابر وي اود (د) او (لپاره) ترمنځ چې کوم اسم راځي، هغه د خوښې خلاف نه وي. مونږ نه وایو چې (د ناروغۍ لپاره روغتون ته راغلو)، موږ وایو چې:(د ناروغۍ له کبله روغتون ته راغلو.)

د موخې او مقصد په نقش کې د (لپاره) معنا ځینې نور معادلونه هم لري، لکه (په منظور) او (په نیت). زه په دې نه پوهېږم چې (په نیت) څه وخت ژبې ته راغلی دی خو (په منظور) د شلمې پېړۍ پیداوار دی.

کله چې وایو:«دا خبره مې په دې وکړه.» مطلب دا وي چې په دې وجه مې وکړه. څرنګه چې (په) په خپل یوه نقش کې د (لپاره) معادل دی نو داسې هم وایو چې:«دا خبره مې د دې لپاره وکړه» یعنې په دې وجه مې وکړه. (د…. لپاره) جوړه صرف هغه وخت د (په وجه) معنا رسوي چې په منځ کې یې د (دې) اشاري کلمه وي.

          —————-

(۱۹) ما احمد ته وویل.

(۲۰) ما د احمد لپاره وویل.

په نولسمه جمله کې احمد زما مخاطب دی او په شلمه کې ما د احمد په خیر یا د احمد په خوښه یو څه ویلي دي. شلمه جمله داسې هم لیکو:«ما د احمد په خاطر وویل.»

د (لپاره) یوه معنا(په خاطر) ده چې د وروستیو کلونو په مطبوعاتي لیکنو کې یې (په پار) معادل زیات رواج شوی دی. (په خاطر) تر ډېره حده د (زړه او خوښې لپاره) معنا ښندي او د انګریزي د for the sake of معادل یې ګڼلای شو.

 (په پار) نن سبا په داسې ځایونو کې هم راځي چې ناسموالی یې ډېر ښکاره وي. په لاندې متن کې د دې په ځای چې (په اړه ) یا (په مناسبت) راشي، (په پار)راغلی دی:

«د نوي سمستر د پیل په پار د فراه لوړو زده کړو موسسې د غونډو په تالار کې د استادانو او اداري کارکوونکو په ګډون ناسته ترسره شوه.

د لوړو زده کړو وزارت د درسي تقویم پر اساس د فراه د لوړو زده کړو موسسې دویم یا جفت سمستر تېره ورځ چهارشنبه په  ۶/۲/۱۴۰۲ ل نېټه پيل شو.»

په دې بل مثال کې یې هم د (په اړه)، (په باب) یا (په باره کې) ځای نیولی چې طبعا ناسم دی:

«په توقیف خونو کې د شکنجې په پار د ملګرو ملتونو د مرستیال سازمان (یوناما) د وروستي راپور په تړاو د کورنیو چارو وزارت اعلامیه»

په ځینو جملو کې (په پار) ممکن غلط نه وي خو غیرضروري وي. یو ځای لیکلي وو: «په ځینو هېوادونو کې له افغان هزاره ګانو سره د خواخوږۍ په پار لاریونونه شوي دي.» دلته که (په پار) وباسو هم، جمله همدا معنا لري.

«په پار» که په سم ځای کې هم راشي، د عادي او خبري نثرونو لپاره ځکه مناسب وییکی نه دی چې د صفر سبک کلمه نه ده، یعنې داسې کلمه نه ده چې په ژبه کې یې عادي وګڼو. مونږ مخکې د (لره) وییکی یاد کړ. که څه هم کلاسیکو استادانو زیات استعمال کړی دی خو په اوسني نثر کې د صفر سبک کلمه نه ده او په ژورنالیستي ژبه کې داسې لګېږي لکه ژبه چې د هنري مقصدونو لپاره غیرعادي کوو، حال دا چې په ژورنالیزم کې عادي طرز او صفر سبک یعنې په سبکي لحاظ شنډ طرز غوره دی.

    ——————

(د… لپاره) جوړه په ځینو جملو کې (په اند) ته ورته معنا لېږدوي. په غوره نثرونه کې لولو:( دغه لږه پوهه چې ته ورته په سرسري نظر ګورې او ستا په نظر کې ډېره ساده ګي لري، زما د پاره ډېره عمیقه فلسفه ده.) دلته (زما د پاره) عبارت زما په نظر او زما په اند معنا ښندي.

د زمان اندازه، تعلق لرل، مقصد، په خاطر او په اند هغه معنا ګانې دي چې د ( د… لپاره) جوړه یې په رسولو کې برخه اخلي. په ځینو جملو کې د دغو معناګانو توپیر اسانه او په ځینو نورو کې سخته دی.

د زمان د اندازه کولو نقش یې کم دی، ځکه ډېر ځله د (په) وییکی دغه نقش لوبوي او په ګڼو ځایونو کې یې (په مخه) یو بل طبیعي معادل دی.

موږ د( د… لپاره) جوړه شاید هغه وخت ناسمه استعمال کړو چې جمله مو د نورو ژبو تر اثر لاندې لیکلې وي. د دري (برای) وییکی (په بدل کې) معنا هم رسوي خو (لپاره) دا معنا نه لېږدوي. د موبایل یوې کمپنۍ به د(پنځه سوه افغانیو په بدل کې) په ځای د (د پنځه سوه افغانیو لپاره) عبارت راووړ چې د ناسمې ترجمې نتیجه وه، ځکه د دري د (برای) او د پښتو د (د… لپاره) د معنا ظرفیتونه یو څه توپیر سره لري.

(په پار) عبارت نن سبا ډېر مود شوی دی. زما په ګومان په هغه استعمال یې هم شک پکار دی چې ډېرو ته په ظاهره سم ښکاري.

لکه څنګه چې مو وویل د (د ….لپاره) جوړه لږ ترلږه پنځه معناګانې رسوي چې یوه پکې (په خاطر) ده او (په پار) یوازې د (په خاطر) معادل کېدای شي.

 موږ مخکې د (لپاره) او نورو هغو کلمو په اړه خبرې وکړې چې (لپاره) ته څه نا څه ورته معنا لېږدوي خو د خلکو په خبرو کې شاید دغو توپیرونو ته چندان پام ونه شي. دا خبره چې (د ناروغۍ له کبله را نغلم) د ځینو کسانو له خولو داسې هم اورو: (د ناروغۍ په خاطر را نغلم.) په عادي خبرو کې دغسې تېروتنې زیاتې وي او یو نیم ځل چې غواړو د لیک انداز مو عادي خبرو ته زیات نژدې شي، کیدی شي، د عادي ژبې دغسې بې دقتي په لوی لاس تکرار کړو. د (په پار) ستونزه دا ده چې د عادي ژبې د بې دقتي پیروي هم نه ده. دا تېروتنه په وروستیو پنځه شپږ کلونو کې مطبوعاتیانو له یو بله پور کړې ده چې ژبه ورسره د معنا په لحاظ مبهمه او په سبکي لحاظ مصنوعي کېږي.

1 COMMENT

  1. قدرمن غضنفر صاحب ډېره مننه، لیکنه مو راته جالبه او له معلوماتو ډکه وه، ډېرې پوښتنې مې یې حل کړې؛ خو یوه پوښتنه مې لا هم بې ځوابه پاتې ده او هغه د (لپاره) د لیکلو ډول دی چې څنګه یې باید ولیکو.
    لپاره که له پاره؟
    نن سبا یې په هر ځای کې( لپاره) بڼه وینو چې لیکل کېږي ګرافیمونه یې ۵ او حرکات یا غږونه یې ۶ دي او کوم (زور) یا حرکت چې له (ل) وروسته راځي هغه نه لیکو حال دا چې لیکل یې ساده دي (له +پاره) مبهمه او بې کاره تجزیه نه زېږوي.
    (له) سربل دی چې اکثر منبع ښيي او (پار) خاطر دی که موخه یې ستاسې د لیکنې په اساس له پنځګونو کارېدلو هر یو وي.
    پوهېږم چې دا ستونزه موږ په پښتو کې ډېره لرو چې په اکثر کلمو کې مو توري کم او حرکات ډېر دي خو د ځینو کلمو لیکل د حرکاتو په اساس خبره د دې رسم الخط په اساس چې موږ یې پښتو ژبې ته لرو، لا خرابوي خو زما سوال دا دی چې چېرته امکان ولري ولې یې باید د حرکاتو په اساس ونه لیکو خصوصا همدا (لپاره -له باره)
    نظر ته مو په بې صبرۍ انتظار باسم

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب