یکشنبه, مې 12, 2024
Homeخبرونهد افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې د ګوزڼ پر ضد د واکسینو...

د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې د ګوزڼ پر ضد د واکسینو د کمپاین پيل

تاند ( دوشنبه، د جدي څلورمه) له پولیو څخه د پاک افغانستان پروګرام مسوولین وایي چې نن په افغانستان کې د ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ پر ضد د کمپاین لړۍ پراخیږي.

سرچینې د دغه کمپاین سیمې ۲۰ ولایتونه ښودلی او ویلي چې لا له وړاندې په ځینو ولایتونو کې دا کمپاین پیل شوی.

روغتیا پالانو له خلکو غوښتي چې له پنځه کلنۍ څخه خپل کم عمره ماشومان د دغه کمپاین پر مهال واکسین او له ګوزڼ ناروغۍ څخه وژغوري.

د پوليو د له‌منځه وړلو کمېټې له ۳۷مې بېړنۍ ناستې وروسته د روغتيا نړيوال سازمان د ډسمبر په ۲۲مه په يوه اعلاميه کې وويل، په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې د چاپېريال ۴۶ مثبتې نمونې ثبت شوي چې ډېرې يې په ننګرهار او کونړ کې وې، خو په دې وروستيو کې د چاپېريال مثبتې نمونې په کابل، زابل، کندهار او بلخ کې ولايتونو کې هم ثبت شوي دي.

د راپورونو له‌مخې، دا مهال افغانستان او پاکستان هغه دوه هېوادونه دي چې د پولیو مثبتې پېښې په‌کې شته، چې له‌دې جملې څخه یوازې سږ کال د افغانستان په ننګرهار ولایت کې ۶ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب