یکشنبه, مې 12, 2024
Homeخبرونهپه هزاره لهجې د یوې تلویزوني خپرونې په پيل له پاکستان څخه...

په هزاره لهجې د یوې تلویزوني خپرونې په پيل له پاکستان څخه د دوستم او عطا نور مننه

تاند ( دوشنبه، د جدي څلورمه) د افغانستان د شمال دوو مشهورو قومندانانو عبدالرشید دوستم او عطامحمد نور ظاهراً په دې پلمه چې پاکستان د بلوچستان د کوټې ښار په یوه محلي دولتي تلویزون کې د سیمه ییزو هزاره توکمو په لهجه یوه خپرونه پیل کړې، له دغه هېواد څخه د مننې پيغامونه خپاره کړي دي.

دغې موضوع ته د بي بي سي فارسي په ګډون ځینو رسنیو هم پراخ انعکاس ورکړی او ویلي چې دا د فارسي ژبو لپاره لویه لاسته راوړنه ده.

عبدالرشید دوستم او عطا محمد نور هم له دې امله د پاکستان د موقت صدراعظم انورالحق کاکړ څخه چې په وروستیو کې یې د افغانستان خلاف له پاروونکو ویناوو سره د افغانانو د سخت نفرت وړ ګرځېدلی، د مننې مراتب وړاندې کړي.

یو شمېر څارونکي باور لري چې د شمال ټلوالې پخواني جنګسالاران په دې هیله پاکستان ته بیا د ځان نږدې کولو هڅې کوي چې ګواکې د طالبانو رژیم سره د دغه هېواد د اړیکو خړیدو لباره به پاکستان بیا د پخوا په څېر دوی ته پاملرنه وکړي.

د شمال ټلوالې یو زیات شمېر قومندانان سره له دې چې طالبان د پاکستان زېږنده او تابع بولي، خو منتقدان یې وایي چې په افغانستان کې د نظامونو د پرځولو لپاره د جهاد په نوم ټولې ډلې پاکستان رامنځته کړي او د افغانستان د ویجاړولو لپاره کارولي.

دوی پاکستان ته د داود خان د واکمنۍ پر مهال د یو شمېر افغان اخواني مشرانو تېښتې ته اشاره کوي چې له هغې ډلې د مشهور قومندان احمد شاه مسعود پلار هم په دغه هېواد کې مړ شوی او خښ شوی.

د شمال ټلوالې یو شمېر مشهور جنګسالاران چې د پرځېدلي جمهوري نظام په مخالفانو بدل شوي وو، د دغه نظام په وروستیو کې یې پاکستان ته په دې هیله سفرونه کول او ان د جمهوريت له پرځېدو وروسته په لومړی ځل باکستان ته وتښتېدل چې دغه هېواد به یې طالبانو ته د افغانستان په ورکړي قدرت کې شریک کړي.

4 COMMENTS

  1. دا لندغر نور شرمیدلی دوی د قدرت لپاره خپلی ښځی یو بل ته ورلیږې دوی دناموس او حیا په نوم هیڅ څه نه پیژنی نور پاکستان که غواړی چی یو دوه کاله زر د دنیا له نقشی څخه ورک شی نو دوستم لوطی او نور لندغر ته دی لاس ورکړی

  2. دا عطاګی فکر کوی چه زه لکه هماغه د ډوزو او درواغو پخوانی والی یم. عطاګی نور ختم دی ستا د هزاره سره څه؟ ته نه افغان یی نه تاجک نه هزاره او نه پښتون. عطاګی د خپل شخصی جیب پاچا دی. هغه هزاره ګان ورونه جه عطاګی له تیغه تیر کړی دی هغه په تاریخ کی ثبت دی.
    شرم هم یو حد لری.
    دوستم نور ختم دی د ډاکترانو د تداوی لاندی دی کیدایشی ډیر ژر د دیی نړی څخه وکوچیږی.

  3. جالبه ده چې د قزاقستان مهاجر قزاق چې له موره ازبک دی ، او پلار یې د جاسوسي لپاره افغانستان ته را لېږل شوی وو، اوس د هزاره ګانو طرفداري کوي . دا د کاجي بي معلوم الحاله جاسوس ، هغه دوستم چې خپل ترکنژاده ایشچي ، همایو فوزي ، مجید روزي او خپل نور ملګري یې ایشچي کړل ، لا تراوسه ځان د افغانانو او هزاره ګانو دوست ګڼی .
    له عطا پوف چې اصلا د لوګر د مشهور هنرمند مرحوم دوري لوګري بابکرخېل د تره زوی دی ، او پلار یې نورمحمد پوستین فروش مزارشریف ښارته کډه کړې ده ، کومه ګیله نه ده په کار . به ما پنجاه فیصد سفارت ها ، پنجاه فیصد وزارت خانه ها …..
    سعدیا ، شیرازی ! یا پند مده کمزاد را
    کمزار اګر عاقل شود ، ګردن زند استاد را

  4. سلامونه،
    د ابلیس زوی پوکسټین په داسې حساس وخت کې ځان د هزارې دوست ښيي! ولې ې پخوا دا د کاکاجان ریډیو نه چالانوله؟… زه فکر کوم په هزاره ګانوو کې پشتو ژبي هم شته!!. او یا ې لکه بشردوست شه پښتو زده کړیده.
    بیدینه ګیلمجم دوشمنمز!!! او خطاکار بېنور !! چې د کابل او مزار جنګونو کې ې د لسګونوزرو افغانانو عامه وژنې، لارنیونې اوغصبونه کړي له اسرایلو نه هم بتر ! ؛
    یو خو ې بیدینه لامذهبه د نجیب نمکحرامه ؛او دا بل فپوک ې ځانته د نصوار د جنایتکارانو جمعیتی ویلې ؛ لکه چې اوس غواړي شویعه هزاره یا ایرانی فارث سي!! .
    پر مشرکینو،منافقینو او کافراتو دې تف لعنت د متقینو متقیاتو او د شهدآوو د ارواحو وي.آمین

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب