یکشنبه, اپریل 28, 2024
Home+څرنګه په کم مصرف مالي او محاسبوي پوهه ترلاسه کولی سو؟

څرنګه په کم مصرف مالي او محاسبوي پوهه ترلاسه کولی سو؟

سمیع الله عزیزي

دې لپاره چي د یو شخص څخه مسلکي او په کار پوه محاسب جوړ سي، لومړی يې باید ابتدایي یا متوسط ریاضیات تر یو اندازې پوري زده وي، که چیري يو شخص د اقتصاد پوهنځۍ څخه فارغه وي د ده لپاره نور هم د قوي محاسب یا مالي مدیر جوړېدو چانس زیاتیږي ، ځکه د اقتصاد پوهنځۍ فارغ التحصیل د محصلۍ په دوران کي د محاسبې، مالي مدیریت او نورو ټولو اړونده مضامینو کي قوي پوهه حاصله کړې وي او فقط یې د استعمال او په کار اچولو لپاره د موقع په لټه کي وي،البته هغه محصل چي پوهنتون یې په صحیح شکل سره لوستلی وي.

د تکړه مالي مدیر/محاسب جوړېدلو لپاره په اوسني عصر کي زیاتي طریقې وجود لري ،عمومآ په اوسنیو شرایطو کي اکثریت اشخاص د دوو طریقو څخه استفاده کوي:

لومړۍ ډله اشخاص د قوي محاسب جوړېدلو لپاره نړیوالو معتبرو ادارو او مالي ټولنو ته مراجعه کوي ترڅو له همدې طریقه مالي او محاسبوي سند ترلاسه کړي او له لاري یې د ښې وظیفې څښتن سي، لکه ACCA(Association of Chartered Certified Accountant), او یا هم CA(Chartered Accountants)  .

اما د دې سند د ترلاسه کولو لپاره زیات لګښت او وخت ته اړتیا وي، که چیري یو شخص وغواړي تر څو دې سندونو/ سرټفیکېټونو ته لار پیدا کړي، باید اقتصاد یا ریاضیات یې لوستي وي.

د دې سند د ترلاسه کولو لپاره لږ تر لږه درې او حد اکثر نهه یا لس کاله په بر کي نیول کیږي ترڅو د CA یا ACCA  سند ترلاسه کړئ، که یې چیري لګښت او مصرف ته محاسبه وکړو نو باید په زرونو ډالر له ځانه بېل کړو ترڅو دې کورسونو او سندونو ته لاسرسی پیداکړو.

د افغانستان لپاره د دې سندونو دقیق لګښت نه دی معلوم اما ظاهره خبره ده چي تر نورو هیوادونو یې لګښت زیات دی، د ګوګل د معلوماتو له مخي د پاکستان په هیواد کي د دې کورسونو او سندونو مصرف کابو درې زره امریکایي ډالره یاد سوی دئ چي دا د هر شخص د وسع کار نه دی، او بله اړینه موضوع لا دا ده چي د دې کورسونو تعقیب کوونکي باید په انګلیسي ژبه او ریاضیاتو کي مهارت ولري، ترڅو د دې کورسونو د مفرداتو او درسونو څخه په صحیح شکل فهم حاصل کړي.

په اوسني عصر کي Modern Accountants یا اوسني محاسبین څو کارونه ترسره کوي: لکه…. د مالیاتو سنجش ،د مالي معاملاتو ثبت (Book Keeping)، د معاشاتو (Payroll System) مخته وړل، په قراردادونو کي ونډه اخیستل او همدارنګه د انفرادي او شرکتي مالیاتو محاسبه کول (Personal & Corporate)، او داسي نور.

که چیري مالي محاسبین پر دوو کټګوریو وویشو نو داسي لیکلای سو :

۱ـChartered Accountant: که چیري یو شخص وغواړي ترڅو له ځانه مالي مسلکي شخص یا CA جوړ کړي، حد اقل باید له ښوونځی فارغه وي ترڅو د کورسونو ابتدایي مراحلو ته لاسرسی پیدا کړي ، که چیري بیا یو محصل یا زده کوونکی له اړونده رشتې اقتصاد یا ریاضیاتو له څانګي څخه فارغه وي د هغه لپاره کیدلای سي ځیني ابتدایي کورسونه معافیت ولري ،اما ددې سربېره باید یو محصل حداقل درې او حد اکثر نهه کاله ددې کورسونو د تعقیب او زدکړي لپاره ولګوي ترڅو دې سندونو ته لاسرسی پیدا کړي یعني زیات وخت باید زدکړي ته وقف کړي.

وروسته له څو کلونو کله چي یو محصل  ددې کورسونو له زدکړي او امتحان بشپړولو څخه فارغ کیږي د هغه لپاره به سخته وي ترڅو پخپل بخش کي په اسانۍ سره مسلکي دنده ترلاسه کړي ، ځکه د تجریبې نشتوالی د کار په بازار کي د یو شخص د دندي د نه پیدا کیدلو ستر لامل جوړېدلای سي .

د دې ډول اشخاصو عمده وظایف د لویو او کوچنیو کاروبارونو د مالي او اداري اسنادو تفتش او بررسي کول دي، اما په اوس وخت کي اکثریت لوی کاروبارونه خپل داخلي تفتش یا د شکایاتو څانګه لري، چي د هغو له لاري خپل مالي او اداري اسنادونه ارزیابي کوي، د دې ضرورت نه پیدا کیږي ترڅو د پیسو په مقابل کي بیروني شخص ته د تفتش لپاره مراجعه وکړي او یا په بله اصطلاح ډبل تفتش ترسره کړي. د دې سند د لرونکو لپاره یو بد خبر دا هم دی چي د امریکا، افغانستان او اکثریت غربي هیوادونو لخوا دې سند ته د ډیګرۍ په سترګه نه کتل کیږي.

۲-مالي مدیر/مالي محاسب: اکثریت اشخاص چي په اوس وخت کي د لویو او کوچنیو سازمانونو سره په مالي بخش کي کار کوي نړیوال مالي مسلکي اسنادونه نه لري ،ځکه زیاتره سازمانونه هغه اشخاص پر دې دندو ګماري کوم چي له اقتصاد او یا نوړو اړونده بخشونو څخه فارغ وي او په اړونده برخه کي کافي تجریبه ولري، ځکه دا ډول اشخاص د یو سازمان مالي چاري په اسانۍ سره پر مخ بېولای سي او هم د یو هیواد د مالي او مالي چارو څخه باخبره وي.

په زیاتره هیوادونو کي هغه ډله ځوانان چي ددې آرزو لري ترڅو په مؤسساتو او لویو شرکتونو کي د مالي مدیر یا کارمند په حیث دنده اجرا کړي، د ښوونځی څخه تر فراغت وروسته سمدستي د محاسبې لنډمهاله کورسونه او مالي کمپیوټري پروګرامونه شروع کوي، لکه Quick books، Sage 50،او داسي نور .

ددې پروګرامونو په زدکړي سره یو شخص په اسانۍ سره کولای سي په مالي مسائلو کي پوهه ترلاسه کړي،لکه د مالي حسابونو ترتیب او تنظیم، د مالي بیانونو ترتیبول او همدارنګه د ټولو مالي اسنادونو ترتیبول په ټاکلي وخت او پوره شفافیت سره، او په اسانۍ سره کولای سي ترڅو له همدې طریقه خپل ځان ته د حلال رزق ګټلو وسیله یا دنده پیدا کړي.

پرتله: اوس که مالي مدیر او CA  سره پرتله کړو د CA د جوړېدلو لپاره څو کلونو او د زیاتو مالي منابعو مصرف ته اړتیا وي،

او که بل طرف ته مالي مدیر ته نظر واچوو، یو شخص کولای سي په لنډه موده او فقط د څو زره افغانیو په لګښت سره په مالي پروګرامونو او معاملاتو کي بلدتیا ترلاسه کړي ،

کله چي یو شخص د CA  تر جوړېدو وروسته غواړي وظیفه پیدا کړي، د هغه لپاره به سخته وي چي بغیر له تجریبې دي په کمه موده کي دنده ترلاسه کړي، اما هغه شخص چي فقط څو میاشتي یې د مالي محاسبې درسونه او پروګرامونه ویلي وي کولای سي تر CA  دمخه دنده ومومي ځکه درسونه یې په لنډه موده کي خلاص کړي وي او زیات وخت و دې ته لري ترڅو په یوه غوره وظیفه پسي تلاش وکړي او د څه وخت په تېرېدو سره پخپله اړونده رشته کي دنده پیدا کړي،

کله چي یو شخص د مالي مدیر په حیث یو سازمان کي دنده ترلاسه کړي ، کولای سي د اداري او مالي پروسیجرونو سره په لنډه موده کي بلدتیا پیدا کړي او د ځان لپاره په سازمان کي ځای جوړ کړي ، او هم یې له طریقه د کار د بازار سره ځای اعیار کولای سي ،

اما کله چي یو CA شخص تر څو کلونو ذدکړو وروسته فارغ کیږي، له صفره به کار شروع کوي، ځکه د نظري او عملي کار زیات توپیر وي، کله چي یاد شخص د یو هیواد د اداري پالیسیو او مالي قوانینو سره بلد کیږي زیات وخت به یې ضایع کړی وي.

مهمه خبره لا داده چي CA او ACCA د افغانستان او امریکا په شمول په زیاتره هیوادونو کي د تحصیلي سند یا ډیګري په حیث نه منل کیږي ،اما QuickBooks, Sage 50 او دې ته ورته محاسبوي پروګرامونه د نړۍ په اکثریت هیوادونو کي د مالي او اداري چارو لپاره کارول کیږي، که څه هم ددې پروګرامونو په زدکړه کي ډیګري مطرح نه ده، لیکن یو کار چي په کم وخت او د کمو منابعو په مصرف سره ترسره کیږي، ولي باید یو شخص زیات وخت او زیاتي منابع پر یو داسي څه مصرف کړي چي په پرتله یې کوم بل کار مؤثر او دقیق تمامیږي.

په ډیر درنښت: سمیع الله عزیزي، د اقتصاد پوهنځی فارغ التحصل او مالي مدیر

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب