چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهد پاکستان تورونو ته ځواب؛ مجاهد: د داعش لیکو کې مو ۴۳...

د پاکستان تورونو ته ځواب؛ مجاهد: د داعش لیکو کې مو ۴۳ پاکستانیان وژلي

تاند (یکشنبه، د جدي درېیمه) په افغانستان کې د طالبانو واکمن رژیم د پاکستان هغو تورونو ته غبرګون ښودلی چې ویلي یې یوازې له تېرو دوو کلونو راهیسې یې د خیبر پښتونخوا په نا امنیو کې د لاس لرلو په تور نږدې سل افغانان نیولي.

د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې پاکستان دې د خپلو نا امنیو پېښو کې د افغانانو د لاس لرلو اسناد او شواهد دوی سره شریک کړي.

مجاهد زیاته کړه:«که‌چېرې هلته افغانان په پېښه کې نیول کېږي، په دې معنا نه ده چې د افغانستان ټول خلک دا هوډ لري یا د افغانستان حکومت دا هوډ لري. موږ هم په افغانستان کې په تېرو کلونو کې د داعش ښکارندې پر وړاندې عملیات لرل چې د داعش په لیکو کې کابو ۴۳ تنه پاکستاني وګړي وژل شوي او نیول شوي دي.»

په وروستیو کې پاکستان بیا- بیا ادعا کړې چې د نا امنۍ پېښې یې د افغانستان له خاوره سمبالیږي او واکمن رژیم یې دلته پر ضد اقدام نه کوي.

طالب چارواکو بیا دغه ادعاوې بې اساسه ګڼلي دي.

د افغانستان لپاره د متحدو ایالتونو مخکیني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد څه موده مخکې وویل چې د پاکستان د تورونو په ځواب کې د کابل رژیم ادعا لري چې پاکستان د دوی خلاف د داعش ډلې له خراسان څانګې ملاتړ کوي.

طالب رژیم په ښکاره او د خلیلزاد په شان په واضحو ټکو داسې تور نه دی پورې کړی، خو د مجاهد له څرګندونو ښکاري چې دوی پاکستان د داعش په ملاتړ پړ بولي.

2 COMMENTS

  1. لکه څنګه سوال هغسې ځواب
    اوس نو که نړۍ رښتیا غواړې چې د داعش ځالې، ځای او ملاتړې يي له منځه یوسې را وړاندې دي شي. پاکستان يي ځاله، چارواکي يي ملاتړي او کسان يي هم پاکستانیان دی. د دغې پدیدې په اړوند جدې مبارزه د ټولو مشترک کار دی. هغه اردو چې اتومي توان لري. د انډیا سره د زور ځواک ورسره دی. څنګه نه شي کولای چې څو پاکستاني طالبانو سره مبارزه وکړي. پاکستان اوس غواړې چې په کور دننه امنیت يي هم افغانان دا بې معاشه عسکر ورته تامین کړي. پنجابه اوس دي خوبونه اوبه ته وایه… دا نه هغه مجاهدین دي چې تاسو به ورته ویل: جنګ افغانستان دفاع پاکستان او نه هم د مجاهدینو دوخت عسکر دی چې له امریکایانو سره به په یوځای د عراق ولس په ضد جنګیدل.

  2. طالبه!
    اوس هم دوست او دښمن نه پیژنې؟
    ملت خپل کړه، که نه نو د سقوې جل دې استاد ته ورځي.
    مه ځان خرابوه او مه ملت!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب