شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهمتقي په نړیوال نظم کې د بدلون غوښتنه وکړه

متقي په نړیوال نظم کې د بدلون غوښتنه وکړه

تاند (یکشنبه، د جدي درېیمه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقي په تهران کې د فلسطین د روان وضعیت په اړه جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال په نړیوال نظم کې د بدلون غوښتنه کړې.

هغه د وینا په یوه برخه کې وویل،نړۍداسې نظم ته اړتیا لري چې، له‌مخې یې د هېڅ انسان او هېواد حق تر پښو لاندې نه‌شي.

متقي چې اړوند رژیم یې د افغان منتقدانو او نړیوالو سازمانونو لخوا په ځلونو- ځلونو د بشري حقونو او خاص ډول د ښځو د حقونو په پراخ نقض تورن دی، تور پورې کړی چې په اوسني نړیوال نظم کې بشري حقونه نه مراعت کیږي.

هغه وویل:«زما هېواد افغانستان، د پردیو هېوادونو د څه باندې ۴ لسیزو یرغلونو، جګړې او ګډوډۍ څخه وروسته، کله چې د امنیت او سولې په لور ګام اخلي، د بشري حقونو له کارونې سره له بندیزونو سره مخ کېږي.»

د هغه اشاره د طالبانو اوسني رژیم ته وه چې ادعا کوي افغانستان ته یې د خپلې خونړۍ جګړې له ودرولو او د واک پر ګدۍ له منګولو ښخولو سره امنیت او سوله راوستې ده.

د ملا متقي څرګندونې د یو شمېر افغانانو له نیوکو سره مخ شوي.

دوی له نوموړي پوښتلي چې په هېواد کې د نظم راوستو او روان ناورین د پای ته رسولو لپاره دې لومړی د خپلو وطنوالو معقولې طرحې واوري او بیا دې په نړیوال نظم بحث او خبرې وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب