شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبلنډه کیسههوسایي/ اجمل پسرلی

هوسایي/ اجمل پسرلی

د یوه لاس په ګوتو یې نیولی سګریټ پرله پسې دوداده، بل لاس یې د جمپر په جیب کې خوځاوه.

په لړه کې هر خوا داسې وه لکه د سګریټ لوګی. شاوخوا دوکانونه بند و:

« یکشنبې ده…لکه چې وخته راووتم»

جیبونه یې وپلټل، موبایل یې هیر شوی و. د سړک غاړې ته د پایې پر سر راځوړند ساعت ته ځیر شو، ستنې یې سمې نه ښکاریدې خو دومره اټکل یې وکړ چې نهو ته پنځلس پاتې دي. د ده په باور بار په نهو بجو پرانیستل کیده.

نورکله به یې د سهار له خوا په رسمي ورځو کې په فابریکه کې کار کاوه، یکشنبه به یې د سهار له لورې سپین سپی بهر ګرځاوه.

نن سهار یې د وره پر چوکاټ سر تکیه کړ. تر پرون پورې چې سپین سپی ژوندی و د ده له راپاڅیدو سره به د وره تر شا ولاړ و چې ور به یې پرانیست سپي به یو دوه ځله وغپل، لکۍ به یې ووهله بیا به ده په غیږ کې ونیو، د غاړې پاسته ویښته به یې وروګیرول.

د سګریټ بیخ یې د بوټ تر تلې لاندې کړ. د بار پر وره راځوړند کاغذ یې تر سترګو تیر کړ، د څښاک او خوراک لست و، د بار د پرانیستو وخت یې نه و لیکلی. بل سګریټ یې بل کړ. د سړک پورې غاړې ته څوک تیریدل، سپی ورسره و، ورته کتل یې کتل یې… شاته یې کرشا شوه فکر یې وکړ چې څوک بار پرانیزي مخ یې ورواړاوه، شمال پاڼې په مخه کړې وې.

پورته یې راځوړند ساعت ته وکتل، لړه ترې لرې شوې وه، له نهو نهه دیرش تیرې وې:

«اوف رڼا شوه»

لاسونه یې وسولول، ورپو یې کړل. د بار پر پنجره یې تندی کیښود، د شیشې شاته تیاره وه، کولپ یې وخوځاوه راوخوځاوه. د کور په لور رهي شو. دروازه یې پرانیسته بیا هغه شیبه ورپه زړه شوه چې کله به له بهره کورته راته سپین سپی به د وره تر شا ورته انتظار و.

سګریټ ته یې لایټر ونیو. د اورګاډي غږ شو:

« کډه به وکړم، دلته مې څه دي خو په بل ښار کې به هم کار راته پیدا شي؟»

د لګولي سګریټ سر یې پر ډبي وموښه، د ډبي په مینځ کې یې له دریو نورو سلامت سګریټو سره کیښود، پر زینو په منډه وخوت.

« سپي ته خو به دې هاغه د هدیرې مځکه اخیسته»

د سګریټو د ډبي سر یې پرانیست، سګریټ یې په خوله کې ونیو. د اورګاډي ټګ ټګ شو، بیا  د تګ هارن پرته له دې چې سګریټ ولګوي په پټو سترګو یې په ډبي کې کیښود.

سترګې یې درنې شوې، خو د سپي د غپا له غږ سره اوچت راپاڅید. له کړکۍ یې وکتل. له کوڅې د سپي غپا، راتله راتله، لرې کیده لرې کیده…

پراګ

 

2 COMMENTS

  1. ستاسې کیسې روانې دي ژوند پکې دي هغه ژوند چې موږ سر ترې ټکوو ته یی راته ښکلی کړي داستان یي کړې ته دې تل ژوندې وي

  2. ښکلې خو دردمنه کیسه ده. انځورونه یې د ستورو په څېر راڼه دي. مننه چې زحمت مو اېستلی دی.‌

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب