جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهد کابل - کندهار د لویې لارې د امنیت لپاره په وردک...

د کابل – کندهار د لویې لارې د امنیت لپاره په وردک کې لویې اډې جوړېږي

تاند (شنبه، د عقرب ۳) په دې وروستیو کې د کابل-کندهار لویې لارې په اوږدو کې د میدان وردګو ولایت اړوند سیمو کې نا امنیو خلک اندېښمن کړي دي.

د یادې لارې مسافرو له تېرو څو ورځو راهیسي پر دغه لار د طالبانو له موجودیت نه شکایت کړی.

دوی وایي:《 افغان پوځیانو چې د دغې لارې امنیت مسوولیت یې پر غاړه لاره خپلې پوستې یې پرېښې دي او اوس یې پر ځای وسله وال طالبان سړک ته راوځي او دولتي مامورین یا وژني او یا یې له ځان سره بیایي.》

په ورته مهال ۲۰۳ تندر قول اردو په همدې تړاو ویلي، چې په دغې لارې ځینې وړې پوستې له دې امله خوشې شوې، چې په ځای به يې لویې اډې جوړې او دوامداره ګزمې بېرته پیل شي.

بل لورته طالبانو بیا ویلي چې عام خلک پر دغه لار ډاډه تګ راتګ کولی شي خو دولتي مامورینو ته اجازه نه ورکوي.

کلونه کېږي چې د افغانستان ولایتونو ته پر لویو لارو تلونکي مسافر له نا امنیو او لارې شکوونکو غلو شکایتونه کوي خو لیدل کېږي چې ، حکومت تر دې دمه د لویو لارو د امنیت ساتنې په برخه کې پاتې راغلی او نه یې هم په دې برخه کې ګړندي ګامونه پورته کړي دي.

1 COMMENT

  1. د وردګو طالبان ډېر ناپوه او احمق خلک دي۔ څه کوی چې د ای اس ای د غلامی لپاره خپل وطن ورانوی۔

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب