Homeخبرونهپه غزني کې ماین چاودنې د یوه سرتيري په ګډون ۹ تنه...

په غزني کې ماین چاودنې د یوه سرتيري په ګډون ۹ تنه وژلي

تاند (شنبه د عقرب ۳) چارواکي وايي، غزني کې د سړک غاړې ماین چاودنې ۹ کسان وژلي دي.

د غزني د والي ویاند وحیدالله جمعه زاده وايي، نن د ورځې لس نیمې بجې د غزني ښار د دویمې امنیتي حوزې اړوند په روضې کوتل سیمه کې د ملکي وګړو پر موټر د سړک غاړې ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کړې ده.

د نوموړي په وینا په دې پېښه کې د څلور ښځو او یو سرتېري په ګډون ۹ کسان وژل شوي او درې پولیس ټپیان دي.

تر اوسه کوم چا یا ډلې ددې پېښې مسؤلیت نه دی منلی، خو په دې وروستیو کې د نورو بریدونو سربېره د سړک غاړې ماین چاودنې زیاتې شوي چې د امنیتي ځواکونو سربېره پکې ګڼو ملکیانو ته مرګژوبله اوړي.

بلخوا د کورنیو چارو وزارت وايي، طالبانو په تېره یوه اونۍ کې ۳۵۶ بریدونه او ۵۲ د ماین چاودنې کړي، چې له امله یې ۵۱ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۳۷ نور تپیان دي.

د وزارت د ویاند طارق آرین په خبره په دې موده کې د امنیتي ځواکونو په ځوابي حملو کې ۴۰۳ طالبان وژل شوي او ۱۴۰ نور ټپیان دي.

په ورته مهال د بښنې نړیوال سازمان وايي، چې روانه جګړه هره ورځ د افغانانو ژوند اخلي او تر بل هر وخت خونړۍ شوې ده.

دغه بنسټ روانه اکتوبر میاشت د افغانانو لپاره خورا خونړۍ میاشت بللې ده او پر نړیوالو غږ کوي چې د افغانستان وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...