د کتاب ژباړن: صالح محمد صالح
شپاړسم لوست
د ذهن تازه چوکاټونه
څرنګه چې په دې نړۍ کې ژوند تل تر تله او یو نواخت نه دی. نو په دې خاطر تل له تغيیراتو سره مخ وي. په همدې توګه ټول علوم هم د تغییر او اکمال په حالت کې دي.
نننۍ الوتکه د څو کلونو مخکنۍ الوتکې ته ورته نه ده، موټر، کمپیوتر او نور څیزونه هم یا بشپړ بدل شوي دي او یا د اکمال او تغییر په حالت کې دي.
په همدې توګه ټولنه او شخصي ژوند هم له دې تغییراتو او اکمال ماسيوا نه دي. ټولنه تل د تغییر په حال کې وي او لا پيچلې کیږي. په سوچونو کې تغیيرات هم یا مثبت او یا منفي خوا ته ځي.
موږ په خپله باید ځان ته شفا ورکړو او خپل سوچونو ته نوي چوکاټونه جوړ کړو.
د بېلګې په توګه:
که خپل مخ او يا څيرې په هکله له کوم مشکل سره مخ و، باید و وايو چې زه له خپلې څیرې سره مینه لرم او زما څیره حیرانوونکي ده.
د ذهن په اړه ووایو چې ټول ژوند بدلون ته وايي او زما ذهن هم نوی دی.
زما سترګې له ټولو ښکلي دي زه هر لوري پرې کتلای شم او په مينه ناکو سترګو هر چا ته ګورم.
زما ستونی عالي دی زه کولای شم په لوړ اواز او يا په ټیټ غږ خپل ټول اظهارات وکړم.
زما زړه د خوشحالۍ، مینې او سولې سره ژوند کوي.
زه په ورين تندي خپل جنسيت منم، په دې کې د ګناه احساس هيڅ ځای نه لري.
په غوږونو تل د خوښیو غږونو ته غوږ نيسم.
زه په خپلو پښو په خوند حرکت کوم او هیڅ وخت له حرکت او مخکي تګ څخه نه پښیمانه کیږم او داسې نور…
پایله
یوازې تازه، مثبت او تائیدي چوکاټونه ستاسو بدن ته شفا او هوساينه ورکولای شي او بس.