شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد کمال خان بند ٦ساتونکي وژل شوي

د کمال خان بند ٦ساتونکي وژل شوي

تاند (شنبه د عقرب ۳) د افغانستان د عامه ساتنې ملي تصدۍ وايي وسله والو طالبانو په نیمرزو کې پر کمال خان بند برید کړې ده.

د دې تصدۍ ویاند ضیا ودان پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې د طالبانو په دې حمله کې د عامه ساتنې ملي تصدۍ ۶ ساتونکې وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

ښاغلي ودان زیاته کړې، وسله والو طالبانو د ټولو تعهداتو خلاف پر ملي پروژو او عامه شتمنيو بريدونو ته زور ورکړی دی.

د افغانستان د لوېدیځو ولایتونو چارواکو په ځلونو ویلي چې ایران د وسله والو طالبانو په وسیله په هرات کې پر سلما، په فراه کې پر بخش اباد او په نیمروز کې پر کمال خان بندونو ګڼې حملې کړي چې په لړ کې یې د دغو بندونو لسګونه ساتونکي وژل شوي او د بند جوړولو وسایل ویجاړ شوي دي.

چارواکي وايي افغان ځواکونه له ګواښونو سره سره د کمال خان بند د پروژې ساتنې ته تیار دي.

کمال خان بند د نیمروز ولایت له مرکز زرنج ښاره شااوخوا ۹۰ کیلومتره لیرې په چهار برجک ولسوالۍ کې پروت دی، چې تر اوسه یې د جوړېدو چارې نه دي بشپړې شوي.

د اوبو د مدیریت برخې څېړونکي وايي، د کمال خان بند په افتتاح کېدو سره به ایران ته تلونکې اوبه د هلمند د معاهدې په اساس کنټرول او د نیمروز وچې دښتې به ابادې شي.

طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي، خو تېره ورځ د بلخ ځايي چارواکو ویلي و، چې دې ډلې په بلخ کې د سړک جوړونې د یوه شرکت ۷ کاریګر تښتولي دي.

https://taand.net/%d8%a8%d9%84%d8%ae-%da%a9%db%90-%d8%af-%d8%b3%da%93%da%a9-%d8%ac%d9%88%da%93%d9%88%d9%84%d9%88-%d8%af-%db%8c%d9%88%d9%87-%d8%b4%d8%b1%da%a9%d8%aa-%db%b7-%da%a9%d8%a7%d8%b1%da%a9%d9%88%d9%86%da%a9/

 

3 COMMENTS

  1. که چېرې په رښتیا سره طالبانو دا کار کړی وي، بیا خو طالبان د دې وړ دي چې د ځناورو نوم ورباندې کېښودل شي. که څه هم چې ځناور داسې خاینانه او غلط کار نکوي. طالبان خو هر وخت ادعا کوي او وایي چې دوی د لویو او ملي ګټورو پروژو ساتنې ته ژمن دي.

  2. د افغانستان دولت اوخلک اوس یو پېژندل شوی دښمن لري اوهغه ټالب دی. دا هغه وحشي او ناپوهه ځناور دی چې یوه لکۍ نه لري . د ملي پروژو ورانول د افغانستان دولت ته نه ، بلکې ټولو افغانانو ته تاوان رسوي . ګټه یې یواځې ایران او پنجاب ته رسیږي .

  3. I was part of the team who worked on the feasibility study of the Kamal Khan Dam in the early seventies. The feasibility study program was managed by the International Engineering Company IECO. Even in the early seventies it was being said that IRAN is not happy with the construction of the Kamal khan Dam. I believe IRAN is involved in the attack on the Kamal Khan Dam. May Allah(J) destroy the enemies of Afghanistan.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب