Homeخبرونهعمران خان یوځل بیا د افغانستان سوله د ټولې سیمې لپاره مهمه...

عمران خان یوځل بیا د افغانستان سوله د ټولې سیمې لپاره مهمه بللې

تاند (شنبه، د عقرب ۳) د پاکستان لومړي وزیر عمران خان یو ځل بیا ویلي، چې د افغانستان سوله د ټولې سیمې د پرمختګ لپاره مهمه ده.

عمران خان د ولسي جرګې له مشر میر رحمان رحماني سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې پاکستان له افغان سولې سره بشپړه همکاري کوي او تمه لري، چې په دغه هېواد کې روانه خونړۍ جګړه ژر تر ژره پای ته ورسېږي.

د نوموړي په خبره د افغانستان سوله او ثبات د ټولې سیمې له اقتصادي ودې سره مرسته کولی شي او په سیمه کې به د هېوادونو ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې پراخې شي.

د ده په خبره د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیت تر ټولو مهمه لار له افغانستان تېرېږي او زیاتوي که په دغه هېواد کې سوله او امنیت تامین شي د سیمې د هېوادونو له اقتصادي ودې سره به مرسته وکړي.

عمران خان یو ځل بیا ویلي چې پاکستان له افغان سولې سره د همکارۍ لپاره ژمن دی.

نوموړی داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې پاکستان په افغانستان کې د روانې خونړۍ جګړې ملاتړی بللی کېږي او د سولې په برخه کې یې اقداماتو ته د شک په سترګه کتل کېږي.

3 COMMENTS

  1. عمران خان په لاس کی سوله نه ده،سوله د ای،ایس،ای، په لاس کی ده،عمران خان هیڅ وس نه شته

  2. د عمران خان خبرې د افغانستان د ولسمشر داکتر محمد اشرف غني د خبرو تکرار دی ، خو عمران رښتیا هم د افغانستان د سولې واک نه لري . د مظلومو افغانانو د بېګناه وژلو اصلي عامل او قاتل آی اس آی او د پنجاب بېرحمه جهنمي اردو مشران او لوی درستیز دی.
    د افغانانو وژل د پنجابیانو او د هغوي د مزدورانو یعنې طالبانو او نورو لاسپوڅو اصلي بزنس او د پنجاب د واکمنۍ ضامن دی . دوی زمونږ د هر انسان په وژلو له نورو جهنمي استخباراتي سازمانو پیسې اخلي.
    د عمران خان تاریخ د شاه شجاع ، جنرال ایوب خان ، غلام اسحق خان او نورو پښتنو مشرانو په شان تور او له شرمه ډک ولیکل شو. هغه پښتنو ته هېڅ داسې کار ونکړ چې څوک پرې وویاړي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...