پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهننګرهار کې د یوه کور د چت غورځېد له امله د یوې...

ننګرهار کې د یوه کور د چت غورځېد له امله د یوې کورنۍ ۷ تنه مړه او ژوبل شوي

تاند (شنبه، د عقرب ۳) د ننګرهار پچیر آګام ولسوالۍ کې تېره شپه د یوه کور چټ غورځېدلی، چې له امله یې د یوې کورنۍ ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي په دې پېښه کې څلور تنه مړه شوي او درې نور ژوبل دي.

په ورته مهال ځایي خلک وایي چې په مړو شوو کې یوه مېرمن او درې ماشومان او په ژوبلو کې یو نارینه او دوه ماشومان شامل دي.

دوی وایی کور پخوانی وو او له همدط امله غورځېدلی دی.

روغتیایی چارواکي بیا وایي د ژوبلو کسانو حالت دی او تر درملنې لاندې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...