Homeخبرونهپاکستان د ترهګرو ملاتړو هېوادونو خړ لېست کې پاتې شو

پاکستان د ترهګرو ملاتړو هېوادونو خړ لېست کې پاتې شو

تاند(شنبه، د عقرب ۳) پاکستان بیا هم د ترهګرو د ملاتړ له امله په خړ لېست کې پاتې شو.

د نړیوال مالي اقدام د وروستیو معلوماتو له مخې پاکستان ددغه سازمان لارښوونې او شرطونه نه دي عملي کړي نو له همدې امله به د راتلونکي کال تر فبرورۍ پورې په خړ لېست کې پاتې کېږي.

که پاکستان تر یادې نېټې د دغه سازمان شرطونه پوره نه کړي نو ددې احتمال شته چې د ترهګرو د ملاتړ په تور لېست کې شامل کړل شي او بیا به نړیوال ورسره ډاډمن مالي معاملات نه شي کولی.

د نړیوال مالي اقدام اداره وایي چې پاکستان د تورو پیسو د مينځلو، د ترهګرو د ملاتړ، مالي حسابونو کې د شفافیت نه لرلو او نورو ستونزو له امله په خړ لېست کې شامل شوی دی.

دغه سازمان پاکستان ته اووه ویشت شرطه ټاکلي وو چې ځان له دغه لېست وباسي خو اسلام اباد یې په عملي کولو نه دی بریالی شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ځپلی وطن او ښاغلي مخونه

د ملي بانک باغ ته ور داخل سوو، پر وجود مي د پغمان خوږه هوا نرمه او پسته ولګېده، یو څو قدمه نور هم...