Homeخبرونهد بښنې نړیوال سازمان: د سولې خبرو سره په یو وخت روان...

د بښنې نړیوال سازمان: د سولې خبرو سره په یو وخت روان تاوتریخوالی د جدي اندېښنې وړ دی

تاند(شنبه، د عقرب ۳) د بښنې نړیوال سازمان وايي له بین الافغاني خبرو سره هم مهاله په افغانستان کې روانه خونړۍ جګړه د جدي اندېښنې وړ ده.

د بښنې نړیوال سازمان پر نړیوالو غږ کوي چې د افغانستان وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي.

د سرچینې په خبره له مذاکراتو سره هم مهاله روانه خونړۍ جګړه هره ورځ د افغانانو ژوند اخلي او جګړه تر بل هر وخت خونړۍ شوې ده.

سرچینه وایي چې اکټوبر میاشت د افغانانو لپاره خورا خونړۍ وه.

ددغه نړیوال سازمان په راپور کې راځي چې کندهار، هلمند، وردګ او ځینې نور ولایتونه په تېرو څو ورځو کې د خونړیو جګړو او چاودنو شاهدان وو چې ملکي وګړو ته پکې مرګ ژوبلې اوښتې دي.

ایمنیسټي انټرنشینل وایي چې تېره میاشت د جګړو له امله ۱۸۰ ملکیان وژل شوي او ۳۷۰نور ټپیان دي.

دغه سازمان پر نړیوالو غږ کړی چې د افغانستان وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي او په دغه هېواد کې د خونړۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره همکاري وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...