پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهناټو: په هلمند کې د طالبانو د بریدونو په اړه څېړنه کوو

ناټو: په هلمند کې د طالبانو د بریدونو په اړه څېړنه کوو

تاند(شنبه، د میزان ۳) د ناټو سرمنشي وایي، دغه سازمان په هلمند ولایت کې د طالبانو د وروستیو بریدونو په اړه څېړنه کوي.

د ناټو سازمان عمومي منشي چې د دې سازمان د دفاع وزیرانو له ناستې وروسته یې یوه خبري کنفرانس ته وینا کوله وویل، ناټو په دوحه کې د سولې له روانو خبرو ملاتړ کوي.

هغه وایي په افغانستان کې د دې سازمان حضور د شرايطو پر اساس دی او په راتلونکي کې یې حضور هم په دوحه کې د سولې په خبرو کې د پرمختګ پورې تړاو لري.

د ناټو سرمنشي وايي، طالبان باید د تاوتريخوالي کچه کمه کړي ترڅو اوربند ته لاره هواره شي.

ینس سټولټینبرګ وایي چې د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې دې وساتل شي او طالبان دې هم له القاعده او نورو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي.

https://taand.net/%d9%85%d9%84%da%ab%d8%b1%d9%8a-%d9%85%d9%84%d8%aa%d9%88%d9%86%d9%87-%d8%aa%d8%ae%d8%a7%d8%b1-%da%a9%db%90-%d8%af-%db%b1%db%b2-%d9%85%d8%a7%d8%b4%d9%88%d9%85%d8%a7%d9%86%d9%88-%d8%af-%d9%88%da%98/

تیره ورځ ملګرو ملتونو هم ورته خبره کړي وه چې په تخار کې د دولس ماشومانو د وژل کیدو په اړه څیړنه کوو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب