جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبطالب حسین، له خلکو هېر شاعر | عبدالباري جهاني 

طالب حسین، له خلکو هېر شاعر | عبدالباري جهاني 

په پښتو ژبه کي هم په کلاسیک ادب او هم په معاصر ادب کي ډېر شاعران لرو چي په فارسي یې ښه پاخه اشعار لیکلي او د ځینو خو لا تر پښتو د فارسي اشعار خواږه او پاخه لګیږي. مرحوم حبیبي، مرحوم سلیمان لایق، مرحوم پژواک، مرحوم پسرلی، محمودفاراني او… . البته په فارسي ژبو کي به داسي شاعران یا نه وي او یا به د ګوتو په شمېر وي چي په پښتو ژبه داسي شعر ولیکي چي څوک له سره پوه نه سي چي دا به ګوندي د یوه فارسي ژبي کلام وي. 

مرحوم طالب حسین، چي د کندهار له شیعه وروڼو څخه وو، زما په برنده ځواني کي، د پاخه عمر سړی وو؛ او په خپل محیط او همزولو کي یې کافي شهرت درلود. زه په ۱۳۴۷ کال کي  ، زه د کابل پوهنتون په دوهم صنف کي وم، چي مرحوم طالب حسین ځان د  شوردیارلسمي دورې اته کاندید کړی وو؛ په هغو انتخاباتو کي بریالی نه سو او زه یې له هغه وخته له نامه سره اشناسوم. ما په هغو شپو ورځو کي د هغه په باره کي، له خلکوڅخه اورېدل چي ډېر پوه او عالم سړی دی خو هیڅ نه پوهېدم چي طالب حسین به ښه پوخ او رسېدلی  شاعر لا هم وي او لا به په پښتو ژبه شعرونه لیکي. البته دا زما خپله بې خبري وه. 

۴۳ کاله مخکي، د ۱۹۷۷ کال په ژمي کي، په دوو وروستیو پېړیو کي د پښتو د چاپ سویو آثارو د سیمینار غړی وم. د سیمینار د معمول سره سم، موږ ته هره ورځ کتابونه راکول کېدل. یوه ورځ خو یې دونه کتابونه راکړل چي زما دوست مرحوم محمدحلیم سلیمي موټر راته اووست او د خپل موټر په ټول بکس کي یې زموږ تر کوره پوري راسره یووړل. په دې جمله کي یې موږ ته د شعرونو یوه وړه مجموعه هم راکړه چي د طالب د اشعارو مجموعه ورباندي لیکلې وه. ما د سیمینار په غړو کي  له ډېرو لویو استادانو سره له نیژدې پیژندل خو، له بده مرغه، له هیچا څخه مي پوښتنه ونه کړه چي دا طالب څوک دی چي موږ ته یې د اشعارو مجموعه را وسپارل سوه.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت له طالب حسین سره ډېره ستره جفا کړې وه. لږترلږه د هغه نوم یې بشپړ نه وو لیکلی او یوازي یې طالب ورباندي لیکلی وو. د هغه د شعرونو د معرفی لپاره یې یوه کرښه هم نه وه لیکلې. زه به څه پوه سوی وای چي دا سړی څوک دی. مړ دی او که ژوندی دی. پخوانی دی او که اوسنی دی؟ هغه مرحوم به حتما نور ډېر شعرونه هم لرلي وي. ځکه څوک چي په دغه پوخوالي شعر لیکلای سي هغه باید زیات تمرین کړی وي، او په دومره وړه مجموعه نه بسیا کیږي.

د منلو خبره نه ده چي څه موده مخکي مي یوه ورځ د مرحوم بېنوا د اوسني لیکوال په کتاب کي، په تصادفي توګه،  د طالب حسین پر نامه سترګي ولګېدلې. یو له هغو شعرونو څخه  چي مرحوم بېنوا د طالب حسین د کلام د نمونې په توګه اخیستی وو، د هغه په وړوکې مجموعه کي، چي زما سره پرته وه، هم موجود وو. تاسي باور وکړی، له خپلي دومره بېخبری څخه، خجالت سوم. 

اوس د ذبیح الله غفوري په نوم یو بل تن دی؛ هغه هم د کندهار په توپخانه کي زېږېدلی  او زموږ له شیعه وروڼو څخه دی. ښه پښتو شعرونه او غزلي لیکي؛ البته د طالب د اشعارو پوخوالي ته د رسېدلو په لاره کي لا یو څخه واټن ورته پاته دی. زه به تاسي ډېر نه منتظر کوم او د مرحوم طالب حسین یو شعر به درته وړاندي کړم. طالب حسین د رحمن بابا د یوه شعر په پیروی یو مخمس لیکلی دی:

نه محتاج د تاج او ګنج نه د سریر یم

مستغني هم له پاچا هم له وزیر یم

چي ایرې کېمیا کوي هغه اکسیر یم

 « که مي څوک په فقیری شمېري فقیر سم

که مي څوک په امیری شمېري امیر یم »

د پتڼ له سرې لمبې نه څه پروا ده

زه عاشق یم د عشق درد ماته دوا ده

لکه ګل په پرېشانۍ کي مي خندا ده

  « لکه شمع په خندا کي مي ژړا ده   

له عالمه پټ پنهان د زړه په ویر یم »

چي لمبې یې پورته کیږي له وزرو

په بل اور ده څه پروا د سمندرو

زه خو نه غواړم ژوندون د بې هنبرو

« صدقې لره یې غواړم د د لبرو

هسي نه چي په دنیا پسي زهیر یم »

د انسان زړه آیینه زړه یې صیقل دی

ښه عمل د لاري مل ضرب المثل دی

عشق مي خوی عشق مي مسلک عشق مي عمل دی

« په هجران کي غم د یار راسره مل دی

په زندان کي له یوسف سره اسیر یم »…

د مرحوم بېنوا د اوسني لیکوال په کتاب کي یې معرفي داسي راغلې ده:

« ښاغلی محمدحسین طالب د مرحوم غلام حسین زوی د پښتو او دري ژبي له پخو شاعرانو او لیکوالو څخه دی. په ۱۲۸۵ هجري شمسي کال کي د کندهار د ډنډ اولسوالی د ګوندي ګان په کلي زېږېدلی دی او لومړنی زده کړه یې د کندهار په لومړنۍ ښوونځي کي کړې ده. بیا یې د کابل د حکامو په ښوونځي کي تحصیل وکړ او هم یې متداوله علوم په خصوصي توګه لوستي دي. 

ښاغلی طالب له څلوېښتو کالو راهیسي په پښتو او دري ژبو خوندور او پاخه اشعار وايی چي په دواړو ژبو کي د اشعارو دېوانونه لري. برسېره پر دې په دواړو ژبو کي پوخ نثر لیکونکی هم دی. د کندهاري واصل دېوان هم ده مرتب کړی او چاپ کړی دی. 

بده به نه وي چي یو ځل یې فارسي کلام هم را واخلو چي د حافظ پر غزل یې مخمس لیکلی دی.

                      پیروي از استاد

اګر چه رسم ادب نیست خود پسندیدن

چه عیب پیرو استاد خود ګردیدن

سزد مرا به حریفان سفله بالیدن

« منم که شهره شهرم به عشق ورزیدن

منم که دیده نیالوده ام به بد دیدن »

به چشم زاهد اګر مست و رند قلاشیم

هزار شکر که چون راز عاشقان فاشیم

ولی به خلوت دل پاکباز و عیاشیم

« وفا کنیم و ملامت کشیم و خوش باشیم

که در طریقت ما کافری است رنجیدن »

ملامتم مکن ار خیمه بر خراب زدم

بکوی میکده سر در ره صواب زدم

برغم زاهد خودبین شراب ناب زدم

« به می پرستي ازان نقش خود بر آب زدم

که تا خراب کنم نقش خود پرستیدن »

درین محیط خرافات و صحنه آفات

که تیر حادثه بارد به رزمګاه حیات

ز شیر زاهد سالوس و شیخ پر طامات

« به پیر میکده ګفتم که چیست راه نجات

بخواست جام می و ګفت راز پوشیدن »

چو بنګري ز رفقیان پاک بین مجلس

چنان مکن که کني جلوه در چنین مجلس

و ګر تو صدر شوي واعظا درین مجلس

« عنان به میکده خواهیم تافت زین مجلس

که وعظ بی عملان واجب است نشنیدن »

جنون عشق غیور است و شهر پر آشوب

که نور دیده برد نور دیده از یعقوب

دلا مباد رسد روز طالعت به غروب

« ز خط یار بیاموز مهر با رخ خوب

که ګرد عارض خوبان خوش است ګردیدن »

اګر نه یارمني عشوه پی هم چیست؟

و ګرنه برسر لطفی جفای هردم چیست؟

بغیر فرقت ګل عندلیب را غم چیست؟

« مراد ما ز تماشای باغ عالم چیست؟

بدست مردم چشم از رخ تو ګل چیدن »

بهار عمر که دارد خزان ز پی حافظ

همان به است به مستي کنیم طی حافظ

بشعر حافط و آهنګ چنګ و نی حافظ

« مبوس جز لب معشوق و جام می حافظ

که دست زهد فروشان خطاست بوسیدن »

مرحوم بینوا د طالب د شخصیت په باره کي لیکي چي ښاغلی طالب یو آزاد مشربه شاعر، فقیر مشربه سړی دی چي په عین فقیري کي د معنوي استغنا خاوند هم دی او په عین استغنا کي د ملګرو سره صمیمیت او تواضع هم لري. البته بینوا صاحب باید دا خبره ورسره زیاته کړې وای چي طالب یو ریښتونی ملي شخصیت دی. طالب، لکه څرنګه چي بېنوا صاحب وايی، یو فقیر مشربه سړی وو خو د ډیرو تودو جذباتو خاوند هم وو. د طالب حسین ملي احساسات او درد له هغه اوږده مسدس څخه معلومیږي چي زیات وکم پنځه پنځوس کاله مخکي یې لیکلی او په مطبوعاتو کي یې خپور کړی دی.

               د نیکه ږغ

برايی مي دا زخمي زړه ناکرار کړم

په جهان جهان غمو یې ګرفتار کړم

څه ووایم چي یې څرنګه آزار کړم

هسي رنګه چي له ژونده یې بېزار کړم

زه ګرم نه یم دا زما زړه لېونی دی

غم لړلی نازولی دی کمکی دی

په ژړا ژړا یې وایستم له ښاره

بويي تلم په توره شپه کي تر کهساره

هسي ویني بهېدلې له پرهاره

چي له غمه یې ژړل مي تر سهاره

چي له ما یې پاته کړی کلی کور دی

دا زړه نه دی په کوګل کي مي سور اور دی

د بېلتون غم مي پر زړه باندي چاپېر سو

زخمي زړه مي په غمو د جانان زېر سو

د دلدار د فراق غم را باندي ډېر سو

خپل ټبرشو را په یاد جهان مي هیر سو

نو مي مخ کی د نیکه د قبر خواته

په ژړا مي شروع وکړه دې ویناته

نیکه جانه د جانان غمو خراب کړم

نیکه جانه د هجران لمبو کباب کړم

رقیبانو په پېغور ډېر په عذاب کړم

رویباری د بېګانه خلکو تراب کړم

په دې فکر کي خورا په زړه افګار یو

چي دا پاته ولي داسي له اغیار یو؟

عاشقان د ترقۍ د خپل وطن یو

پر وطن باندي موږ تېر تر سر او تن یو

د دوست دوست او د کافر دښمن دښمن یو

پر دا خپله خرابه مېنه مین یو

څه به کړو چي دا دریاب راته ساحل شي

د لوړتیا د محبوب وصل را حاصل سي

نیکه ږغ د حال په ژبه کړ له ګوره

چي اې زویه اې زما د سترګو توره

چي د عیش پیمانه نه غواړې نسکوره

زموږ اعمال د ځان سرمشق کړه تاریخ ګوره

چي تر کومي اندازې مو قدر شان وو

په غیرت او شجاعت مو نوم نښان وو

د همت ږغ مو په کل جهان کي خپور وو

و دښمن ته معلوم شوی زموږ زور وو

په نړۍ کي زموږ د توري شور ماشور وو

هري خواته چي مو مخ به سو خپل کور وو

ور کول مو پر وطن باندي سرونه

په غیرت مو لاندي کړي وه ملکونه

چي اعلان به مو جګړه را میداني کړه

یا د جنګ پر ډګر موږ پهلواني کړه

سرومال به مو تر مېني قرباني کړه

پر دښمن به مو ترخه زندګاني کړه

په دغه صورت مو وساتی وطن خپل

اوبه کړی مو په وینو دی ګلشن خپل

اوس و تاسو ته زامنو انتظار یو

منتظر د ترقی د دې کهسار یو

په قبرو کي د وطن په غم افګار یو

که همت وکړی نو ستاسي منت بار یو

ګوندي دا خرابه خونه مو ګلشن شي

کارخانې پکښی بنا د علم و فن شي …

طالب حسین، په ۱۳۵۲ کال کي، د سرطان له کودتا څخه وروسته، له داوود خان سره د اختلاف درلودلو له امله ایران ته مهاجر سو. د داوود خان له سقوط څخه وروسته په هیواد کي داسي حالات راغلل چي د طالب حسین په څېر خلکو لپاره یې شرایط تر پخوا هم سخت کړل. هغه  مجبور سو چي خپل باقي عمر په ایران کي تېر کړي. طالب حسین  کولای سوای چي ځان لیرو هیوادونو او هوسا ژوند ته ورسوي خو لکه چي نه یې غوښتل له هیواده ډیر لیري ولاړ سي او لا یې لکه چي د بیرته ستنېدلو امید درلود. خو د میلیونونو افغانانو په څېر یې دا وروستی امید هم ګورته یووړ. هغه مرحوم په ۱۹۸۵ کال کي د قم په ښار کي وفات او په هغه ښار کي خاورو ته وسپارل سو. 

هغه نیکه چي دی یې قبر ته ورغلی وو هغه اوس دی پخپله دی. خو زه بېرېږم چي لومړی خو به یې قبر له خاورو سره ګډ سوی اوچاته به معلوم نه وي او که چیري یې قبر معلوم وي او لمسيان یې، د ده په څېر،  په ژړا ورسي او د ده په څېر ګرېوان ورته څیري کړي دی به څه ورته وايي؟ ځکه چي له طالب  سره خو هغه خبري نسته چي د ده  نیکه سره یې وې. له ده سره خو داسي څه نسته چي د خپلو لمسیو زړونه په ټکور کړي. دی به هم له خپلو لمسیو سره ژاړي او له خدایه څخه به د زړه صبر ورته غواړي. روح یې ښاد

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب