پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Homeخبرونهناټو په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر تر ۱۲ زره کم...

ناټو په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر تر ۱۲ زره کم کړی

تاند (جمعه، د عقرب ۲) د ناټو سرمنشي وايي، په افغانستان کې یې د خپلو پوځیانو شمېر تر ۱۲ زرو کم کړی دی.

ینس ستولتنبرګ پرون د ناټو د دفاع وزیرانو د انلاین غونډې د دوهمې ورځې په پای کې وویل، ناټو د افغانستان د سولې د پروسې ملاتړ کوي او په دې هیواد کې یې د خپلو پوځیانو شمېر کم کړی دی.

ستولتنبرګ یوې خبرې غونډې ته د خبرو په مهال وویل «تر څو کاله پخوا پورې موږ په افغانستان کې تر یولک ډېر پوځیان لرل او په جګړه کې ښکېل وو. خو اوس موږ په دې هیواد کې د خپلو ځواکونو شمېر تر ۱۲ زرو لږ کړی دی.»

ناټو او امریکا په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو کې تر یولکو پنځوس زره ځواکونه په افغانستان کې لرل خو د ۲۰۱۴ م کال په پای کې یې د خپلو ځواکونو شمېر ۱۷ زرو ته راکم کړ او د ټولو امنیتي چارو مسوولیت یې افغان امنیتي ځواکونو ته وسپاره.

د ناټو سرمنشي په افغانستان کې د سولې په اړه وویل چې طالبان باید له القاعده او نورو تروریستي ډلو سره اړیکې وشلوي، د تاوتریخوالي اوسنۍ د نه منلو اندازه کمه کړي او اوربند ته لاره هواره کړي.

د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ دا هم وویل چې په افغانستان کې د دوی د پوځیانو حضور د افغانستان د سولې په خبرو کې له پرمختګ او د دې هیواد له مځکنیو شرایطو سره تړلی دی.

ستولتنبرګ په زغرده وویل چې که د افغانستان د سولې او امنیت په برخه کې پرمختګ وشي نو خپل پوځیان باسي او کنې د ځواکونو د ایستلو بهیر دروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب