شپه ښه پخه شوې وه چې راغى. زما د كوټې شا او خوا ته يې په شك او ځیر وكتل او ورو يې وويل : – كېداى شي چې له تا سره يو څو خصوصى خبرى وكړم ؟
په كړوپ او خوار وجود او غږ كې يې له اسرارو نه ډكه وېره ليدل كېده. ورو كېناست او پوښتنه يې وكړه : كېداى شي چې مخامخ پرده كېكاږې ؟
ځواب مى وركړ: ولې نه! او د ده هيله مې تر سره كړه .
هغه د سر په خوځولو مننه وكړه، كړكۍ ته ځيرشو ا و په ټيټ غږ يې وويل: تل مى څاري!
– څوك ؟
– دا د ورځپاڼو خبريالان!
زه ښه ورته ځير وم. جامې يې ډېرې ښكلې او په پوره دقت ګنډل شوې وې؛ خو سره له دې يې هم بېوزله بڼه درلوده. كږه او پكه ككرۍ يې رڼه ځلېدله .
ږيره يې خرييلې وه، مخ يې ډنګر او سترګې يې سپېرې او په تورو باڼو پوښلې وې.كټ مټ د هغو كسانو په څېر چې په كوم تور نيول شوى وي. پښې يې ښكته ځوړندې وې او ښى لاس يې په زنګانه ايښى و. خپله شپو خولۍ يې په كيڼ لاس كى نيولې وه او ګوتې يې ورو – ورو لړزيدې.
بيا يې كړكۍ ته وكتل، اسوېلى يې وكېښ او وې ويل: اجازه راكړئ چې خپل ځان دروپېژنم! زه … هه … نه پوهېږم څنګه يې ووايم ؟… يو حرفوي تبهكار يم ! …
ما ځان داسې وښوده چې ګوندې د ده په خبرو سم نه يم پوه شوى، ومې پوښتل: ومو ويل چې …؟
ده خپلې خبرې جلا – جلا تكرار كړې:… زه يو تبهكار يم !
او زياته يې كړه: زه د عمومي اخلاقو او عفت ضد رواني متخصص يم ! …
په څېره او خبرو كې يې پښېماني نه ليدل كېده .
سترګې يې په داسې حال كې چې د كوم نيول شوي تورن سترګو ته ورته وې، په موسكا واړولې او وې ويل: لكه چې زما په خبرو سم پوه نه شوى؟. …
– ولې نه ؟ او هڅه مې وكړه چې د اروپايي ورځپاڼه ليكونكو په څېر، خپله بى خبري وښيم؛ خو زما خبره يې ونه منله او په داسې حال كې چې خپله شپو خولۍ يې په لاس څرخوله، وويل: زه اوس د خپل فعاليت بېلګې تا ته وايم چې ښه مې وپېژنې … سوړ اسوېلى يې وكېښ او سر يې د ځمكې په لور ځوړند شو او زه يو ځلې بيا اریان شوم چې په دې اسوېلي كې تر ستومانتيا پرته بل څه شى شته؟ خو ده پرله پسې خپله خولۍ څرخوله او وې ويل: هرومروبه مو په ياد وي چې ورځپاڼو د هغه مست سړي په هكله څه ليكلي وو؟ …اها هغه د نندارې رسوايي يادوم .
پوښتنه مى وكړه : هغه سړى يادوې چې په لومړي كتار كې ناست و او ناڅاپه په يوه هيجاني صحنه كې پاڅېد، خولۍ يې په سر كړه او نارې يې كړې: ټكسي !
ده وويل : هو… او زياته يې كړه: هو! هغه زه وم (هغه جامې چې ماشومان ځوروي)، دا خبر هم ما په ورځپاڼو كې خپور كړى و. همدا شان دې خبرونو هم په ما پورې اړه درلوده (هغه سړى چې خپله ښځه خرڅوي)، (هغه سړى چې په واټ كې له يوې ښځې ناروا غوښتنې كوي) … لنډه دا چې، څه سر به دې خوږوم، لږ تر لږه په اوونۍ كې يو ځل زما نوم په ورځپاڼو كې خپرېږي او هر ځل چې د عمومي اخلاقو او عفت يوه برخه تر پښو لاندې كېږي، زه ….
ده پرله پسې خبرې كولې. غږ يې جړ شوى و او زه په هـېڅ نه وم پوه شوى او دا هڅه مې هم كوله چې دى په دې موضوع پوه نه شي او د نورو ليكوالو په څېر مې يو داسې رول لوباوه چې، ګواكې په هرڅه پوهېږم او د نورو انسانانو ژوند مې په ورغوي كې دى.
له لږ ځنډه وروسته مې سر پورته كړ او په فيلسوفانه ژبه مې وويل: اهه … او ته له دې كاره خوند اخلې!
– ستاسو نه دې پټه نه وي، په ځوانۍ كې مې خوښېدل؛ خو اوس چې پنځه څلوېښت كلن سړى يم، واده مې كړى او دوه لوڼې لرم … په دې شرايطو كې په اونۍ كې دوه_ درې ځله په ورځپاڼو كې د فاسد او تبهكار په نامه معرفي كېدل، ډېر ځورونكى كار دى او ورځپاڼه ليكونكي دې هم څاري چى. …
زه د خپلو حواسو د ګډوډۍ د پټولو له پاره وټوخېدم او پوښتنه مې وكړه: غواړۍ چې ووايي په يو ډول ناروغۍ اخته يې ؟
ده د سر په خوځولو(نه) وويل او زياته يې كړه: نه! دا زما كار دى، زه د ګڼې – ګوڼې په ځايونو كې، د كوچنيو شخړو او جنجالونو د پيدا كولو متخصص يم. البته زموږ په موسسه كې داسې كسان هم شته چې مهمې او جدي چارې ور په غاړه دي. لكه مذهبي قوانينو ته په درنه سترګه نه ګوري، نجونې او ځوانې ښځې بې لارې كوي، له زرو ډالرو څخه ډیره غلا كوي او ….
ده د يوه كسبګر په څېر، پرله پسې د خپل كار غورې كولې او ما ته ورو – ورو غوسه راتله .
له ده مې وپوښتل چې اوس دا كار نه خوښوي؟
په ټيټ غږ يې ځواب راكړ: نه !
هك پك شوم، تلوسې په سر واخيستم او پوښتنه مې وكړه : كله چا بندي كړى يې؟
– درې ځله ! معمولاً جريمه كېږم او جريمه هم زما موسسه وركوي ….
سمدلاسه می دا خبره له خولې ووته: موسسه! ….
د ده شونډې په موسكا بېرته شوې او وې ويل: هو! موسسه. زه په اونۍ كى پنځوس ډالره معاش لرم او جريمه نه شم وركولاى. دا پيسې زما د څلور كسيزه كورنۍ لګښت نه شي پوره كولاى .
له خپله ځايه پاڅېدم او ومې ويل: اجازه راكړئ چې لږ فكر وكړم .په ډېر درناوي يې وويل: هيله كوم مهرباني وكړئ.
په كوټه كې مې قدم وهل پيل كړل او هر ځل به چې د ده له مخې تېرېدم، هڅه مې كوله چې د روحي ناروغيو ټول ډولونه په ياد كړم. زړه مې غوښتل چې ناروغي يې وپېژنم؛ خو دا كار مې نه شو كولاى. د ځوانۍ لېونتوب خو نه و؟
ده په خپلو سترګو څارلم. د وچوشونډو موسكا يې په سپېره او خوار مخ كې له ورايه ښكارېده او داسې يې ښودل چې ګوندې د كوم شي انتظار باسي.
مخامخ ورته ودرېدم او ومې پوښته: تا يوه موسسه ياده كړه …هه … ؟
– ولى ؟
_ دا موسسه ډېر كاركوونكي لري؟
_ هو! په دې ښار كې، يوسلو پنځه ويشت نارينه او پنځه اويا ښځى دي.
_ په دې ښار كې! هه … نو په نورو ښارونو كې هم څانګې لري؟
دوستانه موسكا يې وكړه او په ځانګړې ادا يې وويل: هو په ټول هېواد كى!
زړه نازړه مې ترې بيا پوښتنه وكړه: دا موسسه څه رسمي كار لري؟
– اخلاقي قوانين تر پښو لاندې كوي .
دا وخت له څوكۍ څخه پاڅېد،د كوټې په كوچ كې وغزېد او ما ته ښه ځيرشو. ښايي چې زه به يو وحشي او بې تمدنه سړى ورته ښكاره شوى وم؛ ځكه چې نور يې ډېر بې پروا چلند كاوه.
له ځان سره مې وويل: پاګله! دومره ناپوه رول مه لوبوه او چیغه مې كړه: ډېر په زړه پورې كار دى، رښتيا په زړه پورې دى! خو ولې دا كار كوئ ؟
وې خندل او زما د خبرې په غبرګولو يې پوښتنه وكړه : ولې دا كار كوئ! يعنې څه ؟
– زه غواړم په دې پوه شم چې دا موسسې ولې اخلاقي قوانينو ته په سپكه سترګه ګوري؟
– همغسې چې تاسو وفرمايل .
– او بايد هوسا ژوند وكړو.
– هرومرو .
پاڅېد، زما په لور راغى او د يوه نژدې دوست په څېر يې په اوږه څپېړه راكړه .
– اوس نو ته ووايه، پرته له دې چې اخلاقي قوانين ترپښو لاندې شي، ژوند هوسا كېداى شي ؟
ورو لرې شو او د هغه پاخه كب په څېر چې، په قاب كې ځاى په ځاى شوى وي، بيا په كوچ كې وغزېد. يو سګرټ ته يې اور ورته كړ او زياته يې كړه: څوك غواړي چې ځمكني توت د څراغ په تېلو كې وخوري؟ دا يې وويل او د اورلګيتو خاشه يې همغسى روښانه، په غالئ وغورځوله.
په داسې حال كې چې ما مخامخ ده ته كتل، په اعتراضيه ډول مې وويل: ستا په مخكنيو خبرو هېڅ پوه نه شوم.
وې خندل او وې ويل: ما ستا د پوهې او هوښيارۍ په هكله بله عقيده درلوده .
ادب يې ورو – ور هېركړ، د سګرټ ايرې يې په غالۍ تويولې اود دود كړيو ته يې په ځير – ځير كتل. دا وخت يې په داسې ژبه، چى ګوندې په هر څه پوهيږي، وويل: تر كومه ځايه چې زه پوهېږم، اخلاقي بنسټونه دې ډېر پياوړي نه دي .
ورو مې ځواب وركړ: ما تل دا هڅه كړې چې پياوړي يې كړم او ښه يې وپېژنم .
لومړى يې خپل سګرټ ته وكتل او بيا يې په فيلسوفانه لهجه گ وويل: كه څوك سر په دېوال ووهي، نو دا مانا نه لري چې ګواكې دېوال ښه پېژني .
_ سمه ده؛ خو نه پوهېږم چې اخلاقو ولې زه تل شړلى يم؟ كټ مټ د هغه پلاستيكي پنډوسكې په شان چې دېوال يې بېرته په شا تمبوي.
د نصيحت په ژبه يې وويل : د تربيې كمزورتيا ده!
– امكان لري! خو د اخلاقو ډېر افراطي خوښوونكى چې تر اوسه يې زه پېژنم، زما نيكه و. ده د جنت ټولې لارې پېژندلې. يوازې هغه و چې حقيقت يې پېژنده او هڅه يې كوله چې هغه د كورنۍ ټولو غړو ته وپېژني. دى د خداى په وړاندې د انسان په ډېرو كوچنيو دندو هم پوه و او ان هڅه يې كوله چې سپي او پشيان هم سم وروزي؛ خو سره له دې ډېر خسيس سړى و، زيان رسونكى و، درواغ يې ويل، سود يې خوړ او د يوه بې غيرته په څېر ظالم و. البته دا د اخلاقو د ښوونكو ګډ خاصيت دى، خپل خپلوان يې هر وخت وهل – ټكول …، ما هڅه وكړه چې هغه لږ جوړ او نرم كړم. يوه ورځ مې له كړكۍ څخه بهر ته ګوزار كړ. بله ورځ مې په هېنداره په ككرۍ وويشته، هېنداره ماته شوه؛ خو په نيكه كې كوم بدلون رانغى. هغه ان د مرګ تر شېبې پورې د اخلاقو ښوونكى پاتې شو …، له همدې امله اوس په اخلاقو پورې مربوطې مسئلې په ما كې كركه پاوري .. . كېداى شي چې ته ما بيا ورسره پخلا كړې.
خپل ساعت يې له جېبه وكېښ، ورته يې وكتل او ما ته وويل: زه وخت نه لرم چې سبق دركړم …، خو اوس چې دلته راغلى يم، په تش لاس بېرته نه ګرځم. سړى هر كار چې پيل كوي، بايد پاى ته يې ورسوي. ښايي چې ته هم بيا له ما سره مرسته وكړى شې …، خبره ډيره نه اوږدوم ….
خپلې سترګې يې چوغې كړې او وې ويل: ستا له پاره اخلاق په كاردي! دا خبره په ياد ولره چې ولې درته په كار دي؟ ځكه چې ستا شتمني، حقوق او هوساينه ساتي. يا په بله وينا، ستا د (همنوع ) ګټې ساتي او دا (همنوع) ته په خپله يې، ښه پام وكړه! كه چېرته ستا مېرمن ښكلې وي، نو خپلو – خپلوانو ته وايي: (د همنوع ښځې ته بايد ونه ګورو)، كه څوك پيسې، غوايه، مځكې او نوره شتمني ولري او په څنګ كې لږ هوښيار هم وي، هرومرو به د اخلاقو ښوونكى وي! اخلاق هغه وخت ګټور دي چې، ته هرڅه ولرې او وغواړې چې، هغه د ځان له پاره وساتې؛ خو كه د سر له تور ويښتانو پرته بل شى و نه لرې، اخلاق هېڅ ګټه نه شي دررسولاى .
په خپل پك سر يي لاس راښكود او وې ويل: اخلاق ستا ګټې ساتي اوهغه وخت بيا هڅه كوې چې خپل خپلوان دې هم په دې (ساتندوي) سبمال كړې، په واټونو كې پوليس ګمارې او د انسان اروا د اخلاقو په جېل كې ايساروي. دا انسان بيا د همغه پوليس په څېر، هغه فكر چې د هغه له ګټو سره خورا لږ توپير يا تضاد ولري، تر ستوني نيسي او له منځه يې وړي. په هر ځاى كې چى اقتصادي تضادونه ډیر وي، اخلاق هم پياوړي وي. زه هر څومره چې ډېره شمتني ولرم، هغومره به لوړ اخلاق هم ولرم. امريكايي شتمنو ته پام وكړه، د اخلاقو د تبليغ له پاره يې سرعت سل كيلومتره دى! همداسې نه ده؟
ما وويل: همداسې ده؛ خو زه په يوه خبره پوه نه شوم، هغه موسسه چې تا يادوله او دا مسايل، څه اړيكې سره لري ؟
جدى يې وويل : لږ صبر وكړه، تر دې ځايه خو دې خبرې ومنلې؟ هه … اخلاق غواړي خلك په دې وپوهوي چې تاسې كرار او هوسا پرېږدي. غوږ ونيسه، كه ډېره شتمني ولرې، هوس دې هم ډېرېږي او هڅه كوې چې خپلې هيلې تر سره كړې. ښه اوس نو چې اخلاقي قوانين تر پښو لاندې نه كړې، خپلې ټولې هيلې او غوښتنې نه شې عملي كولاى …، نو څه بايد وشي ؟ داسې خو نه شي كېداى چې، هم د يوه قانون مبلغ واوسې او هم يې په خپله ونه منې؛ ځكه بيا د خلكو اعتماد كمېږي. ټول خو ليونيان نه دي …، دې نمونې ته پام وكړه. كه يو وار شامپاين څښې او بيا د بل چا ښځه ښكلوې؛ نو د عمومي اخلاقو له نظره ،دا ښه كار نه دى؛ خو ستا د وخت له ښه تېرېدو سره مرسته كولاى شي. دا هغه كوچنۍ ګناه ده چې ډېر خوند او خوشحالي لري. دلته يوه پوښتنه پيدا كيږي: څنګه كولاى شو چې اخلاقي بنديزونه او نفساني خوندونه سره نژدې كړو ؟ بله نمونه د دې له پاره چې ستا مال او شتمني خوندي وي، خلكو ته وايې چى غلا خورا بد كار دى ! او قتل ډېر ناوړه كاردى؛ خو كه يوه ورځ ستا د سكرو د كان كارګران په يوه اواز د معاش ډیروالى وغواړي، سملاسي له (امنيتى ځواک) څخه مرسته غواړې او په لسګونو كارګران په خپلو وينو لمبوې. يا كه د خپل تجارتي مال له پاره بازار نه لرې، دولت ته خبر وركوې او دې ته يې اړ باسې چې ستا مال ته بازار ولټوي. دولت هم سمدستي د اسيا يا افريقا يوه ځاى ته پوځونه استوي او ستاد (همنوعانو) د څو زره كسانو د وژلو په بيه، يو لوى بازار درته وړاندې كوي چې دا خبره ستا له اخلاقو، پرهيزګارۍ او انسان پالنې سره نه جوړېږي؛ خو كله چې بوميان او كارګران وژنې، خپل دا جنايت د حكومت د ګټو په نامه پټوې، په داسې حال كې چې دا حكومت، پرته له تاسو شتمنو څخه وجود نه لري.
اوس به راشو دې ته چې تر دې نه هم د كوچنيو شخړو، كړكېچونو، شهوتى مسايلو او كوچنيو غلاوو ستونزې ډېرې دي. شتمن فكر كوي چي د دوى مال، بال بچ او ښځه بايد خوندي او په ټولو ګران وي او كورني شرافت ته يې په درنه سترګه وكتل شي؛ خو دوى بيا د دې مقرراتو پروا نه ساتي. دوى نه شي كولاى چې د نورو خلكو شتو او ښځو ته احترام ولري او د خپلو(همنوعو) نجونو د لمنې پاكوالى په پام كى ونيسي. دوى خپل ځانونه نه شي ايسارولى او خپل جسمي او نفساني خوند او خوښي نه شي هـېرولاى. د دې كسانو ژوند پرله پسې له غلا سره مل وي. پيسې او شتمني د خلكو له لوټولو څخه تر لاسه كوي. البته دا كار د پانګې له زياتوالي او د ټولنې له ودې سره مرسته كوي، پوه شوې كه نه؟… دوى په لسګونو او سلګونو ښځې غولوي، مينه نه پېژني او ټوله نړۍ ورته په دوو برخو وېشل شوې ده: هغه كسان چې دى يې لوټوي او هغه كسان چې په دې لوټ كې له ده سره سيالي كوي.
ورو يې وخندل، خپل سګرټ ته ځير شو او وې ويل: په دې توګه وينو چې اخلاق يوازې شتمنو او بډايانو ته ګټه لري او د نورو په زيان دي. له بله پلوه اخلاق د شتمنو كسانو له پاره يو اضافى څيز دى، په داسې حال كې چې د نورو خلكو له پاره اړين برېښي. له همدې امله د اخلاقو ښوونكى هڅه كوي چې نور كسان پرې سمبال كړي او ځان ترې ګوښه وساتي. پام كوه! څنګه كولاى شو چې خلك د ځان په ګټه، د اخلاقي قوانينو د رعايت په اړتيا او اهميت پوه كړو ؟
كه دا كار نه شو كولاى، بله لاره هم شته ! خلك بايد هيپنوتېز شي او دا كار ښه برى لري .
د سر په خوځولو يې خپلې وروستۍ خبرې تائيد كړې او زياته يې كړه: كه خلك د اخلاقي قوانينو په اهميت او اړتيا نه شې پوهولاى، هڅه وكړه چې په وجدان باندې يې خوب راولې .
دا وخت يې خپل لاس زما په زنګانه كېښود، ښه راته ځير شو او ورو يې وويل: هغه څه چې اوس درته وايم ، پټ وساته، سمه ده ؟
– هو!
-_ هغه موسسه چې ما مخكې ياده كړه، د خلكو د عمومي افكارو د ويدولو(هيپنوتيزم) له پاره زيار باسي. ښه پام وكړه ، دا يوه پخه امريكايي موسسه ده .
ما د خپل سر په خوځولو د هغه خبرې تائيد كړې .
– ته پوهېږې چې خلك زموږ په هـېواد كې يوازې يوه هيله لري: شتمنى! دلته هر څوك غواړي چې شتمن وي، دلته هر انسان د بل له پاره د اومو موادو بڼه لري او ټول په دې هڅه كې دي چې يو له بل څخه لږ (زر) ترلاسه كړي .
پوښتنه مى وكړه: دا ستاسو شخصى عقيده ده ؟
په شيطانت يې ځواب راكړ: له نېكه مرغه چې زه د دې عقيدې لومړى څښتن نه پېژنم ! او په دې هم نه پوهېږم چې دا عقيده مې له كومه پيداكړې ده ؟ … زه يوازې هغه وخت دا خبرې يادوم چې له يو غير عادي سړي سره مخامخ شم.
ښه! اصلى خبرې ته به راوګرځو: دلته خلك د ګناه له پاره پوره وخت نه لري، ورځني كار خلك دومره ايسار كړي چې، د وخت تېرولو او شهواني چارو قوت، هوس او د فكر وخت نه ورپاته كېږي.
دوى يوازې په كار بوخت دي او بس، او له همدې امله يې ځان څه ناڅه ګوښه كړى دى .
شا او خوا يې وكتل او خپل غږ يې ټيټ كړ.
_ يو وخت، د نيويارك شتمنو نوى فكر وكړ او پریکړه یی وکړه چې په ټول هېواد كې، په برالا توګه د اخلاقي قوانينو د ماتولو يوه پټه موسسه جوړه كړي. سملاسي بسپنې ټولې شوې او د موسسې څانګې په پټه پرانستل شوې .دې موسسې دنده درلوده چې عمومي افكار ويده كړي. زما په شان نوكران يې وموندل چې په ډاګه اخلاقي قوانين تر پښو لاندې كړو. د دې موسسې د څانګو مشران معمولاً د ورځپاڼو مديران دي چې پوره تجربه لرى…
ما د ده خبره پرې كړه او ومې ويل: زه تر اوسه لا هم ستا د موسسې په هدف سم نه يم پوه شوى.
ځواب يې راكړ: هدف ډېر روښانه دى، ما خو مخكې هم درته وويل چې زموږ د ټولنې بېوزلي وګړي د كوچنيو ګناهونو وخت او انرژي نه لري، له بله پلوه دا هم اړينه برېښي چې د ټولنې اخلاقي قوانين څه ناڅه تر پښو لاندې شي او ورځپاڼې بايد پرله پسې په دې هكله خپرونې وكړي او د خلكو سترګو ته خاورې وپاشي. د دا راز خپرونو او پروپاګند په څپو كې، حقيقت له خلكو نه ورك شي. كه يو لوى پنډ د ارې سي (بوره اره) سيند ته ګذار كړې او يوه ښكلى لكړه (امسا) هم پکی وي، ته يې نه شې ليدلاى. بله بېلګه: كه ته د خپل ګاونډي د پيسو بټوه پورته كړې او سمدلاسه د خلكو پام هغه ماشوم ته واړوې چې يو چارمغز يې پټ كړى دى، نه رسوا كيږې؛ خو بايد تر ټولو نه جګې- جګې نارې ووهې.
نو زموږ موسسه هم د لويو جنايتونو د پټولو له پاره وړې – وړې شخړې او صحنې جوړوي .
اسوېلى يې وكېښ او د كوټې په منځ كې غلى ودرېد.
– مثلاً كه ښاريان په دې خبرېږي چې يو لوى، بډاى او زورور سړي خپله مېرمن وهلې؛ نو زموږ موسسه سمدلاسه ما او زما نور ملګرو ته دنده وركوي چې خپلې ښځې ووهو او موږ دا كار كوو. له هغه ځايه چې زموږ مېرمنې زموږ په دنده خبرې دي، بېسارې نارې-_ سورې جوړې كړي، سبا ټولې ورځپاڼې دا خبرونه خپروي او د هغه بډاى او زورور سړي عمل د خلكو له ياده باسي. بله نمونه: په ښار كې اوازى خپرېږي چې د مشرانو جرګې ځينو غړو بډې اخيستي، زموږ موسسه سمدلاسه څو پوليسانو ته بډې وركوي او ورځپاڼې دا خبر خپروي، دلته ګوري چې (اوازې) د(حقيقت) په وړاندې هېرېږي. يا يو(معتبر) سړى يوې ښځې ته ښكنځلې كوي، سبا په سلګونو كسان په واټوڼو او هوټلونو كې، ښځو ته ښكنځلې كوي او د ښكنځلو په دې سيلاو كې هغه معتبر سړي له ياده وځي او په دې توګه په لسګونو كوچنيو غلاو كې يوه لويه غلا وركېږي او د سلګونو كوچنيو شخړو او صحنو په منځ كې يو لوى جنايت پټېږي.
د كړكۍ خوا ته ورغى، دب اندې يې وكتل. بيا بېرته راستون شو، په څوكۍ كېناست او ورو يې وويل: زموږ موسسه په داسې حال كې چې، پرله پسې د اخلاقو او قانون له پاره نارې_ سورې وهي او د خلكو سرونه په رنګارنګو اوازو ډكوي، د امريكايي ټولنې پاسنۍ طبقه د ولس له قضاوت څخه پټه ساتي. زموږ موسسه د شتمنو كسانو جنايتونه پوښي، ولس هيپنوتېز شوى او دومره وخت نه لري چې پېښې وڅېړي. يوازى هغه ورځپاڼې لولي چې په مليونرانو پورې اړه لري، دا موسسه هم همدې مليونرانو جوړه كړې ده …. اوس پوه شوې، لوى نوښت يې كړى .…
غلى شو، ځمكې ته ځير او په فكر كې ډوب شو.
– ډېره مننه كوم چې په دې خبرو دې پوه كړم .
سريې ورو جګ كړ. بد – بد يې راته وكتل او د پوهانو په څېر يې وويل: داخبرې خورا په زړه پورې دي؛ خو زه اوس ستومانه شوى يم، ښځه لرم او په دريو كلنو كې مې ځانله يو كمكي شانتې كور برابر كړى دى. دا كار ډېرې ستونزې لري او زه استراحت ته اړ يم. اخلاقي قوانينو ته د خلكو د احترام كمزوري كول، وړوكى كار نه دى. پام وكړه شراب م اته زيان رسوي؛ خو كله ناكله يې څښلو ته اړ كېږم. زه مې له ښځې او كورني ژوند سره مينه لرم؛ خو مجبور يم چې هره شپه هوټلونو او رستورانو نو ته لاړ شم او هلته صحنې جوړې كړم …، ځكه كه دا صحنې نه وي ، بيا به ورځپاڼې څه ليكي ؟، … تر اوسه پورې ورځپاڼې زما مستعار نومونه خپروي؛ خو يوه ورځ به زما اصلي نوم هم ومومي او زه به د ښار پرېښودو ته اړشم ،… زه غواړم ستا سره مشوره وكړم …، د يوه پېچلي كار په هكله !
ماوويل: مهرباني وكړه .
ما ورته وويل: دا كار مه كوه .
داسې يې راته وكتل چې زما زړه پرې وسو.
– زه به د اونۍ پنځوس ډالره له كومه كوم ؟ په موسسه كې ډېرى جايزه هم شته ! په دی نه كېږي ، يوه بله لار ومومه .
ما ورته ووېل: دا كار ډېرې ستونزې لري .
– څه ستونزې ؟ تاسې اروپايان اخلاقي مسايلو ته ډېر په سپكه سترګه ګوري …
موږ په دې پوهېږو !
خپلې وروستۍ خبرې يې په ډېر ډاډ وكړې. بيا ما ته نژدې شو او ورو يي وويل: ته ډېر اروپايان پېژنې او له ډېرو سره به نژدې اړيكې لرې. …
پوښتنه مې وكړه: له اروپايانو سره زما پېژندګلوي اونژدې اړيكې ، ستا له پاره څه ګټه لري؟
– څه ګټه لري؟
يو ګام په شا لاړ. ما ته ځير شو او وې ويل: ګټه يې دا ده … زه دا تورپوستې معشوقې نه شم پاللې، هو … زه مې له خپلې ښځې سره مينه لرم. هغه هېڅكله ما ته دا اجازه نه راكوي چې …، ته يو اروپايي راوپېژنه چې له ما سره مرسته وكړي، اروپايان اخلاقي قوانينو ته پام نه كوي او ان پرې خاندي! يو مهاجر ومومه، زه به په اونۍ كې لس ډالره هم وركوم، كه څنګه ؟
تورپوستې ښځې به زه پيدا كوم، له ښاره به يې باسم، دى به يوازې ورسره پريوزي او ماشومان به زېږوي … دا كار بايد همدا نن شپه وشي … او كه نه په جنوبي ايالتونوكې به لويه رسوايي جوړه شي …
زه پاڅېدم او د ده په ككرۍ مې د سوك ګوزارونه وكړل. دى ووت او زه له كړكۍ څخه د بهر په ننداره بوخت شوم. دى لاندې ولاړ و او ما ته يې لاس خوځاوه، كړكۍ مې پرانستله او ومې پوښتل: نور څه وايې ؟
– خولۍ مې هېره شوې ده .
خولۍ مې ورګوزار كړه او كړكۍ مې بېرته وتړله. د ده غږ مې واورېد چې ويل يې: