شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهيوناما افغانستان سره د نړیوالو مرستندویانو په همکارۍ ټینګار وکړ

يوناما افغانستان سره د نړیوالو مرستندویانو په همکارۍ ټینګار وکړ

تاند:(شنبه ،د عقرب یو ویشتمه)‏‌ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سياسي نمايندګۍ (يوناما) ‏مشرې رزا اوتنبایوا له افغانستان سره د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان، اروپايي ټولنې او نړيوال بانک د همکاريو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

نوموړې د يو شمېر هېوادونو له سفیرانو سره په لیدنه کې ویلي، چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره دغه هېواد سره اقتصادي همکارۍ مهمې دي.

د یوناما د دفتر په یوه اعلامیه کې راغلي، چې د دغو ليدنو پر مهال د ژمي له رارسيدو سره د افغانستان لپاره د بشري مرستو په ګډو هڅو ټينګار شوی.

د یوناما مشرې مخکې د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي سره هم په لیدنه کې ډاډ ورکړی و، چې د افغانستان او نړيوالې ټولنې تر منځ به د اړیکو د تامين لپاره د پله رول لوبوي.

دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د ژمي له رارسيدو سره په افغانستان کې د بشري ناورين د شدت اندیښنې هم په زیاتیدو دي.

د طالبانو حاکمې ادارې هم له نړیوالو او مرستندويانو غوښتي، چې افغان بېوزلانو او مرستو ته مجبوره خلکو سره عاجلې مرستې وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب