شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد بي بي سي مشرې ته د حقاني ګیله؛ رسنۍ زموږ بیساري...

د بي بي سي مشرې ته د حقاني ګیله؛ رسنۍ زموږ بیساري پرمختګونه نه منعکسوي

تاند:(شنبه ،د عقرب یو ویشتمه)‏‌ ‏د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني نن د بي بي سي د جنوبي اسیا څانګې له مشرې جیکي مارټینز سره لیدلي.

د حقاني د دفتر په اعلاميه کې راغلي ،چې په دې کتنه کې حقاني وویل:« بي بي سي په نړیواله کچه یوه مهمه رسنۍ ده؛ خو مونږ غواړو نړیوالې رسنۍ چې پراخ پوښښ لري، واقعاً بې پرې وي، خصوصاً د افغانستان په اړه مو توقع داسې ده.»

ويل شوي،چې حقاني بي بي سي ته د همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې د طالبانو حاکمه اداره بې ساري پرمختګونه لري خو نړیوال مطبوعات یو شمېر غیر سیاسي او داخلي مسایلو ته سیاسي رنګ ورکوي.

د طالبانو د اعلاميې له مخې، جیکي مارټینز سراج الدين حقاني ته وويل،چې افغانستان ورته اهمیت لري او هڅه کوي ډیرو برخو او پرمختګونو ته خبري پوښښ ورکړي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر د بي بي سي دغې مشرې ته په داسې مهال د همکارۍ ډاډ ورکړی، چې د دوی له واکمنيدو وروسته په افغانستان کې سلګونه رسنۍ تړل شوي او سلګونه خبریالان د طالبانو له لاسه د هېواد پريښودو شکايت لري، خو طالبان دغه خبرې ردوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب