جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهروسي کارپوه: د منځني اسيا هر هېواد په افغانستان کې په خپلو...

روسي کارپوه: د منځني اسيا هر هېواد په افغانستان کې په خپلو ګټو پسې دی

تاند:(شنبه ،د عقرب یو ویشتمه)‏‌ د روسیې يو کارپوه په افغانستان کې د طالبانو حاکمې ادارې سره د منځني اسيا هېوادونو د تعامل په اړه ويلي، چې هر هېواد د‌ خپلو ګټو د لاسته راوړلو په هڅو بوخت دی.

الکساندر کنیازف، چې د سن پترزبورګ د دولتي پوهنتون استاد دی، وايي هر هېواد د‌ خپلو سیاسي او اقتصادي ګټو د لاسته راوړلو لپاره طالبانو سره د تعامل لاره تعقیبوي.

نوموړي د قرغیزستان یوې رسنۍ ته لیکلي، چې افغانستان قزاقستان ته د غله جاتو ښه بازار دی، ترکمنستان او تاجیکستان ورسره په ټاپي پروژه کې ملګري دي، ازبکستان د خپلو صنايعو لپاره ښې اړيکې ورسره غواړي او نور هېوادونه هم هر يو په یوه برخه کې د همداسې علاقه مندۍ له مخې تعامل ورسره کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې نور شنونکي په سيمه کې پاکستان، ایران، روسيه او چين تر نورو هېوادونو په افغانستان کې د ډېرو ګټو لرونکي ګڼل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...