پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهمولانا فضل الرحمن: د شوروي خلاف جهاد نه دی شوی، موږ ټولو...

مولانا فضل الرحمن: د شوروي خلاف جهاد نه دی شوی، موږ ټولو د امریکا خدمت کاوه

تاند:(شنبه ،د عقرب یو ویشتمه)‏‌ د پاکستان مشهور مذهبي سياستوال مولانا فضل الرحمن وایي، د شوروي سره جنګ جهاد نه بلکې د امریکا لپاره د پاکستان، عربي هېوادونو او افغان جهادي تنظیمونو ګډ خدمت و، چې تر سر شو.

نوموړي دا څرګندونې د پاکستان له جیو تلویزیون سره په تازه مرکه کې کړي دي.

مولانا فضل الرحمن د پاکستان پوځ او استخباراتو ته له نیږدې مذهبي سیاستوالو او په افغانستان کې د تېرو څلورو لسيزو جګړو له اصلي توجیه کوونکو او هڅونکو ملایانو څخه ګڼل کیږي.

هغه تورن و، چې د خپلو استخباراتو په اشاره یې د افغانستان د مختلفو نظامونو د ړنګولو لپاره مذهبي افراطيان روزلي او د جګړې فتواوې یې ورکړي.

نوموړی د شوروي او امریکا دواړو خلاف له افغان جنګياليو ملاتړ کاوه او له مهمو ملاتړو څخه يې و.

هغه نه دي ويلي، چې د امریکا او پرزول شوي افغان جمهوري نظام خلاف فعالیت یې چا حمایه کاوه؟

1 COMMENT

  1. الله رب العزت فرمایی؛مثل الذین حملوا التورات ثم لم یحملوها کمثل الحمار یحمل اسفارا ۰۰۰۰۰۰
    دا حمار د دین په لباس که د حمار باشی په چُوکَه هنګ وهی، ځان ته ډیزل برابروی، نه انسانی او اسلامی هدف لری او نه د خلکو د ژوند او خدمت لپاره برنامه ، لکه شاګردان یی په افغانستان کی۰
    د هیرا منډه یی شریکه؛ستا په موجودیت کی د ښځو شبانه تبادله ترویج کیږی ۰
    ته که مجاهد او عالم وی ، اول خپل کور او ما حول اصلاح کړه،پولیس ته دی ووایه چې افغانان هغه
    هم زنانه،سپین ږیری او ماشومان تر ستونی مه نیسه ،تا خو ویلی؛ جهاد افغانستان دفاع پاکستان۰
    اوس چا ډیزل درواچول چې ؛خپل فساد ته جهاد وایی ، جهاد اصیلو افغانانو کړی ،هغه چې ؛ستا پر
    لار او درس روان دی ، تا غوندی خپل ناموس په پنځوس ډالر خرڅوی ۰
    مجاهدین هغه وو چې ؛ پاکستان او نړۍ ته یی نجات ورکړ، ته خو ام الفساد یی ،ځکه فساد ترویجوی۰
    الله رب العزت دی ظالمان او مفسدین تباه کړی ـ امین

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب