شنبه, مې 4, 2024
Home+ترهګري او ګوریلايي جګړه

ترهګري او ګوریلايي جګړه

کتاب: نړیواله ترهګري

لیکوال: هیري هنډرسن

ژباړه: رحمت شاه فراز

څلورمه برخه

ترهګري او ګوریلايي جګړه

که د ترهګرۍ او انقلاب ترمنځ د تړاو موندل ستونزمن وي، نو د ترهګرۍ او ګوریلايي (یا نادودیزه) جګړو ترمنځ توپیر لا ډېر لانجمن او پرابلم جوړوونکی دی. د امریکا پوځ په دې اند دی، چې دغه ډول جګړه په ځان کې لاندې موارد رانغاړي:

په دغه جګړه کې په هغه خاوره کې پراخه نظامي او غیرنظامي عملیات سرته رسېږي، چې دښمن نیولې وي، د دښمن په ولکه کې وي او یا له سیاسي پلوه حساسه وي. نادودیزه جګړه په خپل ځان کې د ګوریلايي جګړې اړوند ډولونه، چریکې بریدونه، د نظام ړنګول، سبوتاژ او یا د ټیټې درجې، پټ او مخفي عملیات رانغاړي، خو دغه جګړه یوازې تر دغو اړخونو محدوده نه وي او ممکن نور شکلونه هم ولري. د نادودیزې جګړې دغه تړلي ابعاد د یوې داخلي ډلې له لوري په یوازې ځان یا له نورو ډلو سره په ګډه سرته رسېږي او معمولاً د جګړې او سولې په ټولو حالاتو کې د یوې خارجي سرچینې له لوري ملاتړ او رهبري کېږي.

د شلمې پېړۍ په وروستیو کې هغه ګوریلايي عملیات ډېر زیات عام وو، چې د مشروع دولتونو پر ضد به سرته رسېدل، په تېره په لاتینه امریکا، افریقا او شمال ختیځه اسیا کې. په دغو شخړو کې عموماً کلیوالو سیمو ته اور اچونه، د دولتي چارواکو مثلاً ولسوالانو وژنه او ان په لویه کچه ټولوژنې شاملې وې. که دغه کړکېچ ته په خپل ذات کې وګورو، نو په یقیني معنا ترهګریزې کړنې دي او په دې دلالت کوي، چې ګوریلايي جګړه په ځان کې ترهګري هم لري. خو بیا هم د دغو دواړو ترمنځ اړیکه خورا پېچلې ده. د ګوریلايي جګړې د یوه کارپوه په وینا:

دغه ادعا له شک پرته ناسمه ده، چې ترهګري له ګوریلايي جګړې څخه بېله نه ده، ځکه یو شمېر مهم ګوریلايي خوځښتونه شته، چې په ډېر ټینګار له ترهګرۍ سره مخالفت کوي. خو بیا هم… حقیقت دا دی، چې اوسني ګوریلايي غورځنګونه یا له وخت سره او یا د خپلو فعالیتونو په بېلا بېلو پړاوونو کې له ترهګري ګټه اخلي او لږ تر لږه د انقلابي تاکتیکونو د یوې بڼې په توګه ترې استفاده کوي.

خو له دې سره- سره، که يې خوا ته ګوریلایان ډېری وختونه ترهګرۍ ته لاس اچوي (او دولتونه هم د ګوریلایانو او د ګوریلایانو د ملاتړو پر ضد ترهګریز تاکتیکونه استعمالوي)، خو بل خوا ته ګوریلايي سازمانونه له عادي ترهګریزو ډلو سره ځینې توپیرونه هم لري. ګوریلاي سازمانونه عموماً غلچکي بریدونه ترسره کوي او مخامخ جګړو ته زړه نه ښه کوي، خو د وسلو له پلوه د سپکو پوځي کنډکونو په اندازه سمبال وي او معمولاً نظامي وسلې لکه پخواني راکټونه، لاسي بمونه، موډرن راکټونه، درانه توپکونه او ان سپکې پیکاوې هم ورسره وي. دوی خپل ځان ته د رسمي نظامي ځواک د پوځیانو په سترګه ګوري او د ځواکونو شمېر يې له سلګونو تر زرګونو پورې ورسېږي. بل، د خپلې بریا لپاره دوی اړتیا لري، چې یو لوی شمېر خلک يې ملاتړ وکړي، تر څو دوی ته تجهیزات او ډېری وختونه پټنځایونه ورکړي. دغه خلک د ګڼو دلایلو په بنسټ دغه کار سرته رسوي، چې ممکن یا د ګوریلایانو په اهدافو کې ور شریک وي او یا د هغوی له وېرې دغه کار کوي. ګوریلایان تر ډېره په بهرنۍ مرسته تکیه وي (په تېره د درنو وسلو او نظامي مشاورینو لپاره)، خو د خپلې سیمې له خلکو سره هم اړیکې لري.

د جګړې پر مهال ګوریلایان ځینې وختونه د جګړې یو شمېر هغو قوانینو ته غاړه ږدي، چې رسمي ځواکونه يې هم مني، مثلاً دوی د خپل دښمن له قومندانانو سره مذاکراتو ته کېني او کولی شي، چې بندیان ونیسي او تبادله يې کړي.

مګر ترهګریزې ډلې معمولاً کوچنۍ وي (د لسګونو یا ډېر تر ډېره، سلګونو شاوخوا کې) او د ترهګرو عادي کړنې بمونه غورځول، کمین نیول، هدفي وژنې، د مقابل لوري د تجهیزاتو کنټرول نیول او اختطافونه وي. له دوی سره وسلې هم کورني بمونه او اتومات توپانچې وي او زیاتره ترهګریزې ډلې له شاوخوا خلکو سره ډېر کم تعامل او له ډېر لږ ملاتړ څخه يې برخمن وي. دوی د نظامي کرښو په څېر منظم جوړښت نه لري، بلکې عموماً په کوچنیو حجرو وېشلي وي. (د حجرو د وضاحت لپاره، وګورئ: ترهګریزې ډلې څنګه فعالیت کوي؟) د دوی غوښتنې او مذاکرات، البته که ويې کړي، معمولاً د عادي شیانو لپاره وي، لکه د بندیانو په بدل کې فدیه، د تېرېدو امنیت، یا د بندي ځواکونو خلاصون.

د ګوریلايي او ترهګریزو ډلو ترمنځ دغه توپیرونه معمولاً هغه وخت ډېر واضح برېښي، چې کله د بېلګې په ډول د ۱۹۶۰ کلونو ویټ‎کونګ (د ویتنام انقلابي خوځښت) یا د ۱۹۸۰ کلونو د افغاني مقاومت جنګیالي، د ۱۹۷۰ کلونو ویترمن یا د جرمني سره پوځ په څېر له وړو او منزوي شویو ډلو سره پرتله کوو. خو هغسې چې پورته يې یادونه وشوه، ګوریلایان ځینې وختونه ترهګریزو تاکتیکونو ته هم لاس اچوي او په دغسې وختونو کې دا هڅه بې ځایه برېښي، چې آیا د پیرو شاینینګ پات Peru’s Shining Path‎ په څېر ډلې ترهګریز سازمانونه دي او که ګوریلايي. بله خبره دا ده، چې د حزب الله په څېر ډله بیا په خپل ځان کې د عصري غورځنګونو، ګوریلايي ځواکونو او ترهګریزو سازمانونو درې واړو عناصر رانغاړي. د حزب الله ډله د اسرائیلو په خلاف توغندیز بریدونه هم سرته رسوي، خو ورسره په خپله سیمه کې خلکو ته پراخه ټولنیز خدمات هم رسوي.

ترهګري او انقلاب | ژباړه: رحمت شاه فراز

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب