یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهد جنبش قوماندان له ایرانه تر ایستل کېدو وروسته په سرپل کې...

د جنبش قوماندان له ایرانه تر ایستل کېدو وروسته په سرپل کې ووژل شو

تاند (یکشنبه، د سرطان ۳۱ مه)  د افغانستان د ملي جنبش ویاند تایید کړه چې د دغه غورځنګ پخوانی قومندان عزت الله د شنبې په ورځ په سرپل کې د نامعلومو کسانو له خوا وژل شوی دی.

احسان نیرو ویلي چې عزت الله د طالبانو له واکمنۍ وروسته ایران ته پناه وړې وه. ځینې راپورونه وايي چې ایران د جنبش دا قومندان له زرګونو نورو افغانانو سره په وروستیو ورځو کې په زوره له خپلې خاورې ایستلی و.

احسان نيرو وويل، چې قوماندان عزت الله سرپل ته له راستنېدو يوه ورځ وروسته د نامعلومو کسانو له خوا ووژل شو.

د جبنش غړي وايي، قوماندان عزت الله چې په قوماندان زیل مشهور و، د دغه ګوند د مشر عبدالرشید دوستم یو له ساتونکو څخه و.

د دغو سرچینو په وینا، عزت الله له کلونو راهیسې د افغانستان په شمال کې د طالبانو پر ضد جنګېدلی دو.

څرګنده نه ده چې قوماندان زیل به چا وژلی وي خو دا هم د ویلو ده چې اکثره پخواني قوماندانان په تیره بیا د جنرال دوستم د جنبش قوماندانانو، هماغسي چې په خپله دوستم له جنرال ملک او ایشچي سره بدۍ لري، قومانانانو یې هم په تېرو څو لسیزو کې ځان ته ډیرې بدۍ جوړې کړي دي.

په همدې حال کې راپورونه ښيي چې ترکیې هم د دوستم یو شمېر پخواني قوماندانان نیولي او هغه کمپ ته یې استولي چې ټاکل شوې ده له هغه ځایه افغانستان ته واستول شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب