یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهقزاقستان، ترکمنستان او افغانستان د یوې بلې ریلارې پر جوړولو خبرې وکړې

قزاقستان، ترکمنستان او افغانستان د یوې بلې ریلارې پر جوړولو خبرې وکړې

تاند (یکشنبه، د سرطان ۳۱ مه) د قزاقستان رسنیو نن راپور ورکړ چې د دغه هېواد، ترکمنستان او طالبانو چارواکو په اکتاو ښار کې په یوه غونډه کې د نوې ریللارې پر جوړولو خبرې وکړې.

د راپورونو له مخې، دا پټلۍ به ترکمنستان د افغانستان له لارې له پاکستان او هند سره ونښلوي.

د قزاقستان اکتاو خبري اژانس نن (یکشنبې د سرطان ۳۱) راپور ورکړ چې د طالبانو، قزاقستان او ترکمنستان د چارواکو په غونډه کې د تورغونډۍ-هرات-کندهار-سپین بولدک ریلګاډي د نوې کرښې د جوړولو پر امکان خبرې وکړې.

د دې راپور له مخې، ترکمنستان له طالبانو سره په تورغونډۍ کې د لوژستیک مرکز د جوړولو هوکړې ته رسېدلی او پلان لري چې په نژدې راتلونکي کې یې د جوړولو چارې پیل کړي.

د طالبانو استازو په دې ناسته کې وویل چې له قزاقستان او ترکمنستان څخه پاکستان ته د مالونو د لېږد په برخه کې همکارۍ ته چمتو دي.

د ریللار دا پروژې له هغې یوې جلا ده، چې ترانس افغان نومیږي او له مزارشریف څخه بیلیږي او پر کابل له تېریدو وروسته پاکستان ته غځېږي. ترانس افغان پروژه ازبکستان او د منځنۍ اسیا نور هیوادونه له جنوبي اسیا سره وصلوي.

تر اوسه کوم هیواد طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي، خو د منځنۍ اسیا یو شمېر هېوادونه له د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره اقتصادي اړیکو ته زیاته لېوالتیا ښيي.

طالبانو د امنیت په راوستلو د سترو اقتصادي پروژو د تطبیق لپاره لاره هواره کړې خو د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو او نجونو د کار او زده کړو د مخنیوي په شان د ناوړه اقداماتو په خاطر د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو ته هیڅ هیواد نه شي حاضرېدای او دا په افغانستان کې د سترو پروژو د لارې اصلي خنډ دی.

پانګوال په هغه هیواد کې ستره پانګونه نه شي کولی چې نړیوال مشروعیت ونه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب