یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهروسي او افغاني شرکتونه د ارغستان د لورې بند په جوړولو کې...

روسي او افغاني شرکتونه د ارغستان د لورې بند په جوړولو کې پانګونه کوي

تاند (یکشنبه، د سرطان ۳۱ مه) د طالبانو سرچینې وايي چې روسي شرکتونه له افغاني هغو سره په ګډه د کندهار د ارغستان په «لوري بند» کې پانګونه کوي.

باختر اژانس د اوبو او برېښنا وزارت په قول ویلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور، د افغان- جرمن باختر شرکت او د روسیې د اوبو او انرژۍ انستیتوت له مسوولانو سره په کتنه کې، د کندهار د ارغستان ولسوالۍ د لورې بند په پروژه کې د پانګونې په اړه خبرې کړې دي.

د خبر له مخې، روسي لوري د ارغستان د لورې بند په پروژه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې او د دې پروژې د سروې، تخنیکي مطالعاتو او ډيزاین د پيل لپاره یې چمتووالی څرګند کړی دی. د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست هم د یادو شرکتونو د لېوالتیا هرکلی کړی دی.

هغه، د دواړو لوریو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک پر لاسلیک کولو غوښتنه کړې چې له مخې یې د یادې پروژې عملي چارې ډېر ژر پيل شي.

د لورې بند د موسمي اوبو د زېرمه کولو، د سیلونو د مخنیوي، د برېښنا د تولید او د کرنیزو مځکو د خړوبولو په هدف له ډیرو کلونو راهیسي د اوبو او برېښنا وزارت په پام کې لرلی دی.

که دا بند جوړ شي، د کندهار د ارغستان ولسوالي زرګونه هکتاره کرنیزه مځکه به خړوبه شي.

د سږ کال په مې میاشت کې د ارغستان ولسوالۍ سپین ږیرو د طالبانو د اوبو او انرژۍ له وزیر سره په کتنه کې د دې بند د جوړېدو غوښتنه کړې وه.

ښاغلي منصور د ارغستان مشرانو ته ژمنه ورکړه چې د لورې بند پروژه د دغه وزارت له کاري لومړیتوبونو څخه ده او د دغه وزارت د ۱۴۰۳ لمریز کال په بودجه کې شامله ده.

ښاغلي منصور ډاډ څرګند کړی چې ډېر ژر به د دې بند د سروې او ډیزاین چارې پیل شي.

د اشرف غني د ولسمشرۍ په مهال د دې بند سروې وشوه چې پر اساس یې دا بند د ۳۵ متره لوړوالي په جوړولو د ۱۷۵ میلیون متر مکعبه اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري او د ارغستان په ګډون د پنځو نژدې ولسوالیو د اوبو د کمښت ستونزه حلولی شي او شاوخوا ۲ مېګاواټه برېښنا هم تولیدولی شي.

د یادې سروې پر اساس، د دې بند جوړولو ته ۳۰ میلیون ډالرو ته اړتیا ده چې د اړتیا وړ څېړنې یې ۱۸ میاشتې او جوړول یې ۳ کاله وخت غواړی.

ارغستان ولسوالي د کندهار ښار په جنوب ختيځ کې له ډيورنډ کرښې سره ١٠٠ کيلومتره واټن لري، دا ولسوالي د بلوچستان ايالت له منزکي او د زابل ولايت له شهر صفا ولسوالۍ سره پوله لري.

ارغستان ولسوالي ٣٣٥ لوى او کوچني کلي لري، چې نژدې ټول اوسېدونکي یې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب