یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهپاکستاني چارواکو د پښتنو د غوسې په اوج کې د چمن د...

پاکستاني چارواکو د پښتنو د غوسې په اوج کې د چمن د پرلتوالو غوښتنې ومنلې

تاند (یکشنبه، د سرطان ۳۱ مه) د چمن پرلتوال بالاخره له لس میاشتې مظاهرو او پرلتونو وروسته بریالي شول چې خپله غوښتنه د پاکستان پر پوځ او حکومت ومني.

پرلتوالو رسنیو ته ویلي چې نن (یکشنبې) د چمن – سپین بولدک لار د پخوا په شان ازاده شوه او زرګونو خلکو یو وار بیا کاروبار پیل کړ.

ظاهراً د پاکستان پوځ او حکومت د هغه فشار او نارضایتۍ د کمولو لپاره د چمن خلکو ته د ازاد تګ راتګ اجازه ورکړې چې د ګیله من وزیر له وژل کېدو او په بنو کې د امن لپاره په ترتیب شوي لاریون د پوځیانو د ډزو له کبله په پښتنو کې اوج ته رسیدلی دی.

د چمن – سپین بولدک د لارې د پرانستل کېدو ترڅنګ د پرلت د مرکزي کمېټې غړی او ویاند صادق خان هم، چې دوې میاشتې پخوا نیول شوی و، نن خوشي شو.

صادق خان هیله څرګنده کړه چې دا لار به بیا نه بندیږي. خو کتونکي باور لري چې پوځ د پښتنو د غوسې د کرارولو لپاره دا لار پرانستې او هرکله چې اوسنۍ غوسه سړه شي، ممکن بیا لاره بنده کړي.

د چمن پرلتوالو لس میاشتې د دې لپاره احتجاجونه وکړل چې د پاکستان له حکومته یې غوښتل چې د پخوا په څېر دې د کرښې د دواړو خواوو اوسیدونکو ته بې پاسپورت او وېزې، یوازې په تذکرې او شناختي کارډ د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب