یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونههند افغانانو ته د وېزو ورکړه بیا پیل کړه

هند افغانانو ته د وېزو ورکړه بیا پیل کړه

تاند (جمعه، د اسد ۵ مه) هند له نژدې ۳ کلونو وروسته افغانانو ته د وېزې ورکړه بیا پیل کړې ده.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جیسوال وویل چې هند افغان اتباعو ته د ویزو ورکول پیل کړي دي.

جیسوال په یوه خبري غونډه کې له افغانستان سره د هند پر دوامداره اړیکو ټینګار وکړ او ویې ویل، «موږ د افغانستان له خلکو سره تاریخي اړیکې لرو.»

د پخواني افغان حکومت تر نسکورېدو وروسته هند په کابل کې خپل سفارت تړلی و. دا مهال په کابل کې په سفارت کې یوازې یو تخنیکي ټیم پاتې دی.

زرګونه افغان محصلان، چې د تېر کال تر اګست مخکې په رخصتۍ هیواد ته راغلي وو، د جمهوري حکومت له تسکورېدو او د هند له لوري د سفارت له بندېدو وروسته په افغانستان کې پاته شول. هغوی ډیر شکایتونه وکړل چې زده کړې یې په هند کې نیمګړې پاته شوي دي.

هند په احتیاط او تدریج د طالبانو له حکومت سره اړیکې پیل کړي. په تېرو درو کلونو کې یې افغانستان ته د چابهار بندر له لارې لسګونه زره ټنه غنم د مرستې په توګه رالیږلي دي.

دې هیواد د افغانستان د جمهوري حکومت په مهال له افغانستان سره د شاوخوا ۴ میلیارد ډالرو مرسته وکړه. د هند په پیسو د سلما بند، د نیمروز سړک، د ملي شورا ودانۍ او سلګونه نورې وړې او لویې پروژې جوړې شوې.

1 COMMENT

  1. هند او افغانستان دوه ګاونډي هېوادونه دي ، چې موقتا د سرطان دانې له لاسه لږ سره لرې شویدي . هند د سیمې یو پرمختللی هېواد دی ، چې په نظامي ، سیاسي ، اقتصادي ، کلتوري ، علمي ، طبي او ټولنیزو برخو کې له افغانستان سره ښې دوه اړخیزې اړیکې درلودلی شي . هیله ده دواړه لورې په پورته برخو کې له یو بل سره دوستانه روابط بیا پیل او پراختیا ورکړي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب