پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Home+بربا په یووالي کې ده| متقاعدجنرال دولت وزیري

بربا په یووالي کې ده| متقاعدجنرال دولت وزیري

هر قوم او ټبر خانته دودونه او د ژوند کولو طریقي او دستورونه لري. د وخت په تیربدو سره خینې دغه دودونه او دستورونه د قومونو په فرهنګ بدلیږی اوپه ټوله کې د قومونو د بیزندګلوئ معیار ګڼل کیدي.

د بیلکې په توګه وايې! انګریزان په شیطانۍ کې ډیر ماهر دي. المانیان بر څان مئين قوم ګڼل کیږي. په همدې توګه د افغانانو په هکله هم ډیرې خبرې شته دی. چې اوس ښه یا بد، خو د افغان قوم په نه جلا کیدونکي فرهنګ اوختي دي.

جواهر لعل نهرو افغانان کسات اخیستونکي بللي دي. نوموړي افغانان د موجیو سره تشبه کړي دي. نوموړی لیکي: که موچۍ مو ډیرې وڅورولي، تر هغه به در پسې وي تر څو ځان په اوبو کې ترې نه پټ کړئ.

مقدوني سکندر د خوی له پلوه افغانان منګري مار ته ورته بللي دي. نوموړی په ملکنډ کې د ځان د ټبي کیدو کیسه کوی او وايې: د منګري مار چیچل او د افغان د توري له ټب څخه جوړیدل یواځې د طالع کار دی او بس.

انګریز الفستن بیا هر افغان سرتیری ګڼي او وايې: د جګړې پر مهال ټول افغانان که ناربنه دي که ښځې، که واړه دي او که زاړه تول د سرتیرو په څیر عمل کوي.

انګریزه لبدې سیل لیکي: افغانان خپل سنګر تر مرګه ساتي او د زمري په څیر زړور وي. فولادي امیر عبدالرحمن خان وايې: د جګړې پر مهال افغان سرتیري په توتو، غوزانو، نینو او ستوانو ګزاره کوي، په غرونو او رغونو کې له ستړیا پرته مزل کولای شي.

د پبواړ د کوتل پر سر د افغانانو سره په جګړه کې انګربزان د افغانانو له ډول او سرني خخه خپل اعصاب له لاسه ورکوي او وايې: عجب مخلوق دی به دول، سرني او اتڼ سره جګړې ته راځي، ته به وايې چې کوم واده ته روان دي. بایډن خو بیا افغانستان د امپراتوریو هدیره ګنلې ده.

خبرې ډیرې دي خو سر يې یو دی او هغه د افغانانو د نن ورځې برخلیک دی. ځکه حق اخیستل کیږي ورکول کیږي نه، او هر قوم خبل برخلیک په خبله ټاکي او بدلوي يې.

لوی خدای ج هغه چا ته تغیر ورکوي څوک چې د تغیر غوشتونکي وي. د سلطان محمود لټان د هیچا نه خوښیږي او د هیڅ درد درمل نه شي جوړیدای.

لنډه دا چې که د افغانانو یووالی دی، که د پښتونخوا ازادي ده او که نورې ناخوالې دي، حل یې په خپله په افغانانو پورې اړه لري.

که یو شو شته کیږو، که نه ورکیږو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب