شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبشپون د شوخ ماشومتوب او ځوان بغاوت ليکوال

شپون د شوخ ماشومتوب او ځوان بغاوت ليکوال

ارواښاد الفت مرحوم د غني خان په باب ويلي وو:

”غني خان په شعر کې هغه څه وايي چې د بل شاعر شونډې پرې سوزي“
زه د استاد شپون په باب وايم:

شپون په نثر کې هغه څه وايي چې د بل ليکوال ژبه او شونډې پرې لولپه کيږي . شپون د ډېر قوي هنري ايمان څښتن دی . ملايان وايي چې په دين او شرعې مسايلو کې شرم نه شته . هر مسلمان او هره مسلمانه بايد چې په ټولو پټو او بربنډو خبرو ځان وپوهوي . شپون د ملايانو دا خبره خپل هنر ته هم ورليږدولې ، په شعر کې يې لږه او په نثر کې يې ښه پريمانه ده . بايده دي چې د هنر په دې برخه کې يې بت شکن وګڼو. ډېرو داسو خبرو او بيان ته چې سړي ته يا ناروا ښکاري او يا يې په ويلو شرميږي، شپون د هنر جامې وراغوستي دي . استاد شپون ډېر ځلنده هنري تخيل لري خو تش په خيال کې ماڼۍ نه جوړوي . تل يې د ژوند ښې او بدې د ژوند د چاپيريال نه اخيستي او پر خپل هډ او پوست يې احساس کړي دي. که کوم کرکټر يې د خپلې کيسې لپاره مناسب بللی، نو بيا يې سر سري برخورد نه دی ورسره کړی. په اصطلاح ښه له شله ګۍ نه يې کار اخيستی دی. د کرکټر په ظاهري او باطني جهان کې ورننوتی دی. د هغه نفسيات يې څيړلي دي. د هغه په ښو او بدو يې ځان پوه کړی او بالاخره د کرکټر د خوب رګ يې معلوم کړی او داسې يې لوبولی چې د سړي زړه يې غواړي . شپون په پښتو نثر کې شوخ ماشومتوب او ځوان بغاوت سره غاړه غړۍ کړي دي. که د کليوال ژوند، د شنو پټيو او کروندو کيسه کوي نو نثر يې دومره خوږ لګيږي چې د شوتلو د ګل او لَوَنګۍ شولو بوی ترې راځي . کله چې د مستو کټوه پر سر د بختورې غولانځورې کيسه کوي نو د داستان له راوي داسې سپين سترګی ماشوم جوړوي چې” بختوره غولانځوره“ په هره پوله او پټي کې پسې څاري تر څو د ماشوړې سر پيدا کړي.

که په امريکا کې د ژوند پيښې داستاني کوي نو راوي يې له بغاوته ډک ځوان دی چې د امريکايۍ نجلۍ پر سپينو پونډيو زرين ويښتان هم يو په يو پسې شماري . ليکوال دا کار د هوس لپاره نه کوي، بلکې د ژوند جوهر بيانوي. په ښکلا او خوږوالي کې نغښتی پيغام لري. د ليکوال په نثر کې يو خوندور طنز ځل او بل کوي. کله کله د شوخۍ رنګ اخلي چې لوستونکی بې دريغه خندوي او خوشحالوي . په طنز کې يې هم لوی هنر مناسبه تصوير ګري ده چې کرکټر د لوستونکي مخې ته نيغ ودروي. مثلاً شپون دوه کرکټرونه د لوستونکي په ذهن کې داسې کينوي :
هغه هم هلته جونګی جونګی کيده او هغه بل هم ناست و لکه خړتومي چرګ.
د صمد خان يواځيتوب په نوم داستان کې د يوه پاخه عمر چرسي مجاهد کيسه کوي. کرکټر له افغانستان نه پيښور ته او له پيښور نه امريکا ته راغلی او راوي ته داسې وايي:

” يوه ورځ محمد منير راته کړه چې دادا پرون چې تاسو په نارنج باغ کې عمليات کول زه د قوماندان . . . . . په مرکز ورتير شوم ګورم چې پاکستانی منصبدار ورسره غږيده . ما محمد منير ته وويل چې ته کم عقل څه پوه شوې چې هغه پاکستانی و؟

هغه راته کړه چې داسې تور و لکه ستا د چيلم سرخانه . ږيره يې پاکه خرېيلې وه چې زموږ مجاهدين دا کار نه کوي . دې خبرې ما ته شک پيدا که او څارمې پسې کولو، چې يو ورځ زه هم ورسره دوڅار شوم. يره بالداره چې زماد غيرت په ايمان اور بل شو چې تورې دې لالا وهي او مړۍ دې اودالله . دوه کاله نور هم پاتې شوم اونورې ماملې مې وليدلې، دا مې وليدل چې قوماندانان په پيښو رکې ديره او موږ يې د روسانو بره ګيو ته پرې ايښي وو. مرمۍ به نه وې خو قوماندان صاحب به جرنيلي چلوله او په پيښور کې به يې د موټرو قافلې ګرځيدلې.“

راوي وايي: د چرسيانو لحاظ خو د يارانې اول شرط دی، شپه پخه وه او زما ډېره تلوسه دې ته وه چې صمد خان څنګه امريکې ته ورسيد، مګر د هغه موشم د خرابيدو نه و.

صمد خان وايي ”محمد منير دې خدای راته لري، په زړه کې ډېر هوښيار دی . او اوس يې د يو امريکايۍ سره واده هم کړی دی . زه يې پيښور ته راوستلم! اودلته يې زنې راباندې وتړلې او ويل يې چې بارديګر به بهر ته نه وځي . دی لاړ او د کوم مشر نه يې خط راوړ چې دا زموږ مجاهد دی او په بد ځای لګيدلی دی . بله ورځ محمد منير نورې سپينې پټۍ هم راباندې ولګولې او د ده ملګرو په کټ کې طيارې ته بوتلم او ايسته يې امريکې ته راوستم . په شپاخانه کې د محمد منير ښې ځوانۍ ته د يوې نرسې پام شو او علی الحسابه ورباندې مئينه شوه .“

راوي وايي : ” زما نور طاقت را نه غی ځکه د صمد خان په خبرو کې د ملا عمر د سمڅو نه زيات غارونه ليدل کيدل . ما چې خوله خلاصوله چې محمد منير پخپله راغی، رښتيا هم اوس ورنه لوړ او ارغوشه زلمی جوړ شوی و چې امريکا يانې په دغه قسم نارينه پسې مري.“

شپانه په داستاني کرکټرونو کې عجيبه اعتدال ساتلی دی. د ده کرکټرونه پريښتې هم دي چې د ويښته غوندې ګناه دې سر نه ترې وهي. مطلق او رټل شوي شيطانان هم نه دي چې له سر نه تر پښو پورې په ګناهونوکې ډوب وي . ها د حمزه بابا په قول چې:

”شته په کې يزدان که اهريمن ولټوې“

همدغسې يې ګل بې خاله نه دی او په ښو کرکټرونو کې هم د بدۍ نازکې خواوې چې دانساني فطرت خاصه ده شته.

د افغانستان په داستاني ادب هم په پښتو او هم په دري کې د نړيوالو منل شويو داستاني تخنيکونو نه مراعات عام دی . شپون هم دا سر غړاوی کړی او ډېر ځله په تخنيکونو پسې نه دی ګرځيدلی . خو هغه د چا خبره د ژرندې سل عيبونه ټول په اوبو پټ دي. د شپون د داستانونو تخنيکي عيبونه هم د دوی خوږې او شوخې ژبې او زړه راښکونکې تصويرګرۍ پټ کړي دي. د شپون داستاني څيرې او پيښې تتې او مبهمې نه دي چې لوستونکي دې رنګينې عينکې ورته واچوي او دتسلۍ له پاره دې اټکلي بل څه ترې راوباسي . دلته که پيښې راځي او که کرکټرونه لوبيږي ډېر ښايسته او زړه ته پريوتونکي دي.

د رحمان بابا په قول :

“ دلته دم او قدم دواړه په حساب دي “
د ” ناڅاپي پيژندګلو“ په نوم داستان کې لږه برخه يې داسې ده:
” د نيال سينګي يو زوی و چې سکيرا نوميده او د خان آباد د بچه بازانو زړونه ورپسې وران وو . سترګو يې خوړل کول او اوس چې فکر کوم د حميد بابا د سپوږمۍ او هالې خبره ورسره جوړيده. يره پنځلس کلن به و. د ښار ميرزايانو پخپلو کې مشاعره ورپسې جوړه کړې وه چې يو فرد مې په ياد دي:

” دل بُرده ز من باز دو چشمان سکيرا“
د ښار لنډغران هر مازديګر ناحقه د نيال سينګي دوکان مخې ته تيريدل او د هلک د پلار ځورول او ګواښونه به يې ګالل . کله به يې پنځه شپږ للمي خټکي سره راوړل او د ”چشک“ شرط به يې ورباندې واهه . نو بيا به يې سکيرا قاضي کړ چې وګوري د چا خټکی خوږ دی؟

داسې ښکاريده چې سکيرا هم د ځوانانو دا دومره توجه او سپي سپي کيدل خوښيدل او هر يوه ته به يې يوه نرۍ مصومانه او د خوش طبعۍ موسکا کوله . مګر پلار يې ډېر روی و او شور ماشور به يې جوړ کړی و. يوه ورځ چې هلکانو ډېر په عذاب کړی و په خپل دوکان کې ناست و او ژړل يې . شاه و خوا ورته کليوال راټول وو چې د لاسه يې کړي. ده ويل:

” خدای قسم چې نور تاسې ته دارو نه ورکوم . زهر ورکوم . سنګيتا ورکوم . په دارو کې د شېر د بروت ويښته اچوم چې مړ و شئ“

شپون د لنډې کيسې تر څنګ د ناول ليکوال هم دی . هماغه خوږه او روانه ژبه او کرکټر کښنه چې په لنډو کيسو کې يې ده، په ناولونو کې هم کارولې ده. شين ټاغی، ګټيالی او د سمڅې ياران يې ناولونه دي. درې واړه ناولونه يې تر ډېره ځايه د افغانستان په تراژيدۍ، شکستونو بريو او حماسو را څرخي، چې د پښتو ادب په ناولونو کې د شهکارونو حيثيت لري. که د درې واړو ناولونو شننه يې کوو نو بايد کتابونه پرې وليکل شي. د پښتو ادب شاګردان بايد چې تزسونه پرې وليکي. د ادبياتو استادان يې بايد په مختلفو درسونو کې محصلينو او شاګردانو ته وړاندې کړي. د پښتو معاصر نثر تر څنګ د شپون صاحب نثر زما په نظر داسې بريښي لکه پښتو لنډۍ. د پښتو ديواني شعر تر څنګ، په پښتو ديواني شاعرۍ او په بله هره ديواني شاعرۍ کې صنعتونه له ډېرو کارولونه کله، کله تکليف او تصنع پيدا کيږي. خو پښتو لنډۍ صميمانه او طبيعي دي. د تصنع ځای په کې لږ او د ساده ګۍ په زور د ښکلا اوج ته رسيدلي دي. د شپون نثر د تکلف او تصنع نه ډېر لري د صميميت او هنر پر ځمکه طبيعي ګامونه اخلي . ما ته خو داسې ښکاري لکه لنډيو چې يې په نثر کې ځانونه نغښتي وي.

د شپون ځينې نثري داستانونه که په نړيوالو ژبو وژباړل شي، نو همدا د شډلې او څپه ييزې پښتو ادب د نړيوال ادب همڅنګي کولای شي.

شپون د ” پرخه په ترخه “ په نوم ډيره خوږه شاعري هم کړې ده. نن سبا يې له شاعرۍ نه نثر ته ډېر پام وراړولی او يا خو يې شاعري هم په ټپه وزمه جامو کې د نثر پاچهۍ ته ور ننه ايستلې ده. شاعري يې هم ډېره روښانه او روانه ده. د تصنعي شاعرانو غوندې قلقلې او طمطراق نه لري . د شاعرۍ ډېره برخه يې دافغانستان د دوه دوه نيمو لسيزو پيښې او تراژيدۍ په غيږ کې نيسي. په شعر کې موضوعاتو او کلماتو ته مناسبه زمينه سازي کوي . ډېر شډل کلمات او تصويرونه په داسې ځای کې راوړي چې ښکلي ښکاري. د ښکلا يوه معنی هم د هر څه په ځای او مناسبه کارونه ده. د شپون د شاعرۍ د تخيل کمال په دې کې دی چې حماسه په تغزل کې نغاړي او د هنر يوه ښکلې تابلو ترې جوړيږي:

ستا د سترګو شوبلې راغلې
د زړه کلي ورانوي
کږې وروځي نرې ملا دې
پښتانه روسانوي

يا دا بند
نيمه شپه کې راغله تورې سترګې سره لاسونه
تورې غوړې څڼې لکه سوي درمندونه
ټيک يې په تياره کې پړکيده لکه بريښنا
شرنګ يې د بنګړو و لکه کړچنده ټانکونه

د غوړو څڼو لپاره سوي درمندونه که له يوې خوا نادره تشبيه ده، نو له بلې خوا د جنګ هغه شېبې انځوروي چې د انسانانو تر څنګ فصلونه او درمندونه هم د جګړې آژدها تر ستوني تيرول. ټانکونه ظاهراً څومره غير شاعرانه ښکاري خو دا چې د بنګړو د شرنګ ملګری شوي دي، همدا کړچنده ټانکونه ښه لګيږي او لوستونکي دتغزل تر څنګ د جنګ له ژوبلو او لولپه شېبو نه هم بې خبره نه پاتې کيږي. د ” مور ويرنه“ شعر يې يو لوی شهکار شعر دی چې يو کتاب خبرې ورباندې کيدای شي.

ارمان چې د استاد شپون د شعرکتاب راسره نه و کنه ډېرې خبرې به مې ورباندې کښلې وای. شپون په پښتو نوي او معاصر نثر کې د نبوغ څښتن دی ، لوی خدای دې يې تر ډېره راته ژوندی لري.

آمين يا رب العالمين
د ١٣٨٤ کال د سرطان ړومبۍ نيټه، خيرخانه کابل
پير محمد کاروان


له داستانونو ټکی کام څخه په مننې/ دا لیکنه داستانونو په د ۲۰۱۲ د دسمبر په ۴ مه خپره کړې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب