چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeمقالېاسلامښوونه او روزنه د ټولنې كاميابي

ښوونه او روزنه د ټولنې كاميابي

 عنایت الله عادل

ښوونه اوروزنه دټولو انسانانومسلم حق ګڼل كېږې كه نارينه وي اوكه ښځينه كه روغ وي اوكه معيوب په هره ټولنه يامذهب كې، چې وي دايوانسان اوانسان په ټولنه كې دحقوقودرلودونكى دي هرانسان دزده كړې حق لري داسلام په مقدس دين كې هم انسانانو ته دزده كړې دلاس ته رواړلو څرګند حقوق اعلان كړي لكه څنګه، چې حضرت محمد صلي الله عليه وسلم فرماييطلب العم فريضه علي كل مسلم ومسلمه.
ژباړه د پوهنې زده کړه پر هر مسلمان سړی اوښځه فرض ده.
ښوونه اوروزنه دټولنې كاميابي ګڼل كېږې.


كه د پرمختللیو هيوادونو اقتصادي، سياسي او ټولنيزې ودې، پرمختيا او په دې لړ كې حيرانوونكيو پرمختګونو ته په ژوره توګه وكتل شي نو داسې ښكاري چې معياري ښوونه او روزنه په نړۍ كې د ټولو برياوو سرچينه او بنسټ ګڼل كيږي.


د نوموړي بنسټ اهميت د اسلام په دين كې تر بلې هرې نظريې ښكاره او څرګند دى او د ګڼو قرآني آيتونو او نبوي احاديثو په ترځ كې يې خلك د پوهې زده كړې خپلولو ته رابللي او پوهنه يې د ټولو ښيګڼو اساس بللې ده.


په همدې توګه د نړۍ زياتو پوهانو، روڼ آندو، مفكرينو، شاعرانو، اديبانو او ليكوالانو د دې موضوع اهميت په خپلو ليكنو او ويناوو كې پټ نه دى ساتلى بلكي وخت پر وخت يې خلك د پوهې زده كړې ته رابللي او پوهنه يې د نړۍ د ولسونو د نيكمرغۍ، سوكالۍ او پرمختګ يوازينۍ وسيله ګڼلې چې نوموړى بهير ورو ورو په مسلكي ښوونه او روزنه بدل شوى دى.


د افغانستان خلك او چارواكي هم د نړۍ د نورو ولسونو په څير د معياري ښوونې او روزنې بنسټ ته په ځانګړي اهميت قايل دي او په دې لړ كې ځينې ګړندي ګامونه مخكې له مخكې اخيستل شوي. خو په خواشينۍ سره بايد ووايو چې د دونيمولسيزودجګړوله امله معياري ښوونه او روزنه هم د ژوند د نورو ګټورو بنسټونو په څير د ويجاړتيا په خوا روانه شوه او په تدريجي توګه يې خپل معياري اساسات له لاسه وركړل.
د ښوونې اوروزنې سطحه ډېره ټيټه اوتجربه كارښوونكي نلرو، ښوونځي ويجاړدي، تعليمي نصاب نيمګړي دى، زده كوونكوته يوعالم مشكلات دي په همدې موخه دادي اوس كوشش كوو ترڅودښوونې اوروزنې په هكله دهيواد بچيانوته يوڅه وړاندې كړو او موږ كولاى شو دښوونې اوروزنې په مرسته سره خپل هيواد وال د ناپوهۍ له تياروڅخه وژغورو اوپوهې اورڼاپه لوريې وهڅوو، ځكه همدا ښوونه اوروزنه ده، چې د ټولنوكاميابيو اوسرلوړيو سرچينه بلل كېږې!


د معياري ښوونې او روزنې په لړ كې ښه خبره داده چې د مسئلې په ټولو خواوو له سره غور وشي په دې هكله به غوره خبره دا وي چې په ټولو ښاري او كليوالي سيمو كې د وګړو د نفوس په انډول د ښوونځيو د رامنځته كولو، تعميرونو ، مسلكي ښوونكيو، درسي موادو، كتابونو، كتابتونونو، ژبې، كلتور او فرهنګ، علمي او مسلكي سمينارونو جوړولو او داسې نورو اړينو ګامونو د پورته كولو په هكله له سره فكر وشي چې بايد د زمانې له غوښتنو سره سم پورته او په دې لړ كې د هر راز ګډوډۍ او ناخوالو مخه و نيول شي.


د معياري ښوونې او روزنې په لړ كې زيات كار ته اړتيا ده خو دوه څيزونه تر ټولو مهم دي چې د غوره ښوونكي او بريالي تعليمي نصاب څخه عبارت دي. په دې ځاى كې اړينه ګڼم چې دې دواړو اړخونو ته په لنډه توګه اشاره وكړم:


لومړى: غوره ښوونكى يا استاذ
ښوونكى د ټولنې د زده كړې او د پوهې د بنسټونو اصلي معمار او بنسټ ايښودونكى دى چې نوى او ځوان نسل د خپلې ټولنې د پرمختګ الهام او پيغام ترې اخلينو ښه خبره داده چې ښوونكى په دې لړ كې د مناسبې مسلكي زده كړې څخه برخمن وي، په ښوونيزو، تدريسي چارو او د خپل مضمون د محتوياتو په اړه پراخ معلومات ولريهمدارنګه بريالى ښوونكى د خپلو زدوه كوونكيو د زده كړې له اړتياوو څخه پوره پوره معلومات ولري او د زده كوونكيو د سويې سره سم په داسې اغيزناكه توګه د تدريس چارې پر مخ بوزي چې هر زده كوونكى د خپل استعداد په انډول له درسي ټولګي څخه د زده كړې ونډه په لاس راوړي. بريالى ښوونكى بايد داسې وي چې د خپل ټولګي په فضا بشپړ كنترول ولري او له هر راز توپير پرته د يوه ښه مربي او مهربانه پلار په توګه كار وكړي. په همدې توګه حاكمه اداره، چارواكي او ذيدخل اړخونه هم بايد د ښوونكي لپاره داسې ماحول رامنځته كړي چې د هغه ټولنيزې، علمي او اقتصادي اړتياوې يې په ښه توګه په نظر كې نيولې او د غوره كار په نتيجه كې يې په مالي او تشويقي ډاليو و پالي.


هوهمداښوونکی دی،چې زده کوونکوته هغه دولت ورکوي،چې نه تمامېده ،نه زړېده اونه ورکېده لري.دټولې ځانګړتیاوې دپوهې له برکته ښوونکی ته ورپه برخه شوې دي،ځکه پوهه ده،چې دومره دامتیازاوسرلوړي ورپه برخه کوي لدې څخه زیاتې نورې ځانګړتیاوې هم لري:

• پوهه هغه ونه ده،چې تل مېوه کوي اوخزان نلري
• 
پوهه هغه څراغ دی،چې همیش رڼا کوی مړا وی کېږې نه
• 
پوهه هغه شتمني ده،چې خلاصېږې نه
• 
پوهه هغه ګل دی،چې همیشه تازه وی
• 
پوهه هغه دولت دی،چې په ورکړه کمېږې نه بلکې زیاتېږې
• 
پوهه هغه بڼ دی،چې تل مېوه کوي اوټوله مېوه ېی خوږه ده
• 
پوهه هغه تجارت دی،چې هېڅ توان نلری، بلکې ګټه اوګټه ده.
• 
پوهه هغه قوت دی،چې پاچاهان ورته عاجز دی.
• 
پوهه هغه ښایست دی،چې ښکلا یې په جهان کې نشته
• 
پوهه د هغه وفادارملګری په شان ده،چې هېڅ بېلتون نلري
• 
پوهه هغه کلۍ ده،چې هرقفل یې خلاصوي
• 
پوهه هغه صدقه ده،چې وروسته له مرګ څخه هم ثواب لري.
• 
پوهه هغه د شنه آسمان لمردی،چې هېڅ غروب نلري.
دوهم: غوره تعليمي نصاب
غوره تعليمي نصاب د زده كړې په بهير كې د خپل ځانګړي اهميت څخه برخمن دى چې د عصر له غوښتنو سره سم په داسې توګه برابر شوى وي چې د هرې مرحلې د زده كوونكيو له استعداد سره سم د پرمختګ په لور ګامونه ږدي.


د افغانستان ښوونيز او روزنيز ډګر په دې لړ كې د مختلفو نصابونو شاهد دى چې د زياتو نيمګرتياوو سره د خپل عصر له غوښتنو او شرايطو سره سم د زده كړې په ډګر كې پلى شوى دى. خو په دې لړ كې هره زمانه د خپلو ځانګړو غوښتنو او شرايطو درلودونكې ده او كوم تعليمي نصاب چې په حاضر وخت كې د ښوونې او روزنې ډګر ته ور وړاندې شوى يو بيړنى نصاب دى چې په هيڅ توګه د اوسنۍ زمانې تعليمي غوښتنې بشپړ ځواب له ځان سره نه لري چې د دې تعليمي نصاب بدلول د زمانې يوه مهمه او اړينه اړتيا ده.


په همدې توګه د معاصر دور د ښوونكيو د زياتره برخې په اړه هم داسې فكر كيږي چې له هغو ښوونيزو معيارونو او لازمې زده كړې څخه بې برخې دى چې د هيواد د تنكيو بچيانو د سالمې او علمي روزنې په وړ او مناسب دي چې په دې لاره كې ارزښتناكو، عملي او بيړنيو ګامونو ته اړتيا ليدل كيږي.


د افغانستان اوسنى ښوونيز او رونيز نظام بنسټيزو بدلونونو ته اړتيا لري څو د نړۍ د نورو ولسونو په څير د معيارونو په تول پوره وخيږي او په دې لړ كې بايد وويل شي چې يوازې د قانون په رڼا كې معياري ښوونه او روزنه به هيواد له اوسنيو لويو لويو ستونزو او خنډونو څخه ژغوري، همدغه معياري ښوونه او روزنه به د افغانانو لپاره د قانون په رامنځته كولو او لوړو لوړو هيلو په لاسته رواړلو كې جوت رول لوبوي چې په دې توګه نوموړى بنسټ د ټولو راتلونكيو برياوو پيلامه او سرچينه يې ګڼلى شو. لوى خداى (ج) دې زموږ حاضر او نوى نسل ته د معياري ښوونې او روزنې د ښكلاوو جامې په تن كړي.

عنايت الله عادل
۲۰۰۷\۰۴\۰۵

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب